د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

صديق چکړی په لندن کې د اختلاس په تور نيول شوی دی

خبري څانګه 30.03.2010 09:47

محمد صديق چکړی له بې وزله حاجيانو څخه په غلا تورن دی

رسنيو رپوټ ورکړی دی چې د افغانستان د حج او اوقاف پخوانی سرپرست وزير صدیق چکړی په لندن کې نيول شوی دی.

په صديق چکړي تور دی چې د وزارت په مهال یې اختلاس کړی دی. د نوموړي د وزارت په مهال د کابل په هوايي ډګر کې د بسکټو په ډبو کې بند لکونه ډالر نيول شوي وو چې ويل کېدل د چکړي په شمول د وزارت یو شمېر چارواکو په حج کې د حاجيانو لپاره د اوسيدنځايونو په کرايه کولو کې اختلاس کړي و او افغانستان ته يې په غلا لېږدول.

د افغانستان د لوی څارنوال مرستيال فضل احمد فقيريار وايي چې په چکړي د قربانۍ د یو بهرني شرکت څخه د بډو د اخيستو تور دی.

په تېرو ورځو کې داسې رپوټونه خپاره شوي وو چې ولسمشر کرزي د صديق چکړي نيول نه غوښتل او ناغېړي یې په کې کوله. خو باوري سرچينو ټول افغان ته وويل چې په ارګ کې یو اغېزمن چارواکي ځکه د چکړي د نيولو مخنيوی کاوه چې چکړی د جنګسالارانو سره کلکي اړيکي لري.

خو بيا افغان امنيتي چارواکو وويل چې د صديق چکړي د نيولو امر یې کړی دی او نړيوال انترپول ته یې خبر ورکړی چې چکړی هر چېرته وي، ويې نيسي.  صديق چکړی چې د برتانيا تابعيت هم لري په لندن کې و چې ونيول شو.

 د يادونې ده چې محمد صديق چکړی د جمعيت اسلامي غړی او د نظار شورا فعال چارواکی پاتې شوی دی. نوموړي مخکې له دې چې سرپرست وزير وټاکل شي او ولسمشر حامد کرزي ته مخه کړي، د نامتجانسته ډلګيو څخه د جوړې شوې ملي متحدې جبهې ژبانور غړی و او د حامد کرزي حکومت یې د فساد له تورونو او نيوکو څخه په تکليف و. صديق چکړی د ولسمشر د لومړي مرستيال محمد قسيم فهيم ملګری دی.

 له چکړي مخکې هم د حج او اوقاف یو شمېر چارواکي محاکمه او په بند محکوم شوي وو. خو هغوی هم د زورڅښتنان و چې وروسته ولسمشر کرزي ترې بښنه وکړه او له بنده یې ازاد کړل.

اوس هم د دې تضمين نشته چې افغان دولت به دومره زړه وکړای شي چې د صديق چکړي په ډول کس چې د وسلوالو مليشو او ډلګيو سره تړلی کس او عملا د افغانستان په ادارو واکمن دي محاکمه کړای شي. سره د دې چې په تېره یوه لسيزه کې د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ افغان ادارې د افغان ولس د هيلو پرځای د جنګسالارانو او زورواکانو هيلې پوره کړي او درنښت یې ورته لرلی دی، نړيوال به دا ځل د چکړي برخليک او د افغان دولت د ادارو چلند څاري.