د «د اسلامي فکر اتلان» په کتاب څو کرښې

محمد عزیز خلیل

 


پرون راته یو دوست نوی کتاب راکړ. زما د دې دوست ترمنځ په اصطلاح دا تړون شوی، چې هر یو چې نوی او په تېره بیا په زړه پورې کتاب ترلاسه کوي، باید دویم ته يې هم ورکړي. د کتاب سرلیک و «د اسلامي فکر اتلان» او لیکوال يې و تاند او ځوان لیکوال محترم زاهد جلالي. ښاغلي جلالي صیب په دې کتاب کې د شپاړسو مسلمانو مفکرینو ژوند او فکر ته کتنه کړې ده. په دغو شپاړسو کسانو کې ما یو شی په ټولو کې مشترک ولید، چې هغه اسلام ته خدمت و. شهید شیخ احمد یاسین مجاهد و، علامه داکتر یوسف القرضاوي عالم او سیاسي فعال دی، علامه شیخ وهبه الزحیلي معاصر فقه دی، داکتر حامد حسان د اسلامي بانکدارۍ مخکښ دی، شیخ احمد دیداد بیا د مقارنې سروال و او نور...


د دې کتاب هر شخصیت زموږ د ټولنې د ځوان نسل لپاره د الګو حیثیت لري. په پښتو ژبه کې د نامتو شخصیتونو ژوندلیکونه ما لانه دي لیدلي. یو څو د پښتو ژبې د شاعرانو تذکري شته چې له ښه مرغه یو ګامدی. ولې، په بین المللي سطحه، زموږ ځوان نسل د دغه شان شخصیتونو له کړو وړو نا خبره دی. کله چې یو ځوان د دغو شخصیتونو د ژوند سختۍ وویني، د امید شمعه يې لا رڼا شي او هیله من شي چې دی هم کولای شي د ... په ډول شخصیت ولري.


د کتاب له محتوا څخه په آسانۍ سره څرګندېږی چې ښاغلي لیکوال کافي تکلیف ایستلی دی. د هر شخصت د آثارو لیست يې وړاندې کړی، چې دا کار کولی شي هغو لوستونکو سره مرسته وکړي چې د دغو شخصیتونو د اثارو تږي وي. له دې سره سره د شخصیت د ژوند مختلف مراحل يې موږ ته په ډاګه کړي دي.


دکتاب لوستل هر چاته ضروري بولم، خصوصاُ د پوهنتونونو محصلینو او په هغو کې بیا د شرعیاتو او تعلیمات اسلامي ګرانو محصلینو ته يې دير ضروري ګڼم. ځکه اکثر شخصیتونه د همدغو څانګو تولیدات دي. که د دغو پوهنځیو محصلین له همدا اوس نه خپلو ځانونو ته الګو شخصیتونه انتخاب کړي، بې له شکه چې د دوی راتلونکی ژوند به د دوی د قدوه شخصیت څخه متاثر وی، چې دا د دوی لپاره دير د افتخار ځای دی.


زه خپلې خبرې را نغاړم او په پای کي د الله تعالی له دربار نه د ځوان لیکوال ګران زاهد جلالي د قلم د لا پیاوړي کولو دعا کوم. له لیکوال څخه هیله کوم چې دا مفیده سلسله نوره هم پر مخ بوزي او له ځوانانو غواړم چې ددې کتاب مطالعه هیره نکړي.
درنښت