نثري ټوټه

د هر کس په زړه کی يوه دنېا غمونه پټ دي، هر یو پدې کې ده چې څنګه يو بل نه خپل غم پټ کړي.ځيني ډير چالاکان يی د خندا په لباس،ځينې یی بيا د چپتيا په جامه ستروي.


بعضې ډېر بې تجربې وي، د غم پټولو په چل نه پوهيږي.چې ډېر بې وسه شي نو د سترګو له لارې یې د يو څو غټو غټو اوښکو په شکل ښکاره شي.


نه پوهېږم چې مونږ ولې یو بل نه خپل غم پټوو. سره ددې چې هر یو د يوې اوږې په ارمان يو، چې سر پرې کیږدو او ښه په زوره زوره وژاړو.

ليکونکی
(صفي الله افغان)