د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

"د اسامه د وژلو په عملياتو کې له امريکايي پوځ سره ځمکنۍ مرسته شوې وه"

پژواک خبري اژانس 09.07.2013 11:50

کابل (پژواک ١٨ چنګاښ ٩٢ ) : د اسامه بن لادن د وژل کېدو په اړه جوړ شوي پاکستاني کمېسيون د امريکايي ځواکونو عمليات د حکومت او پوځ ناکامي بللې، خو دا يې هم ويلي چې له امريکايي ځواکونو سره ځمکنۍ مرسته شوې وه.

ځانګړو امريکايي ځواکونو د ١٣٩٠ لمريز کال د غويي په ١١مه، د پاکستان په ايبټ اباد ښار کې عمليات ترسره کړل او دالقاعدې مشر اسامه بن لادن يې وواژه.

هغه مهال پاکستان پخپله خاوره کې داسامه بن لادن له اوسېدو او د ترسره شويو امريکايي عملياتو په اړه يې ناخبري ښودلې وه.

په ايبټ اباد کې دامريکايي ځواکونو دعملياتو او د اسامه د وژل کېدو په اړه د څيړنو لپاره د سترې محکمې د يوه پخواني متقاعد قاضي جاوېداقبال په مشرۍ درې کسيز کمېسيون جوړ شوى و، چې تر نږدې يوه کال پورې يې په دې اړه څېړنې وکړې.

دغه کمېسيون له پوځ ،استخباراتو، حکومتي چارواکو، د اسامه له ښځو ، د ايبټ اباد له اوسېدونکو او د ژوند له بېلابېلو برخو سره تړاو لرونکو شاوخوا ١٠٠ تنو څخه په دې اړه څېړنې او پوښتنې کړې وې.

څو مياشتې مخکې دغه کمېسيون خپل راپور حکومت ته وسپاره او دا يې د حکومت واک وباله ،چې دا راپور خپروي او که يې پـټ ساتي، خو حکومت تر اوسه نه دى خپور کړى.

خو د پاکستان جيو تلوېزيون، بي بي سي او الجزيرې تلوېزيون ددې پټ راپور ځينې برخې ترلاسه کړې دي.

په دې راپور کې يادونه شوې، چې داسامه د وژلو په عملياتو کې امريکايي ځواکونو ته په ايبټ اباد کې ځمکنۍ مرسته ترلاسه شوې وه. خو دايې نه دي ويلي، چې دا مرسته چا کړې وه؟

سرچينې زياته کړې، چې د کمېسيون غړو هڅه کړې وه، چې په دې اړه د ولسمشر زرداري، د پوځ مشر جنرال کياني او لومړي وزير ګيلاني نظر هم واخلي، خو هغوى د نظر له ورکولو ډډه کړې وه.

ياد کمېسيون پخپل راپور کې ويلي،چې په پاکستان کې داسامه شتون په اړه کوم  فرد يا اداره مسووله نه ده ، خو استخباراتي ادارې ( اى اېس اى) بايد په دې اړه اطلاع ورکړې واى.

په راپور کې راغلي، چې د امريکايي ځواکونو تر عملياتو پيلېدو څو ساعته مخکې په اسلام اباد کې د امريکا له سفارت څخه پنځه موټر د ايبټ اباد په لوري خوځيدلي وو.

د پاکستان د هوايي ځواکونو مشر جنرال قمر سليمان کمېسيون ته ويلي ، چې له افغانستان سره په ګډه پوله دوى د قوي رادار سيستم نه درلود، ځکه دوى له دې عملياتو خبر نه شول.

په راپور کې داهم راغلي ، چې د پوځ مشر جنرال کياني د ټېلېفون په وسيله د هوايي ځواک قوماندان ته په دې اړه معلومات ورکړل او دامريکايي چورلکو د ويشتلو امر يې وکړ، خو دا امر ډېر ناوخته ورکړل شوى و، ځکه چې امريکايي چورلکې د پاکستان له خاورې وتلې وې.

د ياد کمېسيون په راپور کې راغلي، چې امريکايي ځواکونو د اسامه تر وژلو وروسته د هغه له کور څخه د سرو زرو او نورو قيمتي ډبرو يو صندوق او دهغه وصيت نامه هم له ځانه سره يوړل.

په دې راپور کې د پاکستان پر ملکي او پوځي چارواکو سختې نيوکې شوي او هغوى يې پر وظيفوي غفلت تورن کړي دي.

امريکا ويلي و، چې له دې عملياتو يې موخه داسامه ژوندى نيول و، خو په راپور کې راغلي، چې د امريکايي ځواکونو موخه داسامه نيول نه، بلکې وژل و .

ياد کمېسيون دامريکايي ځواکونو دغه کار يو مجرمانه عمل ګڼل دى.

په دغه راپور کې راغلي ، چې اسامه  نهه کاله په پاکستان کې و او شپږ کاله يې په ايبټ اباد کې تېر کړي و .

کمېسيون راپور کې ويلي ، په کوم کال کې چې اسامه ووژل شو، په همدې کال کې د القاعدې يو بل مهم مشر له ايبټ اباد څخه نيول شوى و.

په دې راپور کې د پاکستان د استخباراتي ادارې يوه پخواني چارواکي په ډاګه کړې، چې دا هم له امکان څخه لرې نه ده، چې د القاعدې اوسنى مشر ايمن الظواهري به هم په پاکستان کې وي.