اوباما خو منافق وخوت

سرچينه:اسلام اون لاين

ژباړن: زاهد جلالي

طارق عزيز د عراق پخوانى د خراجې وزير، د لمړي وزير مرستيال، ډيري وختونه د لمړي وزير په څوکې هم ناست دي، او د صدام حسين نيږدى مشاور چې په کال ٢٠٠٣ کې امريکايې ځواکونو ونيو. د صدام د حکومت په اواخرو کې يعنې په ٢٠٠٢ کال کې يې وويل: د اسلحې لپاره تفتيش هسې چل دي اصلا امريکايې ځواکونه يواځې د عراقي نظام تغير نه غواړي مګر د عراقي نظام له لاري په ټوله منطقې کې تغير غواړي. عزيز وويل: عراق سره د جګړي اصلي لامل نفت او اسرائيل دي نه اسلحه.

وروسته له دي چې طارق عزيز په کال ٢٠٠٣ز کې بندې شو دا يې تقريبا اووه کاله وروسته و چې مطبوعاتو ته يې غږ راوځي. اوس له مشهورې برطانيوي ورځپاڼې ګارډين سره په مرکه کې چې د ګارډين ورځپاڼې نن 06-08-2010 په خپلي ويب پاڼې کې ليکلي.

ګاړډن ورځپاڼه ليکي چې دا مصاحبه مو ورسره په زندان کې کړي وايې طارق عزيز وويلي: برطانيي او امريکي خو زموږ هيواد وران کړ او موږ يې ووژلو. کله چې څوک يوه غلطي کوي بايد هغه بيرته جبران هم کړي، تاسې غلطي وکړه عراق ته راغلي اوس مو غلطي بيرته جبران کړي.

منافق اوباما

ورځپاڼه وايې چې دا په تيرو اوو کلونو کې له هغي راديخوا چې عزيز ځان امريکايې ځواکونو ته تسليم کړ ٢٠٠٣ز لمړي ځل دي چې موږ له طارق عزيز سره په مرکي کولو وتوانيدو، ورځپاڼي دا ندې ليکلي چې څنګه په مرکي کولو وتوانيده.

ورځپاڼه د طآرق عزيز له خولي ليکي: کله چي د اوباما له ياست څخه خبر شوم، د خوښۍ احساس مې وکړ او د راتلونکي لپاره مي نيک فال ونيو، ځکه چې زه پدې باور وم چې اوباما به د پخوانى جمهور رئيس (بوش) غلطيانې بيرته سمې کړي، مګر اوباما هيڅ هم ونکړل او باعکس عراق يې ليوانو ته پريښود.

دي وايې: موږ ټول د امريکي او بريطانيې قربانې يو، دوي زموږ هيواد وواژه. کله چې څوک غلطي کوي بايد بيرته يې سم کړي، دوي هم بايد عراق مرګ ته پرينږدي.

عزيز وايې چې د عراق ننني حالت د صدام له عراق څخه ډير بد دى، همدارنګه په خپلو خبرو کې يې د صدام حسين دفاع هم وکړه ده وويل: په تيرو ديرشو کلونو کې صدام عراق جوړ کړ او نن ورځ عراق وران دى، له دي جګړې مخکې عراق جوړ و او نن ورځ ډيري ناروغۍ لري، نن ورځ په عراق کې لوږه ده، خلکو ته هيڅ عامه خدمات نه ترسره کيږي، هره ورځ که په سلګونو نه وي په لسګونو عراقيان وژل کيږي.

صدام مې خوښيږي

عزيز وويل: صدام هغه څوک دي چې اوس هم ورته ډير احترام لرم او خوښيږي مې، مينه ورسره لرم، هغه داسې څوک و چې تاريخ به يې ثابتوي چې هغه د هيواد خادم و، صدام خپل هيواد ودان کړ او خلکو ته يې ډير خدمت وکاوه، دا ماته ممکنه نده چې ستاسو (د غرب) حکم په هغه ومنم او ورته خاين او بد سړي ووايم.

تير کال په طارق عزيز ١٥ کاله قيد د ١٩٩٢ز د تجارانو د وژلو په تور وخوت، او بيا اووه کاله قيد پري وخوت او اوس مهال امريکايې ځواکونو عراقي ځواکونو ته تسليم کړى.

تيره اونۍ اوباما وعده وکړه چې په عراق کې به د امريکايې ځواکونو وژونکې عمليات د اګسټ تر پايه بندوي.



--
--
zahid jalaly
زاهد جلالی
ویب بلاگ:
awakening.bloguna.tolafghan.com