د اميرالمؤمنين عمر (رضى الله عنه) په وړاندې شورىٰ |
ليک: خالد محمد خالد ژباړن: زاهد جلالي |
د حضرت عمر رضي الله عنه په وړاندې شورى د سالم او صالح حکم اساس و، ځکه خو ده په خپل سر فيصلې نه کولې او د خلکو شديدې خبرې به يې اوريدى. حتى تردي چې يوه ورځ په چرتونو کې ډوب ناست و، په دې وخت کې حذيفه (رضى الله عنه) ننوت، ګوري چې عمر رضي الله عنه خفه ناست دى او له سترګو يې اوښکې بهيږي، حذيفه (رضى الله عنه) پوښتنه وکړه: ولې ژاړي اۍ مير المومنينه؟ عمر رضي الله عنه ځواب ورکړ: زه ويريږم چې څه غلطي ونکړم او تاسو به زما د احترام او لويې لپاره راته زما غلطې په ګوته نکړي. حذيفه (رضى الله عنه) وويل: پخداى قسم دى چې که مو ته وليدې چې له حق څخه ووتې بيرته به دي ورته راوګرځوو. عمر رضي الله عنه پداسې حال کې چې ډير خوښ و ځواب ورکړ: الحمدلله الذي جعل لي اصحابا يقوموني اذا اعوججت. |