د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مشرانو جرګه: د مرسي لرې کول د مصريانو رايو ته بې احترامي ده

پژواک خبري اژانس 07.07.2013 17:28

مشرانو جرګه: د مرسي لرې کول د مصريانو رايو ته بې احترامي ده

کابل ( پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢ ): د افغانستان مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، له پوځي لارې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي لرې کول د ډيموکراسۍ او نړيوالو قوانينو خلاف عمل دى.

د مصر پوځ وروسته له هغه د اخوان المسلمين ګوند حکومت د چنګاښ په ١٢مه ړنګ او ولسمشر محمد مرسي يې له يو شمېر کسانو سره بندي کړ، چې لسګونو زرو مصريانو د حکومت پر ضد له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وکړل.

مرسي يو کال وړاندې په ټولټاکنو کې د څه باندې  ٥١ سلنې رايو په ترلاسه کولو د مصر ولسمشر وټاکل شو.

په مشرانو جرګه کې د کاپيسا استازي مولوي محي الدين منصف نن د دې جرګې په عمومي غوڼډه کې د مصر پوځ له خوا د مرسي له واکه ګوښه کول پوځي کودتا او د ډيموکراتيکو اصولو خلاف ناقانونه کار وباله.

دى وايي، چې د مصر ولسمشر د دغه هېواد له اساسي قانون او د خلکو د رايو له لارې ټاکل شوى و او پر وړاندې يې د پوځ کړنه د غندنې وړ ده.

منصف زياته کړه: ((مرسي او پلويانو يې هيله درلوده، چې په دغه هېواد کې يو قانوني حکومت رامنځته کړي څو له دې لارې ځان خپلو اسلامي مرامونو ته ورسوي.))

د ده په اند، کله چې د نړۍ په يوه اسلامي هېواد کې ستونزې پيدا کېږي، دا ستونزې نورو اسلامي هېوادونو ته هم غځېږي او هلته هم ستونزې پيدا کوي.

په ياده جرګه کې د بغلان استازي عبدالولي راجي وويل: "په مصر کې د يهودو او نصاراوو غلامانو مرسي او د هغه پلويانو ته وخت ور نه کړ، چې په دغه هېواد کې د اسلامي حکومت ستنې ټينګې کړي."

هغه زياته کړه: ((چېرې دي هغه کسان، چې ټوله ورځ د ډيموکراسۍ نارې وهي او اوس د مرسي او د مصر د ميلونونو خلکو رايه مسخره کېږي.))

د ده په اند، ملګري ملتونه هم په دې برخه کې د کوم غبرګون ښودلو ته چمتو نه دي، ځکه ملګري ملتونه تل د امريکا د متحدو ايالتونو تر امر لاندې عمل کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ملګرو ملتونو او د امريکا متحدو ايالتونو په مصر کې د ياد پوځي عمل په اړه اندېښنه ښکاره کړې او غوښتنه يې کړې، چې چارې ملکي حکومت ته وسپارل شي.

راجي له جرګې غوښتنه وکړه، چې د مصر د پوځ ياده کړنه د يو پرېکړه ليک په صادرولو سره وغندي، خو جرګې داسې کوم پرېکړه ليک صادر نه کړ.

په ياده جرګه کې د کابل استازي خالقداد بلاغي وويل: ((د مصر خاينه اردو بالاخره په دې وتوانېده، چې په دغه هېواد کې د خلکو له خوا جوړ شوى حکومت ړنګ کړي.))

د هغه په وينا، په دغه کار سره په مصر کې د ميليونونو خلکو رايو ته بې احترامي وشوه او له دې ستونزې سره به ډېر ژر نور اسلامي هېوادونه هم مخ شي.

د بلاغي په ګډون د جرګې يو شمېر نورو غړو هم له دندې د مرسي ګوښه کېدل په کلکو ټکو وغندل.

د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې د مصر پر منتخب حکومت کودتا د غندلو وړ ده.

دى وايي، چې په دې کار سره په مصر کې د ډيموکراسۍ اصول تر پښو لاندې شوي او نړيوال قوانين مات شوي دي.