د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صديق چکري له حامدکرزي سره په اسلام اباد کې ليدلي دي

پژواک خبري اژانس 13.06.2011 13:46

کابل ( پژواک ٢٢غبرګولى ٩٠): په اختلاس او اداري فساد تورن پخواني وزير صديق چکري اسلام اباد ته د ولسمشرکرزي د سفر پر مهال له هغه سره د ليدو هڅه کړې ده.

صديق چکري ، چې د ارشاد حج او اوقافو سرپرست وزير و، وړم کال د حج د مراسمو پر مهال د حاجيانو د لېږد رالېږد په پروسه کې له يوه هوايي شرکت څخه په بډې اخيستو تورن دى.

د افغانستان لويې څارنوالۍ د هغه د نيولو امر کړى و، خو نوموړى له هېواد څخه په وتلو بريالى او اوس مهال په لندن کې مېشت دى.

سترې محکمې څو مياشتې مخکې ويلي و، چې له لويې څارنوالۍ څخه د صديق چکري دوسيه  محکمې ته رسېدلې ده.

ولسمشر حامد کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره دوه ورځې مخکې پاکستان ته تللى و، په دې پلاوي کې د يو شمېر وزيرانو ترڅنګ د سولې د عالي شورا مشر استاد برهان  الدين رباني هم ګډون درلود.

په کوم هوټل کې ، چې ولسمشر او دهغه پلاوى مېشت و، صديق چکري دغه هوټل ته دوه درې ځلې راغى او د هوټل  په لابي او د خوړو په ځاى کې يې له يو شمېر وزيرانو سره خبرې اترې کولې.

صديق چکري په دې هوټل کې له افغانستان څخه تلليو يو شمېر ازادو خبريالانو سره هم  مخامخ شو .

هغه پخپلو خبرو کې وويل : (( زه له تاسو سره ډېرې خبرې لرم، په زړه کې مې ډېر شيان دي  غواړم چې له تاسو سره يې شريک کړم، خو اوس بوخت يم، همدلته به سره ګورو.))

خو صديق چکري سره له دې چې دوه ورځې پرله پسې دې هوټل ته تګ راتګ کاوه، له ژورنالېستانو سره يې له رسمي  خبرو کولو ډډه وکړه.

يوې حکومتي سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې  صديق چکري په دې هوټل کې له استاد برهان الدين رباني سره هم وليدل.

د سرچينې د معلوماتو له مخې ، چکري غوښتل چې د استاد رباني په مرسته له ولسمشر حامد کرزي سره وګوري او په دې کار کې بريالى هم شو.

خو حکومتي سرچينو تراوسه دغه خبر په رسمي توګه  نه دى تاييد کړى.

د افغانستان سترې محکمې د صديق چکري ددوسيې په اړه پخوا ويلي و، چې د هغه د دوسيې لومړنۍ ارزونې تر سره شوي، خو څو نورو ورځو ته اړتيا ده ، چې پايلې يې اعلان شي.

پر صديق چکري هغه مهال تور ولګېد، چې د حج او اوقاف وزارت له يوه کارکوونکي سره دکابل په هوايي ډګر کې څه باندې ۳۶۰زره ډالر ونيول شول ، چې له سعودي عربستان څخه يې افغانستان ته لېږدول.

نوموړي د خپلې محاکمې پر مهال داسې وښوده ، چې ګواکې د حج او اوقافو د سرپرست وزير صديق چکري په وينا يې دغه کار کړى دى.

تر هغه وروسته د افغانستان لويې څارنوالۍ د چکري د نيولو حکم وکړ او څرګنده يې کړه چې نوموړى له افغانستان څخه نشي وتلاى.

خو چکري له افغانستان څخه  په وتو او برتانيا ته په رسېدو بريالى شو.

د افغانستان لويې څارنوالۍ د انټر پول له نړيوالو پوليسو هم وغوښتل چې نوموړى ونيسي او يو ځل خو په ځينو رسنيو کې د هغه د نيولو خبرونه هم خپاره شول، خو وروسته چکري رسنيو ته ويلي و ، چې نوموړى نه دى نيول شوى او ازاد ګرځي .

د صديق چکړي د اختلاس په اړه پخوانۍ ليکنې:

صديق چکړی په لندن کې د اختلاس په تور نيول شوی دی

 لوی څارنوال باید استعفا وکړی او یا د جزآ قانون تطبیق کړی

د حج پيسې کابل بانک ته سپارل غيرشرعي او له فساده ډکه معامله ده