د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هندوستان د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو مخالفت وکړ

پژواک خبري اژانس 22.06.2013 11:05

کابل ( پژواک ٣٠ غبرګولى ٩٢ ) : هندوستان وايي، چې د افغانستان دسولې په پروسه کې بايد له " سرې کرښې  " څخه تجاوز ونه شي.

دغه څرګندونې د هندوستان د بهرنيو چارو وزير سلمان خورشيد د غبرګولي په ٣٠مه، په بغداد کې خبريالانو ته کړي، چېرته چې هغه عراق ته په دوه ورځني رسمي سفر تللى دى .

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړي،چې دوه ورځې مخکې په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر پرانېستل شو او ټاکل شوې وه، چې په دغه دفتر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ خبرې پيل شي، خو د افغان حکومت تر سخت غبرګون وروسته دا خبرې وځنډېدې.

هغه زياته کړې، چې دوى مخکې هم ددې پروسې په اړه ځينې اندېښنې درلودې او له همدې امله يې د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې په پرمخ بيولو ټينګار کاوه.

نوموړى وايي ، چې د سولې په پروسه کې بايد ټول هغه شرايط په پام کې ونيول شي ، چې افغان حکومت او نړيوالې ټولنې ايښي دي او په دې پروسه کې بايد له سرې کرښې څخه تجاوز ونه شي.

خورشيد ويلي : (( موږ تل د افغانستان دسولې پروسې سره تړاو لرونکو ټولو اړخونو ته ويلي،  چې له سرې دايرې څخه تېر نه شي او په دې اړه له اېښودل شويو شرايطو څخه بايد سرغړونه ونه شي.))

د هغه په وينا، خبرې اترې بايد دافغانستان د سولې شورا او د طالبانو د ريښتينو استازو ترمنځ ترسره شي، امريکا بايد په دې کې د ملاتړ رول ولري که چېرې پکې ګډون هم وکړي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزير وايي ، چې دا ستونزه دافغانانو ده او دا بايد پخپله دافغانستان حکومت او د مرورو افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له لارې هواره شي.