طبيعي آفات ولې؟

 
ليکوال زاهد جلالي
 

دي وختونو کې د الله جل جلاله له لوري هر اړخيز آفات راروان دي. د اسلام آباد د مارګلې په غرونو کې د الوتکې د لويدو وير لا پاى ته نه و رسيدلى چې له هغي بد تر آفات راغلل.
څو اونۍ دمخه ګرمۍ خلک داسي په تنګ کړي و چې ټولو به د باران دعاوې کولې، حتى تردې چې ځنې خلک خو د استسقى د لمانځه لپاره هم ووتل. بيا چې کله باران راووريد، دومره اوږد شو چې څو اونۍ يې دوام وموند، په زرګونو خلک يې ووژل، په ميليونو خلک پکې بي کوره شول، سيلابونه راغلل، داسې سيلابونه چې د دهقانانو ځمکې يې يوړي، کورونه يې وران کړل، حتې کلي يې داسې ړنګ کړل چې د وجود اثر يې هم نه ليدل کيده، مواصلاتي لارې يې و تړلې، د برق، مبايل او انټرنټ سهوليتونه هم په ځنو ځايونو کې لمنځه ولاړل.
دا آفتونه يوازې په پېښور، سوات او تورخم پورې محدودې نه دي، دا يو سيمه ايزه بلا ده چې کراچۍ، خيبر پښتونخوا، پنجاب، کابل، وردګ، لوګر او حتى تر هلمنده رسيدلې او د دغې سيمې ټولو خلکو ته يې يو ډول زيان رسولى.
د دغه آفتونو اصلي سرچينه همدا موږ انسانان يو، دا زموږ په اطاعت او سرکشۍ پورې اړه لري. که موږ انسانان د الله جل جلاله عبادت وکړو او له اوامرو څخه يې سرغړونه  ونکړو الله به مو ساتندوى وي او که مو په هيڅ ډول ګناه پښه ونه نيوه، د الله جل جلاله له اوامرو څخه مو سرغړونه وکړه او په څه شې چې يې امر کړي هغه مو پري ښودل، طبيعي ده چې الله به مو په داسې مشکلاتو کې ښکيل کوي چې د وتو لاره يې هم نه وي.
دا موږ ته الله جل جلاله ويلې چې که په مستقيمه لار روان نه وۍ داسې طبيعي آفات به درباندې راولم، الله جل جلاله فرمايې: (ان الله لا يغير ما بقوم حتى يغير ما بانفسهم)
سورت الرعد آيت ١١.
ژباړه: الله د هيڅ قوم حالت نه بدلوي ترڅو هغوي خپل ځان کې تغير رانه ولي.
اوس دا هرڅه پر موږ پورې تړلي دي که پرځان باندې دا ډول مشکلات او مصيبتونه پيرزو کوو، د خداى له لارې دې و اوځو او که غواړو چې آرام ژوند ولرو او له هرډول تکليفونو څخه ليري ژوند وکړو، بيا همدا لاره ده چې مصلحين شو، هم پخپله ځانونه اصلاح کړو او هم د ټولنې د اصلاح په فکر کې اوسو او د ټولنې په اړه هم بايد فکر ولرو، الله مو يواځې پر دې نه پريږدي چې فقط ځانونه اصلاح کړو  او د ټولنې په فکر کې ونه اوسو. د ځان د اصلاح ترڅنګ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر فريضه هم پياد ولرو.
الله تعالى فرمايې: (ولاتفسدو في الارض)
ژباړه: او په ځمکه کې فساد مه کوئ.
 الله جل جلاله فرمايې: (ظهر الفساد فې البر والبحر بما کسبت ايدي الناس) سورت الروم آيت ٤١. 
ژباړه: په وچي او لمدي کې فساد د انسان د اعمالو په نتيجه کې ښکاره شو.
دا چې بحري طوفانونه چې تيره مياشت يې په عمان، کراچۍ او د دوي ترمنځ په بحر کې چې کوم بحري طوفان راروان و او د ټولې کراچۍ او د نيم عمان د ورانيدو امکان پکې و،  دا د انسانانو د ګناهونو نتيجه نده؟
موږ که د دي سيلاب ځپلې سيمې حالاتو کې فکر وکړو، نو راته ښکاره به شې چې هرڅه د خداي د غوښتنې مخالف روان دي.  د يو مسلمان د وژلو جرم څومره لوۍ دى، خو نن ورځ د يو مسلمان وژنه د څاروى له وژنې هم آسانه ده، په افغانستان او پاکستان کې هر ورځ په زرګونو بيګناه انسانان وژل کيږي، هر کله  ډرون اټيک (د بې پېلوټه الوتکو بريد) کيږي او په سلګونو بيګناه مسلمانان پکې وژل کيږي!
په افغانستان کې خو بيځي د مسلمان وژنه عادي ده، تقريبا هره ورځ بيګناه افغانان د امريکايې لنډغرو او متحدينو په لاسونو يې وژل کيږي، څوک يې پوښتنه هم نکوي، آيا دا بيګناه انسانان خداي لري کنه؟ دا دخداي بندګان دي او کنه؟ د دوي هم پوښتنه شته، دا هم د خداي مخلوق دي، په دوي به هم څوک نيول کيږي.
الله جل جلاله موږ ته دا دين تکميل کړى، هرڅه پکې شته که څوک ورته رجوع وکړي د خپل هر ډول مشکل حل به پکې لاسته راوړي. مخکې تر دې چې نبې کريم صلى الله عليه وسلم له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي دين مکمل شو. الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمايې: (اليوم اکملت لکم دينکم و اتممت عليکم نعمتي) 
سورت مائده آيت ٣.
ژباړه: نن ورځ مي تاسو ته دين مکمل کړ او خپل نعمت مې پرتاسو پاي ته ورساوه.
اوس دين مکمل شوى، زموږ د نجات او تباهۍ لاره ښکاره ده، رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايې: (الحلال بين و الحرام بين و بينهما امور مشتبهات لايعلمهن کثير من الناس).
ژباړه: حرام ښکاره دي او حلال هم ښکاره دي، او د دوي ترمنځ ځنې شکمن څيزونه دي چې ډير خلک پري نه پوهيږي.
دا حديث دا راښيي چې دري ډوله څيزونه دي:
 ١ – يو واضح حلال دي لکه ډوډي، عسل او داسې نور.
٢ – بل واضح حرام دي، لکه شراب، زنا او داسې نور.
٣ – د دوي ترمنځ ځنې څيزونه دي چې ډير خلک پري نپوهيږي چې حرام دي او که حلال، علماء پري پوهيږي او دليل باندي يې حرام او حلال ثابتوي.
د قيامت په ورځي څوک بهانه نشې کولي. الله تعالي دين مکمل کړۍ، حلال او حرام يې موږ ته ښکاره کړي دا اوس په موږ پورې اړه لري چې کومه لاره د ځان لپاره وټاکو، حرام او که حلال.
څه بايد وکړو؟!
دا چې داسې طبيعې آفات راروان دي موږ بايد څه وکړو؟  د هر مسلمان مسوليت څه شې دي؟ د دغو پوښتنو ځواب او له د غو مشکلاتو څخه د وتلو لپاره زما په اند لانديني لارښوونې به موثري وي:
-الله جل جلاله هر ډول بيلارى او ګناهکار نه هيروي، د توبي دروازي د هرچا په وړاندې خلاصې دي، د هرچا لپاره لداسې مشکلاتو څخه د وتلو اساسې او اصلې لاره د توبې لاره ده. هغه توبه چې د زړه له تله وي او د ګناه څخه د پښيمانۍ په نتيجه کې ووېستل شې. د داسې توبې په اړه الله جل جلاله فرمايې: (يا أيها الذين ءامنوا توبوا إلى الله توبة نصوحًا) (سورة التحريم/ءاية 8).
ژباړه: اي هغه کسانو چې ايمان مو راوړى، توبه وباسئ الله ته مخلصانه توبه.
الله تعالى فرمايې: (وتوبوا إلى الله جميعًا أيها المؤمنون لعلكم تفلحون) (سورة النور/ءاية 31)
ژباړه: الله ته ټول توبه وباسئ اي مومنانو تر څو بريالي شئ.
رسو ل الله صلى الله عليه وسلم فرمايې د توبې کوونکې په اړه فرمايې: (التائب من الذنب کمن لا ذنب له).
ژباړه: د توبې ويستونکى داسې وي لکه هيڅ چې يې ګناه نه وي کړي.
-الله جل جلاله موږ ته د ژوند (کتلاک) راليږلي، پدې کې د ژوند د هر ډول ربړونو او آفتونو حل شته. نو موږ بايد پدي کتلاک (قرآن او سنت) منګولې ولګوو، د خپل د ژوند او ثبات اصلي سرچينه يې وبولو او په خپل ژوند کې يې پياده کړو.
-د نيک کار د قبليدو يو اساسي شرط اخلاص دى، نو موږ بايد اخلاص ته ډيره پاملرنه وکړو او له هرډول ريا او ځان ښودلو څخه ځان وژغورو.
-اسلام ته هر اړخيز کار کول، خپل فکر او عمل بايد د اسلام يو اړخ ته محدود نکړو، پدې اړه امام حسن البناء وايې: زموږ دعوت عبارت دى له: سلفى دعوت، صوفيانه حقيقت، سياسي جماعت، ورزشى ټيم، سنى طريقه، علمى او فرهنګي ټولنه، اقتصادي شرکت، او ټولنيزي مفکوري څخه نو د اسلام هر اړخ ته بايد توجه وکړو.
-امر بالمعروف او نهي عن المنکر کول، زموږ د خلاصون يوه مهمه لاره ده. الله تعالى د امر بالمعروف په اړه فرمايې: (کنتم خير امة اخرجت للناس تامرون بالمعروف و تنهون عن المنکر وتومنون بالله) سورت عمران آيت ١١٠.
ژباړه : تاسو يو غوره امت ياست چې راويستل شوي يې خلکو ته چې امر به کوئ په ښو او منعه به کوئ له بدو او په الله به ايمان لرئ.