د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بلخ والي خپلو اړوند ادارو ته له فساد سره په مبارزه کې د نه همکارۍ امر کړى

پژواک خبري اژانس 04.03.2014 12:08

مزارشريف (پژواک ١٢ کب ٩٢): د شمال زون له اداري فساد سره د مبارزې مسوولين وايي، چې د بلخ ولايت مقام له خوا رسماً د دغه ولايت دولتي ادارو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره تحريم کړې ده.

د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس شمس الله جاوېد د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان کال د لسمې مياشتې په لسم تاريخ د بلخ ولايت مقام له خوا د دغه ولايت ټولو دولتي ادارو ته مکتوب لېږل شوی، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره اړيکې پرې کړي.

د ياد مکتوب يوه کاپي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د رييس په لارښوونه د ده د فيسبوک له پاڼې (shamsullah jawed)، څخه، چې يو کس ورسره ټګ کړې وه، ترلاسه کړې ده.

دغه مکتوب، چې د بلخ د کمرګ رياست په نامه صادر شوی، په کې ليکل شوي: ((د دې په خاطر چې د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د ساحوي دفتر مسوول شمس الله جاوېد د خپلو ناسنجيده او غير مستندو کړنو په ترسره کولو د بلخ ولايت د خدمتګارو دولتي کارکوونکو د بدنامۍ لامل ګرځي، له خپلو وظيفوي صلاحيتونو ناوړه ګټه پورته کوي او ستونزې را ولاړوي؛ نو په همدې خاطر د بلخ ولايت ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه کېږي، چې د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د ساحوي دفتر د نوي رييس تر ټاکل کېدو پورې، د نوموړي له خوا په جوړېدونکو غونډو، مجلسونو او سيمينارونو کې له برخې اخيستو ډډه وکړي او همداراز د هغه مکتوبونو او غوښتونو ته ځواب ورنه کړي. درنښت

د بلخ والي ستر جنرال عطا محمد نور))

د مکتوب پر ترلاسه شوي تصوير کې د بلخ د والي عطا محمد نور لاسليک له ورايه ښکاري.

کله چې پژواک دغه مکتوب ټکي په ټکي د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له رييس شمس الله جاوېد سره شريک کړ؛ نو ويې ويل: ((سل په سلو کې همدا مکتوب د بلخ ولايت مقام له خوا د دغه ولايت دولتي ادارو ته استول شوی دی.))

نوموړي زياته کړه، چې د دغه مکتوب صادرول د افغانستان د اساسي قانون او د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د قانون د شپږمې مادې خلاف عمل دی.

په مکتوب کې د شمس الله جاوېد پر ځای د اداراي فساد پر وړاندې د مبارزې د نوي رييس د ټاکل کېدو په اړه شمس الله جاوېد وويل: ((زه د مرکزي دفتر لخ خوا ټاکل شوی يم، تر دې دمه زما د لرې کېدو يا تبديلۍ کوم خبر ما ته نه دی رسېدلی، که چېرې له دې وروسته داسې کېږي؛ نو په دې مانا به وي، چې د يو شخص په فرمايش زه لرې کېږم.))

نوموړي زياته کړه، له کومې ورځې چې دغه مکتوب د بلخ دولتي ادارو ته صادر شوی، له هماغې ورځې وروسته دوی د اداري فساد يوه پېښه هم نه ده ثبت کړې.

جاوېد وويل: ((موږ ته د همدې مکتوب له صادرېدو وروسته يو دولتي مامور هم مراجعه نه ده کړې.))

نوموړي زياته کړه، چې د دغه مکتوب له صادرېدو وروسته يې د اداري فساد په اړه څلور سترې جلسې جوړې کړې، چې د دوی د بلنې سربېره هم په کې کوم دولتي مامور ګډون نه دی کړی.

شمس الله جاوېد وويل، چې د ټول شمال زون په کچه بلخ هغه ولايت دی، چې د اداري فساد پر وړاندې يې دوی ته ډېر شکايتونه شوي دي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې دمه يې له کړو شکايتونو څخه ۲۴۴ دوسيې ثبت کړې، چې نږدې ۴۰ يې څارنوالۍ ته هم معرفي شوې دي.

د هغه په وينا، په يادو دوسيو کې ستره دوسيه د حيرتان بندر د اداري فساد په اړه ده او همداراز، د ځمکو غضب او د دولتي مامورينو له کاره د تېښتې پېښې دي.

د بلخ د والي وياند منير فرهاد هم پژواک اژانس ته د بلخ ولايت مقام له خوا د دغه ولايت دولتي ادارو ته د ياد مکتوب صادرېدل تاييد کړل.

نوموړي په دې اړه، چې د کومو لاملونو له وجې دا مکتوب صادر شوی؛ ډېر څه ونه ويل؛ خو زياته يې کړه، چې ټول مسايل په مکتوب کې روښانه شوي دي.