10-01-2012
لوی امام او د ازهر شيخ دکتور احمد الطيب د فلسطين له لومړي وزير استاذ اسماعيل هنيه او په وفد کې راغلو سره د نړيوال اسلامي پوهنتون اسلام آباد د پخواني رييس دکتور حسن الشافعي او د اخوان المسلمين د مکت الارشاد له غړي استاذ عبدالرحمن البر په حضور کې وکتل.
د ازهر شيخ په خپله وينا کې وويل چې مقاومت د فلسطيني ملت مشروع حق دی. شيخ الازهر زیاته کړه چې د موقف، خبرو او مبارزې جهاد د قيامت تر ورځې دوام لري. هغه وويل د قدس د بېرته راګرځولو لپاره د مقاومت يوه اړتيا ده ځکه چې اسراييلي اشغال د اشغال له ورځې تر ننه د فلسطين يو انچ هم ندی پرې ايښي بلکه لاهم يې خپل اشغال ته ادامه ورکړې.
د ازهر شيخ له تولو فلسطينيانو وغوښتل چې سره يو شي، ځکه يووالی د مجاهدينو د اهدافو د ترلاسه کولو اساسي لاره ده. دکتور احمد الطيب وويل چې د فلسطيني مقاومينو د يووالي په صورت کې فلسطين ته د تلو اراده لري.
لوی امام له ټولو اسلامي هېوادونو غوښتنه وکړه چې د قدس د تاريخ او قدس پېژندنې په هکله په تعليمي نصاب کې مواد دننه کړي او د صهيونېست دښمن د تاريخي حقايقو د بدلولو مخه ونيسي.
د ازهر شيخ د فلسطين لومړي وزير اسماعيل هنيه د ګيلې په لحن ملامت کړ چې ازهر ته یې وروسته سفر وکړ، هغه وويل چې ازهر له فلسطيني مقاومت سره په يوه کتار کې ولاړ دی.
استاذ اسماعيل هنيه د فلسطين د قضيې په هکله د ازهر شریف د موقف ستاينه وکړه او ټولو مصريانو ته یې د حماس په استازيتوب د جنوري د ۲۵ انقلاب مبارکي وويله.
هنيه وويل چې د فلسطيني ملت يو کول يو مقدس هدف دی او د دغه هدف د ترلاسه کولو لپاره به هره ممکنه هڅه کوو. هغه وويل چې شل کاله مو له اسراييلي دښمن سره خبرې وکړې خو هېخ نتيجه یې ورنکړه. اسماعيل هنيه وويل د قدس ققضيه د يواځې د فلسطين موضوع نده مګر د ټولې اسلامي نړۍ قضيه ده او موږ هېڅکله هم د مرستې په موخه فلسطيني او امريکايي دښمن ته مخه نده کړې مګر د مرستې لپاره اسلامي نړۍ ته ګورو.
لومړي وزير اسماعيل هنيه وويل چې قدس نن ورځ له حقيقي خطر سره مخ دی او موږ دا امانت د ازهر د علماو په غاړه اچوو څو دا غږ نړۍ ته ورورسوي.