د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

چارواکي د بهسودو د نوي پول په جوړولو کې ناغيړي کوي

پژواک خبري اژانس 08.12.2013 11:40

جلال اباد ( پژواک ١٥ ليندۍ ٩٢ ) : سره له دې چې د ننګرهار چارواکو څو ځلې د بهسودو ددويم پول د جوړولو ژمنې کړې، خو تر اوسه يې هېڅ عملي ګام نه دى پورته کړى.

د ننګرهار، کونړ او نورستان د ٢٧ ولسواليو اوسېدونکي پر ننګرهاري چارواکو تور پورې کوي چې په خپلو دندو کې غفلت کوي او د بهسودو د نوي پول په جوړولو کې لټي کوي.

د بهسودو پول چې په هېواد کې تر ټولو لوى (٣٦٠ متره) اوږد پول او د استهلاک عمر يې بشپړ شوى دى.

څو کاله مخکې د دغه پله پر سر پر امريکايي ځواکونو دوه ځلې ځانمرګي بريدونه هم شوي چې له امله يې يوه برخه نړېدلې او اوس پرې اوسپنې اېښې دي.

پر دغه پله د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٧ ولسواليو خلک تګ او راتګ کوي، خپل هېواد ته د افغان کډوالو بېرته راستنېدل، د ننګرهار په بهسودو، کامې او دره نور ولسواليو کې د کونړ او نورستان د ګڼ شمېر خلکو اوسېدل د دې لامل شوي چې پر دغه پل ګڼه ګوڼه نوره هم ډېره شي.

تېر کال ( ١٣٩١ د کب مياشت) د ننګرهار د فوايد عامې رييس پژواک ته ويلي وو، چې يوه مياشت وروسته به يې چارې پيل شوې، خو دادى اته مياشتې تېرې شوې او يوه تېږه په بله نه ده اېښودل شوې.

دغه راز شاوخا ٤٠ ورځې ورځې مخکې د ننګرهار د هغه مهال سرپرست والي محمد حنيف ګردېوال په لسو ورځو کې د نوي پول دکار د پيلولو ژمنه کړې وه، خو دا ژمنه هم په هوا کې ولاړه.

د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک ولايت خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر ياد پله د ننګرهار تر څنګ د کونړ او نورستان ولايتونو لارې سپرې دي او د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله هره ورځ په ساعتونو، ساعتونو تړلى وي.

هغه زياته: ((د اندېښنې خبره دا ده چې ولې چارواکي وعدې کوي او بيا يې نه پوره کوي))

دى وايي، چې د بهسود پر پول ګڼې ګوڼې دوى ته ګڼ زيانونه اړولي دي، ډېرى وخت بېړني ناروغان پر خپل وخت روغتون ته نه شي رسولى.

د هغه په وينا، نور اړ دي چې د بهسودو پول ته څېرمه احتجاجي خيمه ووهي او ياده لاره د ترافيکو پر مخ وتړي.

د ګوشتې اوسيدونکى خيالي ګل پژواک ته وويل چې څۀ موده وړاندې يې له رسنيو څخه اورېدلي وو چې پر ياد پول به دوه اونۍ وروسته کار پيليږي خو دا دى ډېره موده ووته خو کار نه دى پيل شوى.

هغه زياته کړه: ((خلک ډېر زيات مشکلات لري، خداى مه کړه که دا پول ولويږي، څومره خلک به تباه شي او څومره مشکلات به وزيږوي))

د نوموړي په وينا، په دې وروستيو کې پرېکړه شوې چې د نورو ولسواليو له قومي مشرانو سره وګوري او د ياد پول پر وړاندې د دولت د بې غورۍ پر ضد لاريونونه او اعتصابونه وکړي.

په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازى او د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکى انجنير عبدالغفار قايل پژواک ته وويل، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې درې ځله د فوايد عامې وزير سره کتلي او هغوى ورته ډاډ ورکړى چې ډېر ژر به يې چارې پيل شي.

نوموړى وايي چې وزير ورته ويلي چې د پول د ډيزاين چارې پاى ته رسيدلي او  د ازاد رقابت له لارې يوې کمپنۍ هم قرارداد ګټلى دى.

د ولسي جرګې بل غړي حاجي ظاهر قدير پژواک ته وويل، چې د بهسودو د پله چارې که څه هم ځنډېدلې، خو له دوى سره ژمنې شوې چې ډېر ژر به يادې چارې ګړندۍ شي.

نوموړى وايي: (( زما د مالوماتو له مخې په دې اونۍ کې د وزارت او ګټوونکې کمپنۍ تر منځ د قرارداد مسله هم پاى ته رسيږي))

د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګيزې شينوارې پژواک ته وويل چې د بهسودو پول د جوړېدو چارې بې برخليکه دي او ولايتي چارواکي په کې د پخوا په څېر بيا هم بېغوري کوي.

نوموړې وايي چې د فوايد عامې له رييس سره ولايتي شورا هم کتلي او هغه ورته ډاډ ورکړى چې ډېر ژر به يې عملي چارې پيل شي.

د يوه ساختماني شرکت مشر انجنير اکرام الدين رسا پژواک اژانس ته وويل، چې د ياد پول وخت څو کاله وړاندې بشپړ شوى او په کار ده چې دولت په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.

هغه زياته کړه، چې د دغه پله ساختماني موادو خپل اصلي کيفيت له لاسه ورکړى او په ډېرې کمې زلزلې او يا هم د اوبو پر فشار سره ښايي له منځه ولاړ شي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي پژواک اژانس ته وويل چې د فوايد عامې رياست د ورکړيو معلوماتو له مخې د نوي پول د جوړېدو ټولې تخنيکي چارې پاى ته رسيدلي او د ازاد رقابت له لارې يوې کمپنۍ هم ياد قرارداد ګټلى دى.

ده وويل: (( په نږدې وخت کې به د وزارت او کمپنۍ تر منځ يو قرارداد لاسليک شي او مونږ هيله مند يو چې ډېر ژر به يې چارې هم پيل شي))

دى وايي چې د بهسودو پر زوړ پول د قير اچولو چارې بشپړې شوې چې له امله يې ستونزه لږه هواره شوې ده.

دا چې ولايتي ادارې له تېر يوه کال راهيسې په څو ځله مرکو کې د پول د عملي چارو د پېليدا نږدې نېټې ښودلي خو بيا يې ژمنې نه دي عملي کړي په اړه يې د والي وياند وايي: (( د فوايد عامې وزارت د معلوماتو په اساس مونږ وړاندې ځو، دا چې ولې هغوى دغه کار په تعويق کې اچوي، دا هغه پوښتنه ده چې ياد وزارت يې بايد ځواب کړي))

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د فوايد عامې وزارت نظر واخلي، خو له هغوى سره اړيکه ونه نيول شوه.