شاته

په پاکستان کې د سختو بارانونو له کبله ۱۴۳ تنه مړه شوي

په پاکستان کې د هوا پېژندنې د ادارې مقاماتو د سه شنبې په ورځ اپریل ۳۰ (ثور ۱۱)‌ وویل چې د اپریل په میاشت کې سختو بارانونو، تالنده برېښنا او د موسم سره تړلیو پېښو ۱۴۳ تنه مړه کړي دي.

چارواکي وايي سیلابونو په ځينو برخو کې کورونه او پټي هم وران کړي دي.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې ویاند ظاهر احمد بابر فرانس پرس اژانس ته ویلي دي چې په پاکستان کې «د اپریل په میاشت کې د عادي سطحې څخه ۱۶۴ فیصده زیات باران شوی، چې دا غیر عادي» دی.

نوموړي‌ د دغو غیر عادي بارانونو لوی علت د اقلیم بدلون وباله. په پاکستان کې د اقلیم د برخې پوهان وايي چې د موسم دوران او بڼه یوه یا یوه نیمه میاشت مخکې شوې او باید ادارې هم خپل پلانونه په همدې اساس برابر کړي.

بارانونو تر ټولو ډېر زیان په خیبرپښتونخوا کې اړولی، دغلته یې د ۳۸ ماشومانو په ګډون ۸۳ تنه مړه کړي‌ او ۳۵۰۰ کورونه یې هم خراب کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د طبعي پېښو د اداره کولو د څانګې ویاند انور شهزاد وویل: «دا کسان د کورونو د چتونو د غورځېدو او ځمکې د ښویدو په پېښو کې مړه شوي.»

د پنجاب ایالت په ځینو برخو کې بیا ږلیو د غنمو فصلونه او د غذا زیرمې خراب کړي دي. څو ورځې مخکې چارواکو اعلان وکړ چې د پنجاب په ایالت کې ۲۱ کسان د موسم سره په تړلیو پېښو کې مړه شوي دي.

د اپریل په میاشت کې ۲۱ تنه نور د بلوچستان په ایالت کې مړه شوي دي او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمېر کې هم ۱۴ تنه مړه شوي.

پاکستان په موسمي بارانونو کې یو کمزوری او اسیب پذیر هېواد بلل کېږي. د ۲۰۲۲ کال کې د پاکستان درېیمه برخه تر اوبو لاندې شوې وه. د نړیوال بانک د ارزونې په اساس، په دغه کال کې پاکستان څه باندې ۳۰۰ میلیارد ډالر زیان ولیده.

په داسې حال کې چې د پاکستان په نورو سیمو کې بارانونه اوري، د کراچۍ په ښار کې بیا موسم ګرم دی. د یکشنبې په ورځ په کې د کال تر ټولو ګرمه ورځ وه او د فارنهایټ په حساب د تودوخې لوړه درجه په کې ۹۹ وه.

فورم \ دبحث خونه