غوښتنه!
ګرانو دوستانو!
په مصر کې د ماشومانو د ادبياتو د جايزې ګټونکي استاد احمد نجیب چې په مختلفو پوهنتونو کې د ماشومانو د ادبياتو د څانګې رئيس او استاد هم دی، يو جالب کتاب مې ماشومانو ته ژباړلی. کتاب «ماشومانو ته نړيوالې کيسې» نومېږي او هر مخ يې رسمونه هم لري. زه وايم چې دغه کتاب بايد همداسې رنګين چاپ شي، ځکه د کتاب رسمونه ماشومانو ته په زړه پورې وي.
کتاب تقریبا ۱۶۲ مخه لري. په رنګه چاپولو يې مصرف ډېر راځي. که يې خپروندوی ته ورکوم، کېدای شي زړه ورته ښه نه کړي او که يې چاپ هم کړي، حتمي ده چې نرخ به يې اوچت وي، چې ډېری ماشومان به يې د اخيستلو وس نه لري.
له ټولو دوستانو هيله لرم چې که کومه خيريه ټولنه يا کوم تجار پېژني چې د خير دغه کار ته زړه ښه کوي، ما ته دې راوپېژني. چې کتاب پرې چاپ او په ټيټ نرخ يې تر ګلونو ماشومانو ورسوو.
له دوستو ډيزاينرانو هم دا هيله لرم چې د کتاب پوښتي ډيزاين او دننه ډيزاين کې راسره مرسته وکړي. څو د ټولنې دغه محروم قشر ته د لوستو ور خلاص کړو. په همدې هيله
هيله ده پيغام له دوستانو سره شريک کړئ
29.07.2013
- زاهد جلالی
د فکر اړتيا
زاهد جلالي
د انسان ماغزه د انسان د بدن دوه فيصده تشکيلوي. خو يو لاس يې د ماغزو دوه چنده آن تر دې هم ډېر ستر دى، خو آيا د دواړو وظيفه يو شان ده؟ نه هېڅکله نه، که د يو انسان مکمل يو لاس پرې شي، ژوند به يې له ستونزو سره مخ شي، خو که يې د ماغزو يوه څنډه پرې شي، آيا انسان به ژوند وکړاى شي؟ ممکن نه ده. دا د انسان د اعصابو ستر کار او اهميت دى، ځکه د انسان ژوند ورسره مختل کېږي. همدا ده چې د علم التشريح پوهان وايي چې د انسان ماغزه د ټول انسان د اکسيجن شل فيصده مصرفوي! ماغ...
24.10.2013
- زاهد جلالی
نړۍ ٣٤٢١ کاله ثبت شوي تاريخ کې ايله ٢٦٨ کاله بې له جګړو تېر شوي. جګړه حتمي ده. که څوک غواړي يا نه پرې تحميلېږي. د افغانستان ځپل شوي ملت د امريکا جګړه منله؟ د عراق ماشومانو د امريکايي بمونو ترهوونکي غږونه او د خپلو خلکو سرې وينې خوښولې؟ فلسطينيانو خوښول چې له خپلو کورونو ووځي، خپل شهيدان و بندان په ځاى پرېږدي او په يوه سپېره دښتنه کې واړوي؟ ويټناميانو د امريکې جګړه خوښوله؟ سوريايان خوښوي چې نيم وطن...