زاهد جلالی

Profile Photo

د ښاغلي زاهد جلالي لنډ ژوند ليك

زاهد جلالي صیب په كال ۱۹۸۹م د دولسمې مياشتې په دوه ويشتمه نېټه په مكه مكرمه كي زيږيدلی دی .پلار يې دكتور محمد جلال د مكي د ام القری له پوهنتون څخه په اصول فقه كې خپله دكتورا ترلاسه کړي ، په كال ۱۹۹۳م كې زاهدجلالي د پلار د مړينې نه وروسته دخپلې کورنۍ سره یوځای پاكستان ته را ستون شوی او د جلوزو په كيمپ كې ميشت شوی دی، چي تر دې مهاله يې كورنۍ په پېښور كې اوسي .زاهدجلالي صیب:
پلارنی استوګنځای دافغانستان د پروان ولايت د غوربند ولسوالي د کفشان کلی دی .
زاهدجلالي صیب ۱۹۹۵م کې په لومړي ځل په یوه وړکتون کې شامل کړای شو او وروسته بیا دالنور په عالي لېسه كې له لمړي ټولګي څخه تر يوولسم پورې زده کړې کړي چي په ۲۰۰۸م كې د جلوزو كيمپ د ورا نيدو له كبله يې دولسم ټولګی د پېښور د ايمل خان بابا په لېسې كې پاي ته ورسوه.
درسمي زده کړو ترڅنګ یې عربي او انګليسي ژبې كورسونه هم ویلي دي اوځنې ديني زده كړې يې هم له كليوالو علماو څخه ترلاسه کړي دي.
د دولسم ټولګي فراغت څخه وروسته په كال ۲۰۰۹م كي د اسلام آباد نړېوال پوهنتون د شریعت ا او قانون ریشتې ته بريالي شواو اوس مهال په همدې پوهنتون كې خپلو زده كړو ته دوام وركوي.
دپوهنتون له شاملیدو دمخه زاهدجلالي صیب دمكتب جريده په مخ بېوله او.
په كال ۲۰۰۷م او ۲۰۰۸م كې د النور دعالي ليسې د فرهنګي كميټې مسوليت ورپغاړه و.
دا مهال د توبې بلوګ چلوونكی دی.اوترڅنګ یې په ډېرو بریښنا پاڼوکې لیکنې خپرې شوې دي
اوپه راتلونکي ژوندکې ورته دلاډېروبریاؤ غوښتونکي یو
رومال اداره

پیغامونه او خبرتیاوې


غوښتنه!

غوښتنه!ګرانو دوستانو!

09.10.2013 زاهد جلالی

قرضاوی: ایران او حزب الله د اسد د ظلمونو ملاتړ کوي

قرضاوی: ایران او حزب الله د اسد د ظلمونو ملاتړ کوي ژباړه او لنډیز: اسدالله ریانوتلي مصری عالم دوکتور یوسف قرضاوی د سوریي ولس وهڅاوه ترڅو د بشار الاسد د ظالم نظام پر وړاندې خپل مقاومت ته ادامه ورکړي او څرګنده یې کړه چې دی ایمان لری د سوریی ولس به بری مومي.د مصري ژورنالستانو د اتحادیې لخوا

25.06.2012 زاهد جلالی

د مصر جمهور رئيس دکتور مرسي خپله لومړۍ وينا وکړه

د مصر جمهور رئيس دکتور مرسي خپله لومړۍ وينا وکړه د مصر لومړی منتخب انقلابي رئیس دکتور محمد مرسي د جمهور رئيس په صفت خپل لومړۍ وينا کې مصريانو ته وويل چې که مې د خدای او د هغه د رسول ا‌طاعت کاوه، په خپلو وعدو ولاړ وم، تاسو مې ا‌طاعت وکړئ او که خدای مه کړه نه، بيا نو تاسو زما اطاعت ونه کړئ او هغه زیاته کړه چې د دغه قرآني آیت په اساس به تعامل کوم او خپلې وعدې به له تاسو سره پوره کوم:

25.06.2012 زاهد جلالی

د مصر د ولسي جرګې مشر الکتاتني خپل معاش راټيټ کړ

د مصر د ولسي جرګې مشر دوکتور محمد سعد الکتاتني چې د اخوان المسلمين غړی او د همدوی له لورې پارلما

18.03.2012 زاهد جلالی

ويښتابه بلاګ د مشورې او فتوا څانګه پرانسته

ويښتابه بلاګ د مشورې او فتوا څانګه پرانسته زاهد جلالي اسلام زموږ د ټولنې يوه نه بېلېدونکې برخه ده او د اسلام له ځانګړتياو څخه دا دي چې نه يوازې دا چې دين دی مګر د ژوند لار ده. دغه دين کې له ټولنيزو اصولو نيولې تر سياسي موضوعاتو او عصري مسايلو پورې د هر څه لپاره ځانته احکام شته. دا دين انسان دې ته نه پرېږدي چې په خپلسرۍ او بې قيد و شرطه آزادۍ انسان له خپل انسانيته د حيوانيت په لورې روان شي. همدا ده چې موږ د ژوند په هره برخه کې د دغه دين لارښو

13.01.2012 زاهد جلالی

اسماعيل هنيه د ازهر له شيخ سره وکتل

10-01-2012 لوی امام او د ازهر شيخ دکتور احمد الطيب د فلسطين له لومړي وزير استاذ اسماعيل هنيه او په وفد کې راغلو سره د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد د پخواني رييس دکتور حسن الشافعي او د اخوان المسلمين د مکت الارشاد له غړي استاذ عبدالرحمن البر په حضور کې وکتل. د ازهر شيخ په خپله وينا کې وويل چې مقاومت د

11.01.2012 زاهد جلالی

ویښتابه مجله پرانیستل شوه

ویښتابه مجله پرانیستل شوه   راپور: د افغان محصلینو اتحادیه   د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې د افغان محصلینو اتحادیې په (۴قوس/۱۳۹۰ل)نېټه د ویښتابه مجلې لومړنۍ ګڼه د یوې غونډې په ترڅ کې خپره کړه. غونډه د جمعې له لمانځه وروسته پیل شوه چې په لسګونو محصلینو د پوهنتون افغانو استادانو هر یوه، د شریعیې پوهنځي استاد ډاکتر فضل الرحمن او د عربي ژبې او ادب د پوهنځي استاد ډاکتر ګل محمد باسل هم ګډون کړی و. د ویندویۍ چارې محمد

28.11.2011 زاهد جلالی

زاهد جلالي ته/امرالدین سرحد

زه دزړه له کومی خپل تاوده سلامونه تاسو او ستاسو محترمی کورنی ته وړاندی کوم.جلالی صیب! خدای دی مونږ ته ژوندی او روغ لره ٬ او د قلم توره دی مدام تیره وي. زه امرالدین سرحد ستاسو دښکلی سایت په چوپړ کی به اوسم ٬ اونن ورځ ماته دخوښی ځای دی څی په ډیرو سایتو کی نن ستاسو نوم بریښی ٬ته مونږ ته دپښتونوالی قوت شوی او له لویه خدایه درته لابریالیتو غواړم .

23.11.2011 زاهد جلالی

د ځوان او تاند لیکوال (زاهد جلالي) لومړی اثر (د اسلامي فکر اتلان)

د ځوان او تاند لیکوال (زاهد جلالي) لومړی اثر (د اسلامي فکر اتلان) ليكوال: عثمان افضلي څو ورځې مخکې یو ملګري په فیس بوک کې لیکلې ؤ چې خپلې ژبې ته باید څنګه کار وکړو.. بیا يې دا ویلې ؤ چې باید نورو ته په درنه وکتل شي او داسې نور... ما ورته تبصرو کې دا وویل

19.08.2011 زاهد جلالی

اسلام او نوې ساینسي څېړنې) په کتاب تقریظ

(اسلام او نوې ساینسي څېړنې) په کتاب تقریظ د با احساسه لیکوال ګران ورور عبدالغفار جبیر کتاب (اسلام او نوې ساینسي څېړنې) مې ولید. پخوا مې هم د نوموړی ژباړه او غورچاڼ  شوی کتاب چې نوم یې (ما ولې اسلام قبلول کړ) و، لیدلی و، د هغه کتاب منځپانګه مې څو څو وارې ولوسته، ډېرې جالبې لیکنې یې راټولې کړې وې. د راتلونکي کتاب چې په نظر کې لري د اسلام او نصرانیت په اړه یې ولیکي هم راته ویلي. کله چ

07.06.2011 زاهد جلالی

اوباما خو منافق وخوت

اوباما خو منافق وخوت سرچينه:اسلام اون لاين ژباړن: زاهد جلالي طارق عزيز د عراق پخوانى د خراجې

08.08.2010 زاهد جلالی

خبرتیا

خبرتیاافغان سپورټس افغان سپورټس ویپاڼه پر لیکه شوه.افغان سپورټس ویپاڼه د افغانستان او د نړۍ سپورټي خبرونه او ورسره ورسره نور مطالب وړاندې کوېله تاسو هیواد والو څخه غوښتنه ده چی د افغان سپورټس ویپاڼه په اړه خپل نظرونه مونږ ته راولیږېپه درنښت یاقوت خان بریښنالیک:admin@afghansports.co.ccyaqootkhan1@gmail.comویپاڼه:www.afghansports.co.cc

29.06.2010 زاهد جلالی

زیری!

زیری! زاهد جلالی همداوس یو پیغام ترلاسه شو چی چی ترکی مسلمانو هایکرانو د فیس بوک Draw Muhammad day page هیک کړیدی. دا خبره پاکستانی ویب پاڼی naitazi.com او newsdady.com هم راخستی.  

20.05.2010 زاهد جلالی

مننه او کورودانی

بسم الله الرحمن الرحیم درنو لوستونکو!سلامونه او نیکی هیلیدادی موږ هم د خدای په فضل د نورو بلاګرانو پڅیر په ټول افغان کی د ځنو وروڼو په غوښتنه د ملت په خدمت کی یو

19.05.2010 زاهد جلالی

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more