د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

امريکا د ٣٤ ميليونه ډالرو په ارزښت جوړ شوى پوځي مرکز ورانوي

پژواک خبري اژانس 11.07.2013 11:49

کابل (پژواک ٢٠ چنګاښ ٩٢): امريکا غواړي په هلمند ولايت کې هغه نوى پوځي مرکز له ګټې اخيستو مخکې له منځه يوسي، چې ٣٤ ميليونه ډالره لګښت پرې راغلى دى.

په هلمند کې ياد پوځي مرکز د بحري امريکايي ځواکونو (مرين) لپاره جوړه شوى، خو ياد ځواکونه مخکې له دې چې دغه مرکز ته راشي، خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د امريکا د ځانګړي مفتش ادارې پرون وويل، ډېر احتمال شته چې دغه پوځي اډه له کارولو پرته بېرته له منځه يوړل شي.

دې ادارې، چې په افغانستان کې د امريکا د بيارغونې له کارونو څارنه کوي، د امريکا دفاع وزير چک هېګل ته په يوه ليکنه کې ويلي، چې پر دې پوځي اډې ٣٤ ميليونه ډالر په داسې حال کې لګول شوي، چې هېڅ ګټه ترې نه ده اخيستل شوې.

د يادې ادارې مشر جان سوپکو پر دغه اقدام د سختې نيوکې ترڅنګ ويلي، چې د امريکا د ماليه ورکوونکو پيسې پر يوې داسې پروژې لګول شوې چې اوس ترې ګټه نه شي اخيستى.

سرچينې زياته کړې: ((داپوځي اډه د يوه داسې کنډک لپاره جوړه شوې وه، چې هېڅ افغانستان ته ونه لېږل شو، که څه هم په وروستيو کې د دې پوځي اډې د نه جوړولو پرېکړه شوې وه، خو بيا هم کار پرې وشو او اوس دا دى بشپړ شوى دى.))

جان سوپکو د دې خبرې امکان هم څرګند کړى، چې که دا پوځي مرکز ونه کارول شو، نو کېداى شي افغان حکومت ته وسپارل شي.

واشنګټن پوسټ د امريکايي جنرال له خولې خبر ورکړى چې د دې پوځي اډې د جوړولو چارې په ٢٠٠٩ زېږديز کال کې پيل شوې او قرارداد يې يوه خصوصي برېتانوي شرکت ته ورکړل شوى و.

د امريکا د ځانګړي مفتش ادارې مشر جان سوپکو په ياد ليک کې ويلي: ((دا ډېره ښکلې او عصري دوه پوړيزه ودانۍ ده، ما تر اوسه په افغانستان کې داسې ښکلې ودانۍ نه ده ليدلې.))

خو نوموړي د خواشينۍ ترڅنګ ويلي، چې امريکا پر دې پوځي اډې ميليونونه ډالر ولګول، خو ګټه يې ترې وانه خيسته.

ياد امريکايي جنرال واشنګټن پوسټ ته ويلي، چې دا پوځي اډه به پرته له دې چې ترې ګټه واخيستل شي، له منځه يوړل شي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم د امريکا له خوا افغان ځواکونو او دولتي ادارو ته د داسې ودانيو د جوړولو خبر ورکړل شوى و، چې شتون يې نه درلود.