زاهد جلالی

Profile Photo

د ښاغلي زاهد جلالي لنډ ژوند ليك

زاهد جلالي صیب په كال ۱۹۸۹م د دولسمې مياشتې په دوه ويشتمه نېټه په مكه مكرمه كي زيږيدلی دی .پلار يې دكتور محمد جلال د مكي د ام القری له پوهنتون څخه په اصول فقه كې خپله دكتورا ترلاسه کړي ، په كال ۱۹۹۳م كې زاهدجلالي د پلار د مړينې نه وروسته دخپلې کورنۍ سره یوځای پاكستان ته را ستون شوی او د جلوزو په كيمپ كې ميشت شوی دی، چي تر دې مهاله يې كورنۍ په پېښور كې اوسي .زاهدجلالي صیب:
پلارنی استوګنځای دافغانستان د پروان ولايت د غوربند ولسوالي د کفشان کلی دی .
زاهدجلالي صیب ۱۹۹۵م کې په لومړي ځل په یوه وړکتون کې شامل کړای شو او وروسته بیا دالنور په عالي لېسه كې له لمړي ټولګي څخه تر يوولسم پورې زده کړې کړي چي په ۲۰۰۸م كې د جلوزو كيمپ د ورا نيدو له كبله يې دولسم ټولګی د پېښور د ايمل خان بابا په لېسې كې پاي ته ورسوه.
درسمي زده کړو ترڅنګ یې عربي او انګليسي ژبې كورسونه هم ویلي دي اوځنې ديني زده كړې يې هم له كليوالو علماو څخه ترلاسه کړي دي.
د دولسم ټولګي فراغت څخه وروسته په كال ۲۰۰۹م كي د اسلام آباد نړېوال پوهنتون د شریعت ا او قانون ریشتې ته بريالي شواو اوس مهال په همدې پوهنتون كې خپلو زده كړو ته دوام وركوي.
دپوهنتون له شاملیدو دمخه زاهدجلالي صیب دمكتب جريده په مخ بېوله او.
په كال ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م كې د النور دعالي ليسې د فرهنګي كميټې مسوليت ورپغاړه و.
دا مهال د توبې بلوګ چلوونكی دی.اوترڅنګ یې په ډېرو بریښنا پاڼوکې لیکنې خپرې شوې دي
اوپه راتلونکي ژوندکې ورته دلاډېروبریاؤ غوښتونکي یو
رومال اداره

د زړه خبره


د جګړې تريخ حقيقت

نړۍ ٣٤٢١ کاله ثبت شوي تاريخ کې ايله ٢٦٨ کاله بې له جګړو تېر شوي. جګړه حتمي ده. که څوک غواړي يا نه پرې تحميلېږي. د افغانستان ځپل شوي ملت د امريکا جګړه منله؟ د عراق ماشومانو د امريکايي بمونو ترهوونکي غږونه او د خپلو خلکو سرې وينې خوښولې؟ فلسطينيانو خوښول چې له خپلو کورونو ووځي، خپل شهيدان و بندان په ځاى پرېږدي او په يوه سپېره دښتنه کې واړوي؟ ويټناميانو د امريکې جګړه خوښوله؟ سوريايان خوښوي چې نيم وطن

24.10.2013 زاهد جلالی

منفي پال افغانان

منفي پال افغانان زاهد جلالي

25.07.2013 زاهد جلالی

داسې احساس!

يو باندنى اسلامپال دوست مې د پوهنتون استاد دى، څه موده مخکې يې يو علمي جورنال را استولى و، رئيس يې دى و. بله ورځ چې مې له نږدې ورسره وکتل، په مجله کې يې د ليکنې بلنه راکړه او راته ويل يې چې د مجلې خرچه يې په ځان ده، څوک ورسره مرسته ن

11.06.2013 زاهد جلالی

د ژوند خوندوره لحظه

د ژوند خوندوره لحظه له ځانه مې وپوښتل چې زما په ژوند کې کومه تر ټولو خوشاله لحظه ده..؟ ډېرې خاطرې راپه زړه شوې، هرې خوښي لرله، هغه ورځ راياده شوه چې لومړۍ کيسه مې خپره شوه.. هغه وخت چې له پوهنتونه فارغ شوم.. هغه وخت چې د هېواد د ادب جايزه مې تر لاسه کړه.. هغه وخت چې له هېواد لومړي وار ووتم او نړۍ مې وليده.. هغه ورځ چې زر جنيه مې تر لاسه کړل.. هغه وخت چې د اسلامي مرکز بنسټ مې کېښود.. دا ټولې لحظې راپه زړه شوې، خو له ځان سره مې وويل: (نه) دا يوه لحظه هم دومره خوندوره نه ده.. دا

02.06.2013 زاهد جلالی

داسې روزنه!

داسې روزنه! د هندي مفکر "وحيد الدين خان" له ډلې سره ډېره موده وشوه چې پېژنم. ډېر تکړه خلک دي، ځينې ځانګړنې يې داسې دي چې په نورو کې نه ليدل کېږي. نن سبا د اخوان په شمول د ډېرو اسلامي حرکتونو ځوانان د خپل حرکت له فکره نه وي خبر، خو د وحيد الدين خان همفکران ښه روزل شوي او عادي کس يې هم په دې پوهېږي چې دا خبره زما له فکر سره اړخ نه لګوي، دا يې ستره ځانګړنه ده. د وحيد الدين يو مشر زوى په عربي او انګلش ډېر ښه پوهېږي او ډېر ښه ليکل پرې کوي، په هند کې د نشنل ګزېټ مسؤول مدير دى او په ن

29.05.2013 زاهد جلالی

قرآني سيکالوجي

قرآني سيکالوجيکه چېرته کوم انسان په ډېر خبيث او لا علاجه ناروغۍ اخته شي، د نړۍ ستر سيکالوجېست

22.05.2013 زاهد جلالی

د امريکې ډالۍ

دوستانو! راځي له احتياطه يو قدم مخکې کېدو. دغه انځورونه چې وينۍ، د امريکايي دېموکراسۍ يوه ډالۍ ده. امريکا په افغانستان کې ډېر قوي يورانيوم استعمال کړي، د قانوني يورانيمو څو زره چنده قوي يورانيم يې په افغانستان کې استعم

11.05.2013 زاهد جلالی

د مخبت صاحب يوه خاطره

مخبت صاحب ته دې خالق پاچا جنتونه ورکړي يوه ورځ يې راته عجيبه خاطره وويله. ويل يې:

11.05.2013 زاهد جلالی

د امام فخر الرازي د نبوغ يوه بېلګه

د امام فخر الرازي د نب

11.05.2013 زاهد جلالی

دې کې به هم خير و!

 

08.05.2013 زاهد جلالی

تریخ حقیقت

  اجازه راکړئ دوستانو لږ په صراحت او وضاحت يو تريخ حقيقت بيان کړم. له ١٩٢٤ ميلادي کال نه وروسته ټول بافکره او بادرده مسلمانان په دې فکر کې شول چې اسلامي خلافت څنګه بېرته راژوندى کړي، د دې سترې موخې د ترلاسه کولو له پاره مختلف خوځښتونه جوړ شول او د خوځښتونو سلسله لا هم روانه ده، مګر په څه کم يوه پېړۍ کې اسلامي خلافت بېرته راژوندى نه شو او هېچېرته په حقيقي بڼه اسلامي نظام رانغى. زه فکر کوم د دغې بې نتيجې کار علت دا دى چې اسلامي حرکت له تربيې مخکې د نظام خبره کو

08.05.2013 زاهد جلالی

بې وفا انسانان

      داسې انسانان هم شته چې په دې نړۍ کې هېچا ته وفادار نه دي. داسې فکر کوي چې له هر چا چې استفاده کېږي، د استفادې تر وخته دې ورسره د اخلاص اظهار کوي، خو چې کله له استفادې ووت، له مستعمل تشناب کاغذ ورته په ډېر څه نه ګوري.

07.05.2013 زاهد جلالی

د امريکا بشردوستي!

د امريکا بشردوستي! زاهد جلالي کله نا کله په فکر کې ډوب شم، هغه به څنګه لحظه وه چې د هېروشيما له آسمانه به اتومي بم راوروان و، خلک په خپلو کارونو بوخت وو، ماشوم به ښوونځي ته روان وو، نورو به لوبې کولې، استاد به

05.05.2013 زاهد جلالی

ښه ځواب

امام محمد عبده د سياسي مبارزې تر څنګ د تربیې اړخ ته هم ډېره پاملرنه کوله. نن سبا ټول هغه یوازې د ویښوونکي شخصیت په نامه پېژني مګر، هغه د افرادو اصلاح ته د دولت د اصلاح په نسبت په اوچته کتل، چې له هدفه لرې لاړ نه شم، اصلا غوښتل مې د هغه دغه عمیق ځواب له تاسې سره شریک کړم:

09.04.2013 زاهد جلالی

عجيبه ده!

عجيبه ده!د امريکا پخوانى جمهور رئيس رونالډ رېګن فلمي اکټر و، خو د خلکو چندان خوښ نه و، ځکه خو

01.04.2013 زاهد جلالی

په اسلامي نړۍ کې د سيکولرزم تجربه

په اسلامي نړۍ کې د سيکولرزم تجربه

27.02.2013 زاهد جلالی

په اسلامي نړۍ کې د نورو د تبليغ په هکله

په اسلامي نړۍ کې د نورو د تبليغ په هکله زاهد جلالي

26.02.2013 زاهد جلالی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more