د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پژواک خبري اژانس

25.03.2014 08:47    |   پژواک خبري اژانس کامې ولسوالۍ کې قلم راډيو پر بمونو الوځول شوه

جلال اباد (پژوک ٤ ورى ٩٣): د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د قلم په نوم يوه سيمه ييزه راډيو پر ماينونو الوځول شوې ده. د ننګرهار د والي وياند د وري په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار وختي رامنځته شوه. هغه زياته کړه، چې پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې، خو تر اوسه دا څرګنده نه ده، چې په دې پېښه کې به د چا لاس وي. د دې راډيو مسوول انعام الله مياخېل پژواک اژانس ته وويل، چې ناپېژانده وسله والو تېره شپه د دې راډيو د ودانۍ په څو برخو کې ماينونه ځاى پر ځاى کړي وو او بيا يې ورته چاودنه ورکړې ده.

04.03.2014 12:08    |   پژواک خبري اژانس د بلخ والي خپلو اړوند ادارو ته له فساد سره په مبارزه کې د نه همکارۍ امر کړى

مزارشريف (پژواک ١٢ کب ٩٢): د شمال زون له اداري فساد سره د مبارزې مسوولين وايي، چې د بلخ ولايت مقام له خوا رسماً د دغه ولايت دولتي ادارو د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې اداره تحريم کړې ده. د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس شمس الله جاوېد د کب په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان کال د لسمې مياشتې په لسم تاريخ د بلخ ولايت مقام له خوا د دغه ولايت ټولو دولتي ادارو ته مکتوب لېږل شوی، چې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې له ادارې سره اړيکې پرې کړي.

06.02.2014 08:57    |   پژواک خبري اژانس د کانونو په ناقانونه کيندنو تورن کسان او شرکتونه لا هم نه دي پوښتل شوي

د کابل د حکاکانو ټولنې رييس محمدابراهيم هم وويل، چې د ګران بيو ډبرو سوداګري د هغو سوداګرو له خوا کېږي، چې له دولت سره يې تړون کړى. دوى دا ډبرې په خام ډول کارخانو ته وړي او تر چمتو کېدو وروسته يې پلوري. هغه زياته کړه: ((پخوا به دا ډبرې پاکستان ته قاچاق کېدې، خو اوس د کانونو او سوداګرۍ وزارت له لارې په قانوني ډول د هوايي ډګرونو له لارې هندوستان ته لېږدول کېږي.)) دا اندېښنې داسې مهال څرګندېږي، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته د کانونو وزارت له خوا په غير قانوني استخراج کې د ښکېلو ١٤٠٠ اشخاصو او شرکتونو لېست سپارلو ادعا د هغو کسانو ته د منلو وړ نه ده، چې په دې برخه کې څېړنه کوي. له دې ډلې د روڼتيا د څار بنسټ څېړونکي جاوېد نوراني وويل: ((که چېرې د کانونو وزارت دغه کار کړى واى، نو د رسنيو له خوا به هم د دغه وزارت د يوې لاسته راوړنې په ډول تر پوښښ لاندې راغلى و.)) هغه زياته کړه: ((په دې اړه په لومړني خپاره شوي لړليک کې يواځې د کابل د څو زورواکو نومونه راغلي وو، خو په دويم لړليک کې بيا د دغو کسانو نومونه حذف شول.)) همدارنګه د کاني توکو يوه کارپوه انجنير ستانه مير زهير چې د افغانستان د کانونو په اړه يې هم څېړنې او اثار لري وويل، چې د کانونو وزارت هغسې چې ادعا کوي، نه دى توانېدلى، چې دا کسان او شرکتونه عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني. د زهير په باور، د افغانستان د کانونو ساتنه په مشخص ډول د هېواد د کانونو او پېټروليم وزارت دنده ده او دغه وزارت مکلف دى، چې په ولايتونو کې د خپلو اړوندو رياستونو له لارې امنيتي او عدلي ارګانونو ته له کانونو څخه د غير قانوني استخراج د مخنيوي په موخه خبر ورکړي.

08.12.2013 11:40    |   پژواک خبري اژانس چارواکي د بهسودو د نوي پول په جوړولو کې ناغيړي کوي

پر دغه پله د ننګرهار، کونړ او نورستان ولايتونو د ٢٧ ولسواليو خلک تګ او راتګ کوي، خپل هېواد ته د افغان کډوالو بېرته راستنېدل، د ننګرهار په بهسودو، کامې او دره نور ولسواليو کې د کونړ او نورستان د ګڼ شمېر خلکو اوسېدل د دې لامل شوي چې پر دغه پل ګڼه ګوڼه نوره هم ډېره شي. تېر کال ( ١٣٩١ د کب مياشت) د ننګرهار د فوايد عامې رييس پژواک ته ويلي وو، چې يوه مياشت وروسته به يې چارې پيل شوې، خو دادى اته مياشتې تېرې شوې او يوه تېږه په بله نه ده اېښودل شوې. دغه راز شاوخا ٤٠ ورځې ورځې مخکې د ننګرهار د هغه مهال سرپرست والي محمد حنيف ګردېوال په لسو ورځو کې د نوي پول دکار د پيلولو ژمنه کړې وه، خو دا ژمنه هم په هوا کې ولاړه. د بهسودو ولسوالۍ قومي مشر ملک ولايت خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر ياد پله د ننګرهار تر څنګ د کونړ او نورستان ولايتونو لارې سپرې دي او د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله هره ورځ په ساعتونو، ساعتونو تړلى وي.

05.08.2013 12:44    |   پژواک خبري اژانس د افغان ملت ګوند غړو فزيکي شخړه وکړه

د افغان ملت ګوند غړو فزيکي شخړه وکړه

15.07.2013 15:38    |   پژواک خبري اژانس ولسي جرګې د نفوسو احوال د ثبت قانون طرحه تصويب کړه

ولسي جرګې د نفوسو احوال د ثبت قانون طرحه تصويب کړهBy

11.07.2013 10:49    |   پژواک خبري اژانس امريکا د ٣٤ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ شوى پوځي مرکز ورانوي

امريکا د ٣٤ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ شوى پوځي مرکز ورانوي

10.07.2013 14:14    |   پژواک خبري اژانس طالبانو په قطر کې خپل دفتر تړلى

کابل (پژواک،١٩چنګاښ٩٢): سپينه ماڼۍ وايي، سره له دې چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر تړلى ، خو امريکا د افغانستان د سولې له پروسې خپل ملاتړ ته دوام ورکوي. د سپينې ماڼۍ وياند جي کارني خبريالانو ته ويلي، چې که د افغانستان د سولې لپاره د قطر د دفتر له لارې هڅې بې پايلې وې، نو دوى به د سولې پر نورو لارو کار وکړي. جي کارني زياته کړه:"که د دوحې دفتر له لارې هڅې بريالۍ نه شوې، موږ به د سولې نورې لارې ولټوو، ځکه بالاخره د افغانستان دسولې پروسه پر افغانانو پورې تړلې ده." د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تاييد کړې ، چې طالبانو په قطر کې خپل دفتر تړلى دى. د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې جن ساکي پرون په يوه خبري ناسته کې د افغانستان سوله له ننګونو ډکه پروسه وبلله ،خو ويې ويل، سره له دې امريکا هيله منه ده، چې طالبان بېرته خبرو ته راولي.

09.07.2013 10:50    |   پژواک خبري اژانس "د اسامه د وژلو په عملياتو کې له امريکايي پوځ سره ځمکنۍ مرسته شوې وه"

"د اسامه د وژلو په عملياتو کې له امريکايي پوځ سره ځمکنۍ مرسته شوې وه"

07.07.2013 16:28    |   پژواک خبري اژانس مشرانو جرګه: د مرسي لرې کول د مصريانو رايو ته بې احترامي ده

مشرانو جرګه: د مرسي لرې کول د مصريانو رايو ته بې احترامي ده کابل ( پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢ ): د افغانستان مشرانو جرګې ځينې غړي وايي، له پوځي لارې د مصر د پخواني ولسمشر محمد مرسي لرې کول د ډيموکراسۍ او نړيوالو قوانينو خلاف عمل دى. د مصر پوځ وروسته له هغه د اخوان المسلمين ګوند حکومت د چنګاښ په ١٢مه ړنګ او ولسمشر محمد مرسي يې له يو شمېر کسانو سره بندي کړ، چې لسګونو زرو مصريانو د حکومت پر ضد له تاوتريخوالي ډک لاريونونه وکړل. مرسي يو کال وړاندې په ټولټاکنو کې د څه باندې ٥١ سلنې رايو په ترلاسه کولو د مصر ولسمشر وټاکل شو. په مشرانو جرګه کې د کاپيسا استازي مولوي محي الدين منصف نن د دې جرګې په عمومي غوڼډه کې د مصر پوځ له خوا د مرسي له واکه ګوښه کول پوځي کودتا او د ډيموکراتيکو اصولو خلاف ناقانونه کار وباله.

22.06.2013 09:05    |   پژواک خبري اژانس هندوستان د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو مخالفت وکړ

کابل ( پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢ ) : هندوستان وايي، چې د افغانستان دسولې په پروسه کې بايد له " سرې کرښې " څخه تجاوز ونه شي. دغه څرګندونې د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد د غبرګولي په ٣٠مه، په بغداد کې خبريالانو ته کړي، چېرته چې هغه عراق ته په دوه ورځني رسمي سفر تللى دى . نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې دوه ورځې مخکې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر پرانېستل شو او ټاکل شوې وه، چې په دغه دفتر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې پيل شي، خو د افغان حکومت تر سخت غبرګون وروسته دا خبرې وځنډېدې.

19.06.2013 07:49    |   پژواک خبري اژانس په قطر کې د طالبانوسياسي دفتر پرانيستل شو

کابل (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩٢): د راپورونو له مخې، په قطر کې د وسله والو طالبانو سياسي دفتر پرانيستل شو. يوې سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د وسله والو طالبانو دفتر نن (د غبرګولي ٢٨مه) د مازيګر په شاوخوا شپږ نيمو بجو رسما پرانيستل شو. سرچينې زياته کړه، د دې دفتر د پرانيستې په مراسمو کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت او وسله والو طالبانو استازو او د قطر چارواکو برخه اخيستې وه. له بلې خوا وسله وال طالبان وايي، چې ياد دفتر يې له نړيوالو سره د خبرو کولو او اړيکو د ښو کولو په موخه پرانيستى دى. د وسله والو طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوى د ګاونډيو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام په نظر کې نيولو سره ښې اړيکې غواړي او په خپل هېواد کې له امنيت سره سره په نړيواله کچه د امنيت او عدالت غوښتونکي دي.

18.06.2013 08:31    |   پژواک خبري اژانس حکومت او جهادي مشرانو په قطر کې طالبانو ته د دفتر له جوړېدو سره موافقه وکړه

کابل( پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٢ ): جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو له ولسمشر حامد کرزي سره په مشورتي غوڼده کې ټینګار وکړ،چې افغانستان سولې ته د رسېدو لپاره له طالبانو سره د خبرو په موخه په قطر کې د دفتر له جوړیدو سره موافقه لري. دغه ټکى په هغه خبرپاڼه کې راغلى، چې د ولسمشرۍ مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده. د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ، په دغه مشورتي غونډه کې، چې نن د حامدکرزي په مشرۍ د هېواد د جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو په ګډون په ارګ کې جوړه شوه،د سولې د بهیر او په دې اړه د وروستیو رامنځته شویو انکشافاتو په هکله خبرې وشوې.

17.06.2013 13:51    |   پژواک خبري اژانس زورواکو د غزني تاريخي ساحې غصب کړي

غزني (پژواک ۲٧ غبرګولی): چارواکي او خلک وايي، چې د غزني ښار ډېرى تاريخي ساحې د زورواکو له لوري غصب شوي او په کې خپلسرې ودانۍ جوړې شوې دي. د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي وايي، چې د ښار په سوېل ختيځه څنډه کې ډېرې تاريخي ساحې خلکو لاندې کړې دي. نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، د روضې په کلي او دغه راز د دوو تاريخي منارو تر څنګ سيمه کې خپلسرې ودانۍ جوړې شوې او چا يې مخه نه ده نيولې.

17.06.2013 08:36    |   پژواک خبري اژانس سرچينه: د انوارالحق احدي پر نوماندۍ هوکړه شوې

کابل (پژواک،٢٦غبرګولى ٩٢): يوه باوري سرچينه وايي، چې د ځينو ګوندونو له خوا راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته د انوارالحق احدي پر نوماندۍ هوکړه شوې ده، خو په خپله احدي او ګوندونو د دې هوکړې پخلى لا نه دى کړى. يادې سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک خبري اژانس ته وويل، د تېرې جمعې په ورځ (د غبرګولي ٢٤مه) د حاجي محمدمحقق په کور کې يو شمېر ګوندونو غونډه کړې او د احدي پر نوماندۍ يې موافقه کړې ده. ده زياته کړه، په دې غونډه کې د وحدت ګوند له مشر محقق سربېره د حزب اسلامي ګوند مشر عبدالهادي ارغنديوال، د کورنيو چارو پخواني وزير حنيف اتمر، د جنرال دوستم په استازيتوب د ولسي جرګې غړي فيض الله ذکي او د سوداګرۍ وزير انوارالحق احدي ګډون درلود.

11.06.2013 13:55    |   پژواک خبري اژانس فهيم: پر ډيورنډ کرښه خبرو ته حاضر يو

د ولسمشر لومړى مرستيال د ډيورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ ستونزه بولي او وايي، افغان دولت حاضر دى چې د مذاکرې له لارې دې ستونزې ته د حل معقوله لار پيدا کړي. دا په داسې حال کې ده، چې افغان ولسمشر حامد کرزي د غويي په ١٤مه وويل، چې هېڅکله به د ډيورنډ کرښه په رسميت ونه پېژني او په اړه يې ان خبرو ته هم حاضر نه دى. کرزي ويلي وو، چې پاکستان په سرحدي سيمو کې د ستونزو د راولاړولو له لارې غواړي د افغانستان خلک د ډيورنډ کرښې په اړه خبرو ته اړ باسي او دا کرښه په رسميت وپېژني. د ولسمشر لومړى مرستيال محمدقسيم فهيم چې نن يې د واليانو ملي کنفرانس ته په کابل کې خبرې کولې، ډيورنډ د افغانستان او پاکستان تر منځ بېلوونکې کرښه وبلله او ويې ويل، چې له امله يې تل د دواړو غاړو خلک ځورېدلي دي. فهيم وړانديز وکړ، چې د ستونزې د حل په موخه دواړه هېوادونه د امريکا او ملګرو ملتونو په منځګړيتوب سره خبرو ته کېني. د ولسمشر مرستيال زياته کړه: "موږ تيار يو چې د پاکستان ګټې په معقولې طريقې سره داسې چې په مقابل کې د افغانستان د خلکو ګټې په ښکاره توګه ترلاسه او خوندي شي، په پام کې ونيسو او خپلې ستونزې حل کړو."

11.06.2013 07:57    |   پژواک خبري اژانس قطر د سولې د بهیر په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دی

کابل(پژواک،٢٠غبرګولى٩٢): قطر اعلان وکړ، چې د افغانستان د سولې بهیر د چټکتیا او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو لپاره د زمینې د برابرولو په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی. په هغه خبرپاڼه کې ،چې نن له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته راليږل شوې ، ويل شوي، چې دغه ژمنې د قطر امير له ولسمشر حامد کرزى سره په کتنه کې کړې دي.

27.12.2012 23:40    |   پژواک خبري اژانس حزب اسلامي : بهرنيان دې ووځي او جګړه دې ودرول شي

کابل ( پژواک ٧مرغومي ٩١): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتو، د جګړې د درېدواو د ٢٠١٤ کال په لومړيو کې د عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه کړې ده . د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د سولې د پلاوي غړي او د ياد شوي ګوند پخواني وياند قريب الرحمن سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حزب اسلامي خپل دغه دريځ د پاريس په غونډه کې د هېواد د ستونزې د حل لپاره څرګند کړى دي.

26.12.2012 20:45    |   پژواک خبري اژانس د ډيوې په قضيه کې د تورن قاضي ظهور الدين د محاکمې غوښتنه وشوه

جلال اباد( پژواک ٥ مرغومى ٩١ ) : په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقوقو خپلواک کميسيون او د ننګرهار د ښځو چارو رياست د ډيوې په قضيه کې د تورن قاضي ظهور الدين د محاکمې غوښتنه کوي. د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکې ٢٠ کلنه ډيوه، چې له خپله مېړه څخه د طلاق اخيستو لپاره يې محکمې ته مراجعه کړې وه، دقاضي لخوا ورڅخه د رشوت او بيا ورسره د واده غوښتنه شوې وه.

23.12.2012 14:01    |   پژواک خبري اژانس سياسي ګوندونه د طالبانو په دريځ کې نرمښت ته هيله من دي

سياسي ګوندونه د طالبانو په دريځ کې نرمښت ته هيله من ديBy ميوند فدا Dec 23, 2012 - 14:18

23.11.2012 17:38    |   پژواک خبري اژانس څه باندې ٣ ميليارده ډالر په جعلي اسنادو له هېواده ايستل شوي

پژواک

18.09.2012 00:30    |   پژواک خبري اژانس ولسي جرګه د اطلاعاتو او کلتور وزير استيضاحوي

د ولسي جرګې نايب منشي محمد فرهاد عظيمي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کار د جرګې د يو شمېر غړو د غوښتنې له مخې ترسره کېږي. د اساسي قانون د ٩٢مې مادې له مخې، ولسي جرګه د خپلو غړو د شلمې برخې پر وړانديز كولاى شي، له هر يوه وزير څخه استيضاح وكړي.

03.06.2012 09:46    |   پژواک خبري اژانس محکمې ته د کابل بانک د دوسيې د لېږلو پرېکړه وشوه

سرچينې زياته کړې ،چې لويې څارنوالۍ غونډې ته د کابل بانک د دوسيې په اړه او په دې برخه کې د شويو پرمختګونو په هکله هر اړخيز راپور وړاندې کړ او په ډاګه يې کړه چې تر اوسه ١٠٨ ميليونه ډالره ترلاسه شوي دي.

22.05.2012 08:11    |   پژواک خبري اژانس د امريکا د کانګريس يو غړى د افغانستان د وېشلو هڅه کوي.حامد کرزی

شيکاګو (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۱): ولسمشر حامد کرزى وايي، چې د امريکا د کانګريس يو غړى ډانا روهارباچر د افغانستان د وېشلو هلې ځلې کوي؛ ځکه اجازه نشته چې هغه دې افغانستان ته راشي. ولسمشر دغه څرګندونې نن امريکايي ټلويزيون سي. اېن. اېن سره د شيکاګو دغونډې پر مهال په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې. هغه زياته کړه: ((د امريکا د کانګريس (پارلمان) يو منتخب وکيل بايد په قومي توګه د افغانستان د وېشلو خبرې ونه کړي او نه هم بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.)) ولسمشر په دې مرکه کې ويلي، چې د کانګريس دغه غړى د دې حق نه لري، چې په افغانستان کې د فدرالي نظام او يا هم د افغانانو اړوند نورو قومي معاملو په اړه څرګندونې وکړي.

13.05.2012 08:55    |   پژواک خبري اژانس پاکستان په کراچۍ کې د افغاني ښوونځيو ٤ ميليونه کتابونه ايسار کړي دي

کابل ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩١): په کابل کې يو شمېر زده کوونکي او د هغوى کورنۍ په پاکستان کې د افغان ښوونځيو د کتابونو ايسارول، له افغانانو سره د هغه هېواد دښمني بولي او د هغو لېږدولو ته د اجازې غوښتونکي دي. د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، تېر کال د امريکا د متحده ايالتونو اردو د هېواد ښوونځيو د ثانوي دورې اووه ميليونه کتابونه په دوبۍ کې چاپ کړل او ټاکل شوې وه، چې د يادو ځواکونو په اکمالاتي کاروان کې افغانستان ته راوړل شي. سرچينه وايي چې د دې کتابونو درې ميليونه ټوکه کابل ته راوړل شوي او پاتې نور هغه مهال د تېر تعليمي کال په منځ کې د پاکستان په کراچۍ کې ايسار کړاى شول، چې د ناټو ځواکونو په يوه بريد کې د پاکستانيو سرتېرو له وژل کېدو وروسته، دغه هېواد د پاکستان له لارې د ناټو د اکمالاتي کاروانونو تګ منع کړ. دغو کتابونو ته په داسې حال کې تراوسه د راوړل کېدو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې د هېواد په ډېرى ښوونځيو کې زده کوونکي د کتابونو له کمښت سره مخ دي او د سلواغې په ٢٧مه، ولسمشر کرزي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال دغه ستونزه د پاکستان له لومړي وزير سيديوسف رضا ګيلاني سره شريکه کړه او د دې ستونزې د هواري غوښتنه يې وکړه .