د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کانونو په ناقانونه کيندنو تورن کسان او شرکتونه لا هم نه دي پوښتل شوي

پژواک خبري اژانس 06.02.2014 08:57

کابل (پژواک ١٦ سلواغه ٩٢): لويه څارنوالي وايي، چې د تېر يوه کال په تېرېدو هم د کانونو وزارت د کانونو په غيرقانوني استخراج کې د ښکېلو اشخاصو او شرکتونو لېست دغه ارګان ته د قانوني پړاوونو د وهلو لپاره نه دى استولى.

د کانونو وزارت تېر کال د ١٤٠٠ هغو کسانو او شرکتونو لړ ليک خپور کړ، چې د افغانستان له کانونو يې په نا قانونه ډول ګټه اخيسته.

د دغه وزارت په وينا، چې ياد لړليک يې له عدلي بنسټونو سره هم شريک کړى و.

د ګڼ شمېر کانونو غير قانوني کيندنه په ځانګړي ډول د ګران بيه ډبرو استخراج لا هم د زورواکو له خوا جريان لري او دا ډبرې تر ډېره نورو هېوادونو په قاچاق لېږدول کېږي.

د ډبرو سکاره، کرومايت، رخام او پوند چې د سينګار په توکو کې کارول کېږي د هغو ډبرو له ډلې دي، چې په ناقانونه بڼه له هېواده بهر استول کېږي.

خو د کانونو او پېټروليم وزارت وايي، چې غير قانوني کيندنې په ځينو کانونو کې له دې ډلې د باميانو د ډبرو سکرو په ١١٠ صوفونو کې جريان درلود، چې د دغه وزارت او امنيتي ارګانونو په همکارۍ ودرول شو.

د کانونو او پېټروليم وزارت وياند محمدرفيع رفيق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه وزارت يو کال وړاندې يوه څېړنه ترسره کړه، چې له مخې يې ١٤٠٠ هغه ساحې مشخصې شوې، چې نا قانونه استخراج ترې کېده.

هغه زياته کړه: ((کانونو وزارت دغه لړليک عدلي او قضايي ارګانونو ته واستاوه، خو نه پوهېږم چې دغو بنسټونو د غيرقانوني استخراج د عاملينو پر وړاندې څه اقدامات کړي دي.))

صديقي زياته کړه: ((موږ ټولې ساحې تر څېړنې وروسته دوى ته ور وپېژندې.))

خو د ياد وزارت وياند په دې اړه، چې ولې يې دا موضوع په څارنوالۍ کې نه ده تعقيب کړې، څه ونه ويل.

صديقي څرګنده کړه، چې د کانونو قاچاق يوه عمده اندېښنه ده او وزارت يې د دغه فهرست له خپرولو وروسته، تر خپل وسه له کانونو د ناقانونه استخراج د مخنيوي په اړه اقدامات کړي دي.

د ده په خبره، په باميانو کې په ځانګړي ډول د کليچ او اشپشته د ډبرو سکرو له حوزې او يو شمېر نورو کانونو په نا قانونه ډول کار اخيستل کېده، چې دغه وزارت يې مخه ونيوله.

سره له دې چې د کانونو وزارت وياند ټينګار وکړ، چې دغه وزارت امنيتي ځواک نه لري، چې د کانونو د خپلسرو کيندنو مخه ونيسي او په دې موضوع کې ښکېل اشخاص او شرکتونه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

د کانونو وزارت دغه چارواکي له عدلي او قضايي ارګانونو وغوښتل، چې په دې برخه کې له وزارت سره زياته همکاري وکړي.

خو د لويې څارنوالۍ وياند بصير عزيزي وويل، چې تر اوسه داسې کوم لېست نه دى ورسېدلى، چې د کانونو په ناقانونه سپړنه کې د ښکېلو اشخاصو او شرکتونو نومونه په کې وي.

هغه پژواک ته وويل: ((لويه څارنوالي له کانونو وزارت څخه غواړي، چې د دې ډول کسانو لېست له شواهدو او اسنادو سره ژر تر ژره لويې څارنوالۍ ته د څېړنې د پروسې لپاره واستوي، څو دغه ارګان له سرغړوونکو سره قانوني چلند وکړي.))

د عزيزي په خبره، څارنوالۍ تر اوسه له کانونو وزارت څخه دوسيې ترلاسه کړې، خو په مشخص ډول يې په دغو مشخصاتو څه نه دې ترلاسه کړي، که يې ترلاسه کړي واى، اوس به يې پرې قانون پلى کړى و.

د دغه لېست له مخې، د کابل ښار د جګدلک د ياقوتو کان په ساحه کې له ٥٠ زيات هغه ځايونه ثبت شوي، چې نا قانونه کيندنې په کې روانې دي او له دې ډلې يې ١٠ ساحې نا امنې دي.

همدارنګه د دغه لېست له مخې، په ميدان وردګو، لوګر، خوست، کندوز، پکتيکا او پکتيا کې هم د ودانيزو ډبرو ترڅنګ د کرومايت ډبرو يوه زياته برخه هم د ځايي متنفذينو له خوا تر کيندنو وروسته قاچاق کېږي.

اروزګان هم يو له هغو ولايتونو دى، چې ويل کېږي، د ودانيزو ډبرو او فلورايټ ناقانونه خپلسرى استخراج په کې روان دى.

د کانونو او پېټروليم وزارت په ويبپاڼه کې خپاره شوي معلومات څرګندوي، چې د دغه ولايت په خنج سيمه کې د زمردو کان چې ٩ کاري محلونه او صوفونه لري او همدارنګه د سپين رنګه زمرود، اقلات، زهراخيل، ګيچري او د پريان زمردو کان له ٥٠ صوفونو خلک او په ځانګړي ډول زورواکي په ناقانونه ډول استخراج کوي.

ويل کېږي چې د هلمند د خانشين د دېشو ساحو د رخام ډبرې هم د ځايي خلکو په ځانګړي ډول د زورواکو له خوا استخراجېږي او تر اوسه په کې ښکېل کسان د ناامنۍ له امله نه دي پېژندل شوي.

په دغه لېست کې راغلي، چې د بدخشان ولايت د لاجوردو کان له څلورو ساحو په ځانګړي ډول په جندک سيمه کې د ځايي متنفذينو له خوا غيرقانوني سپړنه روانه ده.

د سمنګان ولايت په اړه هم ويل شوي، چې د دهنه تور په ساحه کې له ٥٠ زيات او په شباشک کې له ١٢٠ زيات د ډبرو سکرو کانونه شته، چې د ځايي خلکو له خوا يې کيندنه کېږي.

دغه وزارت په ميدان وردګو ولايت کې هم ٤٣ کانونه تشخيص کړي او ويلي يې دي، چې ځايي زوراکي ترې په نا قانونه ډول کار اخلي.

د کانونو وزارت وايي، چې د کانونو له غيرقانوني استخراج سره سره په دې نه دي توانېدلي، چې په ځينو سيمو کې د دې چارې مخنيوى وکړي.

د بدخشان د کانونو رييس محمداکبر پژواک ته وويل، چې دې ادارې هڅه کړې، څو د بدخشان په بېلابېلو سيمو کې د کانونو د غير قانوني استخراج په اړه معلومات ترلاسه کړي او مخه يې ونيسي.

د ده په خبره، د همدې موخې لپاره يې ځيني تړونونه لاسليک کړي، څو کانونه په قانوني ډول استخراج شي او ټاکل شوې، چې دا طرحه د يو شمېر نورو کانونو په برخه کې هم پلې شي.

اکبز زياتوي، چې په دغه ولايت کې د رسوبي سرو زرو له غير قانوني استخراج پرته نور د دغه ولايت يو کان هم په غير قانوني ډول نه سپړل کېږي او هڅه کېږي چې د رسوبي سرو زرو کان د ناقانونه استخراج مخه هم ژر تر ژره ونيسي.

هغه وويل: ((د اوړي په موسم کې چې کله د اوبو کچه ښکته شي، نو خلک هم د خپلو شته وسايلو پر مټ د مينځلو له لارې سره زر استحصالوي، خو که خلک دا کار ونه کړي، نو نيزونه سره زر له ځان سره ترکمنستان ته وړي.

د بدخشان د کانونو رييس زياته کړه، چې په ١٣٩١ لمريز کال له يوه شرکت سره تړون وشو، څو د دغه ولايت د لاجوردو ډبرې په قانوني ډول استخراج کړي، هغه مهال پاکستان ته د لاجورد ډبرو د قاچاق مخه ونيول شوه، دا هغه ډبرې وې، چې پاکستان ته له قاچاق وروسته د همدې هېواد په نامه بهر ته لېږدول کېدې.

 

هغه زیاته کړه، چې د بيکادر سرو زرو کان تون هم له يوه ترکي شرکت سره لاسليک شوى، خو استخراج يې لا تر اوسه نه دي پيل شوى.

د بدخشان د کانونو رييس په خبره، چې ځينې کاني ډبرې لکه ګران بيه او نيمه ګران بيه دانې، چې ثابت حجم نه لري، د غرونو په څوکو کې پيدا کېږي، چې د خلکو له خوا پر لومړنيو وسايلو سره سپړل کېږي.

سره ددې چې دې ځايي چارواکي د خلکو له منځه د بې وزلۍ ورکولو او کار موندلو لپاره د خلکو سره د پنځو کانونو د تون خبره وکړه ، خو دبدخشان د کانونو رياست يوه کارکوونکي د نوم نه اخيستلو په شرط پژواک ته وويل، چې اوسمهال ددې ولايت ډېرى کانونه په ناقانونه ډول استخراجېږي.

د ده په خبره، د بدخشان ولايت د سرو زرو کان د ځايي زورواکو او د ملي شورا د ځينو غړو له خوا په ناقانونه ډول استخراج او قاچاق کېږي.

د بدخشان کانونو رياست دغه کارکونکي زياته کړه: ((د بېلګې په ډول د دغه ولايت په خاش سيمه کې يو کان شته، چې ځيني خلک ترې کار اخلي، حتى حکومت ته هم اجازه نه ورکوي، چې تر پوښښ لاندې يې راولي.))

په ورته وخت کې د ولسي جرګې غړى امان الله پيمان وايي، چې د بدخشان او پنجشېر ولايتونو خلک او ځيني نور کسان له کلونو راهيسې په لاجوردو کان کې کار کوي، خو نا قانونه استخراج يې سم نه دى.

هغه د دې پخلى وکړ، چې احتمالاً ځيني "ځانګړي کسان" هم تر يوې کچې په دغه کار کې ښکېل دي، خو دا موضوع دومره پراخه نه ده.

بل خوا په هلمند ولايت کې ځينې ځايي مشران او دمدني ټولنې غړي وايي، چې د امنيتي ځواکونو په شتون کې هم هره ورځ، په غير قانوني ډول د اېتسل شوو مرمر ډبرو څخه بار شوي په لسګونو موټر پاکستان ته قاچاق وړي.

په هلمند کې د مدني ټولنې يو فعال سردار محمد همدرد پژواک ته وويل، چې څو ځله يې دا موضوع له اسنادو او شواهدو سره خپره کړې ده، خو ددې ډول غير قانوني کارونو د مخنيوي لپاره کوم کار نه دى شوى.

 

د ده په خبره، د هلمند د مرمر ډبرو په ډېرو کانونو کې ناقانونه استخراج روان دى او حتى دغه کار د چاودنو په وسيله کېږي، چې ورسره ډبرې هم ماتېږي.

خو دا چې ولسي جرګې په دې اړه څه غبرګون ښودلى؟ د دې جرګې غړي امان الله پيمان وويل، چې په انفرادي بڼه د کانونو د غيرقانوني استخراج او قاچاق پر موضوع په دغه مجلس کې بحث شوى، خو تر اوسه په دې برخه کې کومه پرېکړه نه ده شوې.

په ولسي جرګه کې د بدخشان ولايت دغه استازي وويل، چې په دې وروستيو کې د کانونو د قانون پر مسوده په ولسي جرګه کې بحث وشو، خو په کې د شته نيمګړتياوو له امله تصويب نه شوه.

 هغه څرګنده کړه، چې د دغه قانون نه تصويبېدل له هغو دلايلو دي، چې تر اوسه د بدخشان د راغ سرو زرو کان تړون له هېڅ کوم شرکت سره نه دى شوى.

د دغه استازي په وينا، د کانونو د اوسني قانون مسوده، تر ډېره د ځينو اشخاصو په ګټه ده، خو هغه په دې اړه زيات معلومات ورنه کړل.

په افغانستان کې د روڼتيا د څار ادارې د کانونو برخې څېړونکى جاوېد نوراني، چې اداره يې د افغانستان پر ځمکنيو زېرمو د څار شبکې غړيتوب هم لري، د دې موضوع د پخلي ترڅنګ وويل، چې په افغانستان کې کاني توکي په نا قانونه توګه اېستل کېږي او وروسته بيا پاکستان، هند، سنګاپور او فرانسې ته لېږدول کېږي.

هغه وويل: ((هره ورځ دوه زره ټنه د ګرومايت ډبرې په ختيځو او مرکزي ولايتونو کې استخراج او د کرښې ها غاړه وړل کېږي، چې ګټه يې په حکومت کې دننه ځينو زورواکو او حتى په ځينو مواردو کې د دولت وسله والو مخالفينو ته رسېږي.))

د کابل ښار ځيني هټيوال هم په دې باور دي، چې په غير قانوني ډول د ايستل شوو ګران بيه ډبرو ګټه د زور واکو جېبونو ته ځي.

د کابل ښار د مرغ فروشۍ په کوڅه کې د ګران بيه ډبرو يو پلورونکى، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل: ((له بدخشان او پنجشېر ولايتونو څخه ګران بيه ډبرې د ځايي افرادو له خوا په موټرو کې دغه بازار ته راوړل کېږي او پلورل کېږي، چې دا خپله د کانونو قاچاق څرګندوي.))

 د کابل د کانونو رييس نجيب الله نوري د دې موضوع په غبرګون کې وويل، امکان نه لري، چې ګران بيه ډبرې دې د کابل ښار بازار ته قاچاق او ودې پلورل شي.

 

هغه وويل: ((د کابل ښار په کرخ غره ساحه کې ځيني شرکتونه په غير قانوني ډول د تره خېلو د ګرومايت ډبرو په استخراج کې ښکېل و، چې امنيتي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.))

د کابل د کانونو رييس په خبره، د خيرخانې په هزاره بغل سيمه کې يوه کاني ساحه ده، چې د يوه کس له خوا غصب شوې وه، چې د امنيتي ځواکونو له خوا تر نيولو وروسته بندي شو.

د ده د معلوماتو پر بنسټ په کابل کې د کانونو د غيرقانوني استخراج مخه نيول شوې او اوسمهال په دې برخه کې ١٨٠٠ شرکتونه ثبت شوي دي.

د کابل د حکاکانو ټولنې رييس محمدابراهيم هم وويل، چې د ګران بيو ډبرو سوداګري د هغو سوداګرو له خوا کېږي، چې له دولت سره يې تړون کړى. دوى دا ډبرې په خام ډول کارخانو ته وړي او تر چمتو کېدو وروسته يې پلوري.

هغه زياته کړه: ((پخوا به دا ډبرې پاکستان ته قاچاق کېدې، خو اوس د کانونو او سوداګرۍ وزارت له لارې په قانوني ډول د هوايي ډګرونو له لارې هندوستان ته لېږدول کېږي.))

دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته د کانونو وزارت له خوا په غير قانوني استخراج کې د ښکېلو ١٤٠٠ اشخاصو او شرکتونو لېست سپارلو ادعا د هغو کسانو ته د منلو وړ نه ده، چې په دې برخه کې څېړنه کوي.

 له دې ډلې د روڼتيا د څار بنسټ څېړونکي جاوېد نوراني وويل: ((که چېرې د کانونو وزارت دغه کار کړى واى، نو د رسنيو له خوا به هم د دغه وزارت د يوې لاسته راوړنې په ډول تر پوښښ لاندې راغلى و.))

هغه زياته کړه: ((په دې اړه په لومړني خپاره شوي لړليک کې يواځې د کابل د څو زورواکو نومونه راغلي وو، خو په دويم لړليک کې بيا د دغو کسانو نومونه حذف شول.))

همدارنګه د کاني توکو يوه کارپوه انجنير ستانه مير زهير چې د افغانستان د کانونو په اړه يې هم څېړنې او اثار لري وويل، چې د کانونو وزارت هغسې چې ادعا کوي، نه دى توانېدلى، چې دا کسان او شرکتونه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.

د زهير په باور، د افغانستان د کانونو ساتنه په مشخص ډول د هېواد د کانونو او پېټروليم وزارت دنده ده او دغه وزارت مکلف دى، چې په ولايتونو کې د خپلو اړوندو رياستونو له لارې امنيتي او عدلي ارګانونو ته له کانونو څخه د غير قانوني استخراج د مخنيوي په موخه خبر ورکړي.