د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

طالبانو په قطر کې خپل دفتر تړلى

پژواک خبري اژانس 10.07.2013 15:14

کابل (پژواک،١٩چنګاښ٩٢): سپينه ماڼۍ وايي، سره له دې چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر تړلى ، خو امريکا د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني خبريالانو ته ويلي، چې که د افغانستان د سولې لپاره د قطر د دفتر له لارې هڅې بې پايلې وې، نو دوى به د سولې پر نورو لارو کار وکړي.

جي کارني زياته کړه:"که د دوحې دفتر له لارې هڅې بريالۍ نه شوې، موږ به د سولې نورې لارې ولټوو، ځکه بالاخره د افغانستان دسولې پروسه پر افغانانو پورې تړلې ده."

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړې ، چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر تړلى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي پرون په يوه خبري ناسته کې د افغانستان سوله له ننګونو ډکه پروسه وبلله ،خو ويې ويل، سره له دې امريکا هيله منه ده، چې طالبان بېرته خبرو ته راولي.

ساکي زياتوي:"موږ پوهېږو چې دا له ننګونو ډګه پروسه ده او لوړې ژورې لري، خو موږ ددې پروسې پرمخ له شته ستونزو سره سره لا هم هڅه کوو، چې دا پروسه مخ پر وړاندې يوسو."

هغې وويل ،چې د قطر دفتر د پرانيستل کېدو د څرنګوالي په اړه "ناسم پوهاوى" بايد د سولې د پروسې د وړاندې تګ مخه ونه نيسي.

د نړيوالو رسنيو راپورونه وايي، طالبانو په قطر کې خپل دفتر ، چې شاوخوا درې اونۍ مخکې پرانيستل شو، په موقت ډول د لوحې او بيرغ د ښکته کولو په اعتراض کې تړلى دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې وويل ،چې ځينې نور لاملونه هم ددې دفتر د تړل کېدو لامل شوي، خو نه غواړي د طالبانو په استازيتوب يې ووايي.

خو دې وويل ،چې په قطر کې طالبانو ته د دفتر پرانيستل کېدو موخه د طالبانو او د سولې د عالي شورا ترمنځ د خبرو لپاره اسانتيا رامنځته کول وو.

 دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو لپاره ((د افغانستان اسلامي امارت سياسي دفتر)) تر نوم لاندې د تېرې مياشتې په وروستيو کې په قطر کې دفتر پرانيستل شو او امريکا د دفتر تر پرانيستل کېدو لږ وروسته ور څخه ملاتړ وکړ.

خو افغان دولت ورسره سخت مخالفت وښود او له امريکا سره يې د امنيتي تړون پر سر خبرې وځنډولې.

افغان دولت وايي، له دغه دفتر سره يې ځکه مخالفت کړى، چې د امريکا د متحدو ايالتونو او افغانستان تر منځ د شوې هوکړې خلاف جوړ شوى دى.

خو وروسته امريکايي چارواکو وويل، چې له ياد دفتر څخه د اسلامي امارت په نوم لوحه او د طالبانو بيرغ لرې شوي دي.