علامه امام ابو زهره
ليکوال: زاهد جلالي
ډېر داسې علما شته چې متاسفانه زموږ ټولنه کې د هغوی په اړه هېڅ معلومات نه شته، معلومات څه چې له نوم سره يې څوک آشنايي نه لري، په داسې حال کې چې همدا علما دي چې د اسلام او اسلامي افکارو په اوچت ساتلو کې د ظالمو حاکمانو په مقابل کې ودرېدلي او حتی خپل ژوند نه هم تېر وو، همدا علما دي چې دين يې له افراط او تفريط نه ساتلی او په خپل وخت کې يې خپل مسؤوليت درک کړی دی. يو له هغو علماو نه چې په اسلامي نړۍ کې له سترګورو علماو له جملې څخه و او د دې په څنګ کې يې په کتاب ليکلو کې هم اسلامي امت ته يوه لويه پانګه پرې ايښې ده، امام محمد ابو زهره دی.
د امام ابو زهره په اړه زموږ په ټولنه کې څوک ډېر لږ او ابتدايي معلومات هم نه لري په داسې حال کې چې هغه د امت مجتهد عالم و، د هغه اوچت تفسير، د امام ابوحنيفه، امام مالک، امام شافعي، امام جعفر صادق، امام زيد په اړه د ده په زړه پوري او تفصيلي کتابونه د شخصيتونو په اړه په کتابونو کې ډېر لږ مثالونه لري، په تېره بياد د علامه ابو زهره بېطرفانه او له تعصبه لرې فيصلی لاهم د ده کتابونه په زړه پورې کوي. د اسلامي مذاهبو په اړه د امام ابو زهره د کتاب په څېر بل کتاب ښه او عالي کتاب ما په دغه موضوع کې ونه ليده.
د علامه امام ابو زهره په اړه همدا کفايت کوي چې د ده په اړه د علامه ابو زهره په څېر لوی فقيه او مفسر عالم چې په اوسني وخت کې په علم کې بل مثال نه لري او همدارنګه د اسلامي مالياتو پلار او د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد مؤسس او لومړی رئيس استاذ دوکتور حسين حامد حسان او د ده په څېر نور لوی علما د علامه ابو زهره په شاګردي هم وياړي او په خپلو کتابونو کې ډېر ځايونه په خپلو ليکنو او کتابونو کې د دغه علامه عالم له ليکنو نه استفاده کوي.
که څه هم د څېړنې پر مهال مې د امام ابو زهره په اړه ډېر څه ونه موندل، خو د ده د کتابونو په لوستو مې له ځانه سره دا هوډ ونيو چې د داسې علامه په اړه به يو څه ليکم که څه هم دا ليکنه د نورو پوهانو او مفکرينو په څېر تفصيلي نه ده خو بيا هم د امام ابو زهره شخصيت، پوهه او سترګورتوب پکې ښکاره کېدی شي او په ټولنه کې د هغه د پېژندلو له پاره کافي ده.
امام ابو زهره په نهه ويشتم د مارچ ۱۸۹۸ز کال کې د مصر د الغربيه ولايت د المحله الکبری په ښار کې په يوه دينداره او په دين مينه کورنۍ کې زېږېدلی دی، همدا وه چې خپل ماشوم زوی محمد ابو زهره يې په کوچنيوالي کې يو له استاذانو سره کېناوه څو له هغه سره قرآن زده او حفظ کړي او د دې ترڅنګ يې له هغه نه ليک او لوست هم زده کړي.
ماشوم ابو زهره قرآن کريم خفظ کړ او له ياد استاذ سره يې ليک او لوست زده کړ. د رسمي زده کړو له پاره د طنطا ښار کې د احمدي پوهنتون ته ولاړ چې په هغه وخت کې په اوچت تدريس او عالي زده کړې مشهوره وه، د سيمې وتليو علماو پکې استازي کوله په ځانګړې ډول قرآني زده کړو ته پکې ډېره توجه کېده، تر دې چې په هغه وخت کې به احمدي ته دوهم ازهر ويل کېده، ځکه چې دلته هم د ازهر په څېر تعليمي نصاب و او لويو علماو پکې تدريس کاوه.
په کال ۱۹۶۱ز کې په احمدي پوهنتون کې له درې کاله درس ويلو وروسته په داسې حال کې چې د ابو زهره عمر هم د نورو په نسبت لږ و، په لومړی درجه مدرسه القضاء الشرعي ته بريالی شو. دا معهد محمد عاطف برکات په کال ۱۹۰۷ز کې بنسټ ايښی و او هدف يې دا و چې له دې پوهنتون نه فارغان په شرعي محکمو کې قضايي دندې سرته ورسوي. شيخ محمد ابو زهره په دغه معهد کې اته کاله پاتې شو او په دغه موده کې يې خپل لږ وخت هم ضايع نه کړ، مګر تل يې هڅه کوله ديني زده کړې لاسته راوړي او ځان وپوهوي، په کال ۱۹۲۴ز کې له دغه معهد نه فارغ شو او د قضا شهادتنامه يې لاسته راوړه، له دې وروسته دار العلوم ته ولاړ او له هغه ځای نه په کال ۱۹۲۷ز کې فارغ شو، ابو زهره سره په دغه وخت کې دوه شهادتنامې وې چې په ديني علم کې د ده ډېرې پوهې ښکارندوی دي.
له دې وروسته امام ابو زهره د استاذۍ او تدريس ميدان ته راووت او په ثانوي مرحله کې د عربي ژبې د استاذ په صفت پېژندل شو، بيا په کال ۱۹۳۳ز کې په ازهر الشريف کې د اصول الدين په پوهنځۍ کې د خطابت او ويناوالۍ په مضمون کې استاذ وټاکل شو، په دغه وخت کې په پوهنتون کې ښه وځلېد او د خپله وړتيا يې خلکو ته وښوده. په هغه وخت کې د مصر قاهرې پوهنتون د حقوقو په پوهنځي کې د ويناوالۍ مضمون ته ډېره توجه کېده او داسې څوک به يې پکې په استازۍ ګوماره چې په سيمه کې به د ياد مضمون وتلی استاذ و، همدا وه چې امام ابو زهره يې دغې پوهنځي ته د استاذۍ له پاره واستاوه. له دې وروسته ورته د پوهنځي له لورې د اسلامي شريعت د استاذۍ دنده وسپارل شوه.
بيا شيخ ابو زهره د حقوقو په پوهنځي کې يې د اسلامي شريعت د څانګه تاسيس او د دغې څانګې رئيس وټاکل شو، د دې ترڅنګ د حقوقو په پوهنځي او د معهد الدراسات الاسلاميه وکيل وټاکل شو، استاذ ابو زهره يواځې خپل خدمت او نورو ته د علم رسول په رسمي دندې پورې نه و منحصر کړي، مګر د دې ترڅنګ يې د ليکنو او لېکچرونو له لارې خلکو ته پوهه ور رسوله او تر کال ۱۹۵۸ز پورې په دغو دندو بوخت و تر دې چې په دغه کال کې تقاعد شو. په ۱۹۶۲ز کال کې د مجمع البحوث الاسلاميه غړی وټاکل شو. له ځينو وتليو علماو سره لکه دوکتور محمد العربی، استاذ محمد قطب، دوکتور محمد يوسف موسی او داسې نورو لويو علماو سره يې معهد الدراسات الاسلاميه تاسيس کړ او په همدغه معهد کې بې له دې چې معاش او پيسې واخلي لېکچرونه يې ورکول چې تر ننه دغه معهد علماء روزي.
امام ابو زهره هغه عالم و چې په شريعت کې يې عقل دننه کاوه، هغه به ويلې چې سليم عقل له صحيح نص سره مخالفت او په تعارض کې نه واقع کېږي. شيخ ابو زهره دا ردوي چې د عراق فقه ټوله د رايې فقه او د حجاز فقه ټوله د اثر فقه ده.
علامه ابو زهره د حق ښکاره کولو کې له هېچا نه وېرېده، په عزت النفس مشهور و، حق خبره به يې د هر چا په وړاندې کوله، قوي حافظه او ذهن يې لاره، له خپلو مخالفينو سره په کلکو دلايلو غږېده او هرکله به يې د اسلام او مسلمانانو له پاره کار کاوه او په دغه لاره کې له رب العالمين نه پرته له بل هېچا نه وېرېده، همدا وه چې الله جل جلاله د مستبدو حاکمانو نه په حق ويلو کې ژغورلی و.
په هغه وخت کې د مصر حاکم، جمال عبدالناصر امام ابو زهره له استاذۍ منع کړی و او اجازه يې نه ورکوله چې په عامو ځايونو کې، مجالسو، مساجدو، ټلوېزيون او حتی راديو کې يې د وينا او خبرو اجازه نه ورکوله ځکه چې که چا ترېنه کومه پوښتنه کوله، ده به ورته حق ويلې بې له دېنه چې د حکامو موقعيت په نظر کې ونیسي، نه يې ورته په اخبارونو او مجلو کې د ليکنو د خپرېدو اجازه ورکوله او کوښښ يې کاوه چې دی د خلکو په منځ کې په سرتمبه، د زړو افکارو لرونکی ارتجاعي انسان معرفي کړي.
دوکتور محمد رجب البيومي په خپل کتاب النهضة الاسلامية في سير اعلامها المعاصرين کې ليکي، چې د تعجب خبره دا وه چې د امام ابو زهره شاګردانو به ورځپاڼې، مجلې او اخبارونه له خپلو ليکنو او فتاواو ډک کړي و خو د شيخ ابو زهره به هېڅ هم نه ليدل کېدل، په راديو ټلوېزيون او د نشر په نورو سايلو کې به د ده شاګردان ناست وو او ينا به يې کوله خو شيخ نه شو کولی، دی وايي چې که حکامو نه غوښتل دی خپل نظر خلکو ته ورسوي، الله جل جلاله د ده په کتابونو د ده نظر او پوهه اسلامي امت ته ورسوله.
امام ابو زهره په حق ويلو او زړورتيا کې خلکو ته ابن تيميه او ابو حنيفه ور ياد کړل، ده هېڅکله له حق ويلو نه ډډه نه ده کړې، ولو که مستبد حاکم هم ناست و او حتی د ده ژوند ته هم خطر پېښېده، ده به حقيقت ښکاره کاوه او نه يې غوښتل د دنيا له پاره الهي حقايقت کتمان کړي. يوځل د وخت حاکم د ټول مصر لوی علما غوښتي وو، چې په هغو کې علامه ابو زهره هم و، د دولت رئيس په غونډه کې د اسلام د اشتراکيت په اړه خبرې وکړې، ټول علما غلي ناست او چا يې هم د مخالفت جرات ونه کړ، د ټولو له منځه ابو زهره د حاکم وينا قطع کړه او د وينا غوښتنه يې وکړه، کله چې دستېچ سر ته پاڅېده ويې ويل: ((موږ د اسلام علما د دولت په قضاياو او د خلکو په مشکلاتو کې د الله په حکم پوهېږو او دلته د همدې له پاره راغلي يو چې څه باندې پوهېږو هغه ووايو، حاکمان بايد خپل حدود وپېژني او خبره علماو ته پرېږدي، بيا يې د دولت مشر مخاطب کړ او ويې ويل: تا مهرباني کړې او موږ دې علما دې غوښتي چې د هغوی رايه واورې نه دا چې خپله رايه واوروې او د هغوی نظرونه وانه ورې)) د ابو زهره د دې خبرې په اورېدو رئيس غونډه پرېښوده او ولاړ.
ابو زهره وايي: ((...کله چې فاروق د حکومت د انقلاب د مشر محمد نجيب په لاس چپه شو، فکر مې وکړ چې حق به حاکم شي، موږ به خپله ځمکه بېرته لاسته راوړو او د آزادۍ لمر به زموږ په هېواد وړانګې خورې کړي، مګر داسې ونه شوه او انقلاب د لوی طاغوت جمال عبدالناصر په لاس په عسکري انقلاب باندې بدل شو)).
په ۱۹۶۰ز کې په لواء الاسلام مجله کې د دېسمبر په ګڼه کې له علامه ابو زهره نه پوښتنه وشوه چې که کوم حاکم په خلکو کې بې اعتمادي خپروي، هېواد ورانوي له ورانکارو سره مرسته کوي چې اسلامي هېوادونه وران کړي او فساد رامنځته کوي، د هغه حکم څه دی او آيا د هغه اطاعت روا دی او کنه، شيخ ابو زهره يې ځواب کې وويلې چې د هغه الله جل جلاله فساد نه خوښوي او ترټولو بد حاکم هغه دی چې فساد خپروي، اسلام د جنګ په حالت کې د کفارو په ځمکه کې د ونو پرې کولو ته اجازه نه ورکوي، نو د اسلام په ځمکه کې به څرنګه د ورانولو اجازه ورکړي او څوک چې داسې کار کوي د هغه مثال دقطاع الطريق دی او د همده جزا بايد ورکړل شي او څوک چې يې دفاع کوي هم بايد همدا جزا ورکړل شي.
امام ابو زهره د هغو کسانو چې له اسلامي امت نه د غرب په لورې د تحصيل له پاره تللي، له ځانه سره هېڅ علمي پانګه نه لري، کله چې هلته ځي د غربيانو او مستشرقينو د افکارو تر اغېزې لاندې راځي او فکر کوي چې اسلام د ټولنې له پاره سم حل نه دی وړاندې کړی، ابو زهره وايي: ((په دې وروستيو کې ځينو مفکرينو د اسلامي ټولنې د جوړولو له پاره هڅې روانې کړي دي، د دې له پاره چې دا هڅه شنډه شي، غربي ليکوالو او مستشرقينو د دې په ضد ليکنې کوي او هڅه کوي چې خلکو ته داسې فکر ورکړي چې ټولنه د دين په اساس نه شي جوړېدی مګر د ټولنې د جوړېدو له پاره د ژبې، جنس او داسې نورو څېزونو يووالي مهم دی، همدا ده چې د ډېرو مسلمانانو په ذهن کې هم دا ګرځي چې رښتيا هم همداسې ده داسې ټولنه نه شي جوړېدی چې په دين موږ سره را ټول کړي، دوی وايي چې هغه کسان چې د اسلامي ټولنې د جوړېدو هڅې کوي، د هېوادونو د جوړېدو له فطرت سره مخالفت کوي)).
علامه ابو زهره د شريعت د تطبيق له پاره ډېرې هڅې کړي دي، ده غوښتل چې د حاکم ټاکنه په شوری وي، نه په اکراه او په خلکو باندې جبرا د چا ټاکل چې خلک يې نه غواړي او دی بيا هم خپل حاکميت کوي، په ټاکنو کې له درغليو سره کلک مخالف و، هغه به ويلې چې حاکم بايد په عادلانه ډول وټاکل شي. په داسې حال کې چې حاکم غوښتل اسلام په اشتراکيت کې دننه کړي، ابو زهره په ډېره مېړانه د دې مشروع په مقابل کې ودرېده او مخه يې ونيوه. د نسل د تحديدولو له پروژې سره چې حکومت غوښتل، مخالف و. د شيخ ابو زهره په وخت کې سود ډېر عام و، چا دېته نه کتل چې دا اسلام حرام کړي او کنه او حتی ډېرو داسې ښودله چې اسلام له سود سره مخالف نه دی، امام ابو زهره د ربا د حرمت له پاره هم ډېر کار کړی، هغه به د دې حقيقت د ښکاره کولو له پاره لېکچرونه ورکول او د بحوث في الربا په نامه يې يو کتاب هم ليکلی دی. حکومت به په نرمه لهجه ترېنه غوښتل چې د حکومت مخالفې فتواوې ورنکړي خو کله چې يې ليدل، امام ابو زهره د دوی غوښتنې ته هېڅ کومه توجه نه کوله، بيا به يې په سخته لهجه او اخطار ورکولو وېراوه، خو هغه له خپل رب سره تعهد کړی و او په دغه لاره کې له هېڅ څه نه هم نه وېرېده.
علامه ابو زهره تقريبا ۳۰ کتابه په مختلفو موضوعاتو کې ليکلي دي، چې هر يو يې ډېر مفيد او په څو وارې لوستو ارزي. اته کتابه يې م اهل سنت د امامانو، امام ابوحنيفه، امام مالک، امام الشافعي، امام احمد بن حنبل او امام زيد او امام جعفر الصادق، همدارنګه د امام ابن تيميه او ابن حزم په اړه يې هم ځانګړي کتابونه ليکلي دي، د دوی فقه او هڅې يې پکې ليکلي او بې له هر ډول تعصب نه يې د دغو امامانو په اړه فيصلی کړي دي، د امام ابو حنيفه په اړه يې ښه او مناسبه ليکلې چې د امام ابو حنيفه ژوند هم د حضرت علي رضي الله عنه ژوند سره مشابهت لري، د امام ابو حنيفه رضي الله عنه په مينه کې هم ډېرو افراط کړی دی او ډېرو د ده په دښمنۍ کې دومره مخک تللي چې له دغه لوی امام سره يې ظلم کړی دی.
د امام ابو زهره ډېرې مقالې هم ليکلي دي، خو متاسفانه هغه مقالې لا د کتاب په شکل نه دي راټولې شوې. د فقهاو په اړه له کتابونو سره سره يې نور کتابونه هم ليکلي دي، ځينې يې دا دي:
- تاريخ المذاهب الإسلامية
- علم أصول الفقه
- محاضرات في الوقف
- العقوبة في الفقه الإسلامي
- الجريمة في الفقه الإسلامي
- المِلكية ونظرية العقد
- العلاقات الدولية في الاسلام
- محاضرات في النصرانية
- مقارنة الاديان
د کورنيو احکامو په اړه يې لانديني کتابونه ليکلي دي:
- الأحوال الشخصية
- أحكام التركات والمواريث
- محاضرات في عقد الزواج وآثاره
- تنظيم الأسرة في الإسلام
- شرح قانون الوصاية
د فقهي موضوعاتو ترڅنګ امام ابو زهره قرآني علومو او تفسير، د وروستي نبي محمد عليه السلام سيرت ته يې هم توجه کړې. زهرة التفاسير يې مشهور کتاب دی چې له وفاته وروسته يې چاپ او خپور شو. د قرآني علومو په اړه يې لوی کتاب د المعجزة الکبری په نامه ليکلی دی او د نبوي سيرته په اړه کتاب يې خاتم النبيين نومېږي.
عبدالله العقيل ويي چې يوه ملګري راته کيسه کوله چې د الواء مجلې مسؤول استاذ احمد حمزه به په مصر کې مياشتنۍ غونډې جوړولې او د مصر علماو په کې برخه اخېسته، په کال ۱۹۶۶ز کې په داسې حال کې چې د شهيد سيد قطب د محاکمې وخت و، يوه ورځ د استاذ سيد قطب په اړه د مجلې په اداره کې مخکې تر دې چې غونډه پيل شي، بحث وشو، ځينو په سيد قطب پسې ښه ويل، ځينو بد، ځيني بيا غلي وو، علامه ابو زهره له هغو کسانو څخه و چې په سيد قطب پسې يې ښه وويل او ويې ويلې: ((خپل زوی سيد قطب مې له امريکې نه د راتلو پر مهال استقبال کړ او پوښتنه مې ترې وکړه چې اوس څنګه يې سيده، هغه راته وويلې: امريکې ته مسلمان ولاړم او مؤمن راغلم)).
عبدالله العقيل وايي، چې موږ په کوېټ کې و، د جمعيت الاصلاح الاجتماعي يو له پروګرامونو ته امام ابو زهره راغلی و، هغه کسان چې دغې غونډې ته د لکچر ورکولو له پاره دعوت شوي وو، د هغوی له پاره جمعيت يو څه مکافات برابر کړي و، دا چې علامه ابو زهره هم هلته د لکچر ورکولو له پاره ورغلی و او هغه ته هم مکافات ټاکل شوي وو، کله چې امام ابو زهره ته د هغه مکافاتو په اړه وويل هغه دا ونه منله چې مکافات واخلي، همدارنګه له المجتمع مجلې سره چې نوموړی جمعيت يې خپروي، امام ابو زهره ورته وويلې چې تاسو اسلامي خيري کار کوئ، زه هم غواړم له تاسو سره په دغه خيري کار کې شريک شم.
په مجلو او اخبارونو کې به په شريعت ناپوهو کسانو چې غوښتل يې اسلام د خپلو ګټو له پاره غلط تفسير کړي، ليکل به يې چې په اسلامي شريعت کې نص د مصلحت له پاره پرېښودل کېږي، امام ابو زهره د دغې غلطې دعوا په مقابل کې چپ پاتې نه شو او حق خبره يې ښکاره کړه، هغه وويل چې اسلامي شريعت کې چې مصلحت اخېستل کېږي هغه هم په نص باندې اعتماد کوي او که داسې نه وي، نو هغه بيا په هوا باندې عمل کول دي.
شيخ محمد الغزالي د امام ابو زهره په اړه وايي: ((د شيخ محمد ابو زهره په اړه وايم: چې دی يو معتمد امام دی، په خپل علم کې دقيق دی، دی بايد د دې عصر علماو ته اسوه حسنه وي، زه هم د امام ابو زهره يو له هغو شاګردانو څخه يم چې په اوږده جهاد کې ورسره وم)).
حمزه دعبس د علامه ابو زهره په اړه وايي: (( امام ابو زهره به د مايکروفون له لارې خپلو شاګردانو ته ويلې: غوږ ونيسئ زامنو... تاسو ته د راز يوه خبره کوم، چې چاته يې هم ونه وايئ... بیا به په حکومت لږېده)) په ناصري نظام پسې په ۱۹۵۵، ۱۹۵۶ او ۱۹۵۷ز کالونو کې بد ويلې، په داسې حال کې چې نظام به اخوان المسلمين او نور هغه کسان چې په حکومت به يې انتقاد کاوه، هغوی به يې زندان ته غورځول، خو محمد ابو زهره له دې نه نه وېرېده.
که څه هم حکومت او مستبدو حاکمانو غوښتل د شيخ ابو زهره احترام له خلکو سره لمنځه يوسي، خو بيا هم خلکو امام ابو زهره ته زښت ډېر په درنښت کتل او د ده علمي مکانت او شجاعت يې درک کړی و، تر دې چې په ۱۹۷۴ز کې د مصر پلازمينه قاهره کې وفات شو، انا لله و انا اليه راجعون، الله دې جنتونه ورپه برخه کړي.
اخځليکونه:
۱. من اعلام الدعوة و الحرکة الاسلامية، ليکوال: عبدالله العقيل؛
۲. الشيخ محمد ابو زهره...فقيه العصر؛
۳. ابوحنيفه، حياته وعصره-آرائه و فقهه، ليکوال: امام ابو زهره؛
۴. اسلام آن لاين؛
۵. مجلة الغرباء.