د ځوان او تاند لیکوال (زاهد جلالي) لومړی اثر (د اسلامي فکر اتلان)

ليكوال: عثمان افضلي

څو ورځې مخکې یو ملګري په فیس بوک کې لیکلې ؤ چې خپلې ژبې ته باید څنګه کار وکړو.. بیا يې دا ویلې ؤ چې باید نورو ته په درنه وکتل شي او داسې نور... ما ورته تبصرو کې دا وویل چې کار دین ته وکړئ، او په خپله ژبه يې وکړئ. نیتونه مو صفا کړئ.. ژبه به مو هم غني شي او ثواب به مو هم ګټلی وي...

همدې کې وم چې د پښتو ژبې تاند او هڅاند ځوان لیکوال، زاهد جلالي صاحب له خوا راباندې د ده د نوي کتاب د نشر زېری وشو.

د دوی کتاب د اسلامي فکر اتلان چې انشاء الله لنډو ورځو کې بازار ته راوځي، او د افغانستان ټولو لویو ښارونو کې به انشاء الله پیدا کېږي. دا کتاب د ځوان نسل د تربيې او هغوی ته د مشرانو ورپېژندلو په اړه ډېر مفید او خوندور کتاب دی. او د تاریخي سرمايي سره سره اسلامي ارزښت هم لري...

زه په خپل وار ورور زاهد جلالي ته د الله تعالی له دربار نه د لا حوصلي، تاند قلم او اجر غوښتونکی یم او الله دې وکړي چې تل مو په خپلو لیکنو او هدف نه ډکو مطالبو ولمانځي...

زه خپل الفاظ د دې کتاب او لیکوال د ستایلو لپاره نا کافي بولم.. او د خوښۍ احساسات واقعا نشم بیانولای.. خو څرنګه چې ادیب نه یم نور الفاظ هم نه لرم...

په آخره کې په هغو ورونو چې ژبې ته کار کول غواړي دا غږ کوم چې که سم کار کول غواړئ خو د جلالي صاحب په طریقه ډېر ښه

دی.. هم به مو اسلام ته خدمت کړی وي، هم به مو ژبه غني کړې وي او هم به مو خپله ادبي تنده ماته کړې وي... په درنښت

یادونه: د کتاب لړ لیک څه په دا ډول دی:

لړليک

۱. د ((د اسلامي فکر اتلان)) پر کتاب څو کرښې

۲. مقدمه

۳. البنا، شهيد امام حسن البنا

۴. حسان، حسين حامد حسان

۵. ديدات، شيخ احمد ديدات

۶. رنتيسي، دوکتور عبدالعزيز الرنتيسي

۷. زحيلي، دوکتور وهبه الزحيلي

۸. سباعي، دوکتور مصطفی سباعي

۹. شحاده، شهيد صلاح شحاده

۱۰. عاکف، استاذ محمد مهدي عاکف

۱۱. فضل الله، محمد حسين فضل الله

۱۲. قرضاوي، علامه دوکتور يوسف القرضاوي

۱۳. ګولن، محمد فتح الله ګولن

۱۴. ندوي، علامه ابو الحسن علي حسني الندوي

۱۵. نورسي، بديع الزمان سعيد النورسي

۱۶. نيازی، پوهاند استاذ شهيد غلام محمد نيازی

۱۷. ياسين، شهيد شيخ احمد ياسين

۱۸. يکن، استاذ فتحي يکن