نړۍ ٣٤٢١ کاله ثبت شوي تاريخ کې ايله ٢٦٨ کاله بې له جګړو تېر شوي. جګړه حتمي ده. که څوک غواړي يا نه پرې تحميلېږي.
د افغانستان ځپل شوي ملت د امريکا جګړه منله؟ د عراق ماشومانو د امريکايي بمونو ترهوونکي غږونه او د خپلو خلکو سرې وينې خوښولې؟ فلسطينيانو خوښول چې له خپلو کورونو ووځي، خپل شهيدان و بندان په ځاى پرېږدي او په يوه سپېره دښتنه کې واړوي؟ ويټناميانو د امريکې جګړه خوښوله؟ سوريايان خوښوي چې نيم وطن يې تباه شي، مليونونه مهاجر او لکونه شهيدان ورکړي؟
ښکاره ده چې نه، نو که څوک غواړي يا نه، جګړه به کوي. همدا انساني خاصيت ته په ليدو دي چې قرآن مسلمان ته وايي چې ځان آماده لره چې څوک د بريد جرات ونه کړي!
د جګړې تريخ حقيقت دى چې نړيوال قانون هم جګړې ته اجازه ورکړې.
سره له دې چې جګړه انسانان وژني، معيوبوي يې، د ځينو ودان کورونه ورانوي، ښځې بوروي او کنډوي، ماشومان يتيمانوي، سل نور مصيبتونه له ځان سره، بيا هم د جګړې اجازه شته، ولې؟
ځکه جګړه کله نا کله د دې ټولو مصيبتونو د ختمولو له پاره هم وي.
جګړه ډېر کله د عفت د ساتنې له پاره وي، د خاورې د آزادۍ له پاره، د دين د ساتنې له پاره..
همدا ده چې زموږ نيکونو الکساندر سره جګړه وکړه، له جنګېز خان سره وجنګېدل، انګرېزانو ته يې څو وارې تاريخي ماتې ورکړې، روسان يې هم مخ تورن وشړل، اوس د امريکايانو وار دى. اوس بيا موږ د بقا په جګړه کې ګير يو، د عزت و دين و عفت د خوندي کولو په جګړه کې ګير يو.
موږ ته دوه لارې راپاتې دي، يا دا چې امريکايي اشغال ومنو او د فکور په څېر له انګرېزانو، روسانو او مغوليانو بښنه وغواړو. يا دا چې د نيکونو تاريخ راژوندى کړو او د امريکايي اشغال شديد مخالف شو.

له فکر فېسبوکي پاڼې څخه: https://www.facebook.com/AfghanFikr