د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کندهار کې د سولييز لاريون قتل عام (ويډيو)

کمال الدين رنځور 05.04.2011 23:25

په لاندې ويډيوګانو کې په کندهار کې په سولييز لاريونونو د امنيتي چارواکو بې رحمه ډزې او تجاوز روښانه دی.

دا ويډيوګانې دا روښانه کوي چې لاريونونه سولييز وو او پوليسو په سولييز لاريون ډزې کړي دي.

يوه ويډيو ښيي چې لاريون کونکي يو ميل وسله چې پر دوی پرې ترې ډزې شوي دي ماتوي. دا د دې دليل دی چې هغه وسلې چې پر دوی پرې ډزې شوي وې، بيا هم دوی کارولي نه دي بلکه له منځه یې وړي دي. د کندهار فاسدو چارواکو سولييز لاريون کونکي تورن کړي و چې ګنې ډزې یې کړې وې او پوليسو ته یې زيان اړولی و.

په دويمه ويډيو کې روښانه ده چې پوليس یو سولييز لاريون کونکی په ډزو ولي چې د مرګ او ژوند معلومات یې نه کېږي خو د نورو لاريون کونکو له سلوکه ښکاري چې ويشتل شوی کس به مړ وي.

په ويډيوګانو کې ښکاري چې لاريون کونکي خپل ټپي شوي ملګري د لاريون له ځايه لېږدوي.


د کندهار سولييز لاريون چې فاسدو پوليس پرې ډزې کوي.