د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان ملت ګوند غړو فزيکي شخړه وکړه

پژواک خبري اژانس 05.08.2013 13:44

کابل (پژواک ١٤ زمری ٩٢): د "افغان سوسيال ډيموکرات ګوند" ټاکنو ته د احتمالي نوماند د پېژندلو پر مهال د ځينو هغو کسانو له مخالفت سره مخ شو، چې ځانونه يې د افغان ملت ګوند غړي بلل، غونډه ګډوډه او تر منځ يې فزيکي شخړه رامنځته شوه.

محمد امين واکمن چې د افغان سوسيال ډيموکرات ګوند مشري پرغاړه لري، ځان د افغان ملت اصلي ګوند بولي، خو يو شمېر نور دغه ادعا ردوي او وايي چې افغان ملت هغه ګوند دى، چې مشري يې ستانه ګل شېرزاد پرغاړه لري.

د افغان ملت ګوند افتخاري رياست د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي پر غاړه لري.

د افغان سوسيال ډيموکراټ ګوند مشر محمدامين واکمن په نننۍ غونډه کې ځان د ټاکنو احتمالي کانديد اعلان کړ او ويې ويل: ((موږ له هر کس او سازمان سره چې زموږ د ګوند د موخو سره موافق وي، حاضر يو چې اتحاد وکړو، له دې نه پرته ګوند، زه د خپلواک کانديد په توګه ټاکنو ته معرفي کړى يم.))

هغه حکومت د ټاکنو په ترسره کولو کې پاتې وباله، زياته يې کړه چې بايد يو انتقالي حکومت رامنځته شي، تر څو رڼې ټاکنې ترسره کړي.

واکمن زياته کړه، چې افغان سوسيال ډيموکرات ګوند د راتلونکو ټاکنو په اړه په دې اند دى چې بايد هر ډول ژبني، قومي، سمتي او مذهبي توپيرونه له منځه ولاړ شي، څو په ملي يووالي ولاړ حکومت رامنځته شي.

د وينا پر مهال، يو شمېر ګډونوال چې ځانونه يې د ستانه ګل شېرزاد په مشرۍ د افغان ملت ګوند غړي معرفي کول، د غونډې د دوام مخنيوى وکړ او دغه مخالفت د فزيکي نښتي لامل شو.

د غونډې سمبالوونکو غوښتل چې مخالفين وباسي، خو هغوى د دې خبرې په کولو سره، چې د افغان ملت له نوم څخه څوک ناسمه استفاده وکړي، غونډه يې ګډوډه وکړه، لاس او ګرېوان شول.

د افغان ملت د رييس سلاکار محمدولي وزيري وويل، چې دغه غونډه له افغان ملت څخه د تازه ملاتړ په خاطر جوړه شوې وه، خو افغان سوسيال ډيموکرات ګوند موضوع بلې خوا ته يوړه او خپل دريځ يې د ټاکنو په اړه اعلان کړ.

هغه زياته کړه، چې څو مياشتي مخکې له ټول هېواد څخه د استازو  په ګډون يوه لويه کنګره جوړه شوې وه او د رايو په اکثريت يې ستانه ګل شېرزاد د رييس او انوارالحق احدي يې د افتخاري رييس په توګه و ټاکل.

وزيري ګواښ وکړ: ((موږ به پرې نه ږدو چې افغان ملت په مختلفو برخو ووېشل شي او له نوم څخه يې استفاده وشي.))

د افغان ملت ګوند دغه غړى ادعا کوي، هغه کسان چې نننۍ غونډه يې جوړه کړې وه، څو مشخص کسان دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره دغه ډول غونډې جوړوي.

د هغه په وينا، افغان ملت ګوند د ستانه ګل شېرزاد په مشرۍ رسمي جواز لري او په عدليې وزارت کې ثبت دى، خو ځيني نور کسان د (افغان سوسيال ډيموکرات ګوند) په نوم د افغان ملت له نوم څخه استفاده کوي او وزارت بايد د يادو پېښو مخه ونيسي.

د ويلو ده، دوه کاله وړاندې د افغان ملت ګوند د مشر انوارالحق احدي په نه شتون کې، محمد امين واکمن د دغه ګوند د يو شمېر غړو له خوا د دغه ګوند د مشر په توګه وټاکل شو.