زه دزړه له کومی خپل تاوده سلامونه تاسو او ستاسو محترمی کورنی ته وړاندی کوم.
جلالی صیب!


خدای دی مونږ ته ژوندی او روغ لره ٬ او د قلم توره دی مدام تیره وي. زه امرالدین سرحد ستاسو دښکلی سایت په چوپړ کی به اوسم ٬ اونن ورځ ماته دخوښی ځای دی څی په ډیرو سایتو کی نن ستاسو نوم بریښی ٬ته مونږ ته دپښتونوالی قوت شوی او له لویه خدایه درته لابریالیتو غواړم .

 

 

زاهد جلالي ته
وړاندی به اوس درومو لوی کاروان مو مخکی کړی دي
مخکی «جلالی» دی لوی لاری ته وتلی دي
لاره یې سرګنده دی تیاری رڼا کول غواړی
جیګه یې شمله ده زمونږ په مینځ کی دی غښتلی دي
توره دغیرت مو لروبر دی شرنګول غواړی
حق ته نارینتوب کی په میړانه دریدلی دی
لپی مو نیولی خدایه ویساتی
حق دی له ناحقو مدام بیرته ورکول غواړی
وګڼه کتارکی دی سرحد پښتونوالی غواړی
دی هم له پخوانه ځوریدلی دی


مسکو : امرالدین سرحد