(اسلام او نوې ساینسي څېړنې) په کتاب تقریظ
د با احساسه لیکوال ګران ورور عبدالغفار جبیر کتاب (اسلام او نوې ساینسي څېړنې) مې ولید. پخوا مې هم د نوموړی ژباړه او غورچاڼ شوی کتاب چې نوم یې (ما ولې اسلام قبلول کړ) و، لیدلی و، د هغه کتاب منځپانګه مې څو څو وارې ولوسته، ډېرې جالبې لیکنې یې راټولې کړې وې. د راتلونکي کتاب چې په نظر کې لري د اسلام او نصرانیت په اړه یې ولیکي هم راته ویلي. کله چې مې د د ګران ورو جبیر صاحب اسلامي احساس ولید، تازه وینه راکې وچلېده، ډېر خوښ شوم چې سره له دې چې موږ افغانان له اقتصادي مشکلاتو نیولې تر سیاسي دسیسو هرې خواته نیول شوي یو، یا خو راته د داسې څېړنو او کتاب لیکلو یا ژباړلو موقع په لاس نه ده راغلې او که راغلې هم د مشکلاتو له امله قلم ته لاس نه شو اوږدولی. کله چې مې له داسې افغان سره وپېژندل او د ده قیمتي کتابونه او لوړ احساس مې ولید له ځان سره مې وویل چې زه خطا شوی یم، دغه ملت کې اسلامي احساس لا نه دی مړ، کمونیستي پوچو افکارو او امپریالیستي استکبار د ټوپک په خوله د دوی اسلامی حس مړ نه شو کړای، د الله تعالی شکر مې ادا کړ چې انشاءالله هېڅ کله به هم دغه ملت د داسې شخصیتونو په لرلو سره د پردېو د افکارو ښکار نه شي او نه به په اسلام نورو مسخه شویو او باطلو ادیانو ته ترجېح ورکړي. که پرون د جبیر صاحب په څېر کوم لیکوال داسې کوم اثر لیکلی وای، ښایي ډېر تش مغزي نه وای کمونیستان شوي؛ هغوی ته به د اسلام ساینسي اعجاز څرګند شوی وای!
دا یو تریخ حقیقت دی چې زموږ په افغاني ټولنه کې داسې لیکوالان د ګوتو په شمار دي. دلته اولیتونه نه دي پېژندل شوي. که شعري ټولګې وګورو ښې پرېمانه دي خو که د دې په مقابل کې د (اسلام او نوې ساینسي څېړنې) په څېر کتابونه وګورو، هېڅ سره پرتله کیږي نه. بلې خوا هغه لیکوالان چې غربي هېوادونو ته تللي او یا هم دلته له غربي تمدن سره آشنا شوي، بیا په ړندو سترګو د هغوی پسې ورروان وي. (بې له شکه چې داسې لیکوالان هم شته چې په غربي هېوادونو کې اوسي خو خپل ملت او خپل کلتور یې نه دی هېر کړی خو اکثریت داسې نه دي). همدا ده چې خپل ملت ته یې ګټه څه چې محض ضرر رسوي.
د داسې کتابونو په لیکلو کې د لیکوال لپاره په څو ژبو پوهېدل اړین دي. لیکوال باید لږ تر لږه په عربی یا انګرېزي وپوهېږي، ځکه دا دواړه داسې ژبې دي چې په سلهاو کتابونه پکې لاسته راوړل کېدای شي. د جبیر صاحب کمال دا دی چې په ډېرو ژبو پوهیږي. همدا ده چې د کتاب محتویات معتبر کیږي. جبیر صاحب په دغه کتاب کې له انګرېزي، عربي، اردو، فارسي او پښتو کتابونو څخه استفاده کړې او له معتبرو مراجعو یې د کتاب منځپانګه ډکه کړې.
داسې کتابونه نه یواځې په پښتو او دري کې لږ دي، بلکې په عربي او انګلیسي کې هم د نورو اسلامي کتابونو په څېر ډېر نه دي لیکل شوي. په اسلامي نړۍ کې د دغې موضوع لیکوالان ډېر لږ او معین کسان دي، د هغې له جملې نه هارون یحیی چې په دغه موضوع کې یې ډېر مهم کتابونه لیکلي. جبیر صاحب هم نن ورځ د دغو لویو لیکوالانو په قطار کې راځي چې په دغسې موضوعاتو کې کتابونه لیکي. دا یو ښکاره حقیقت دی، ټول علماء دا مني چې د قرآن هغه آیتونه چې په احکامو پورې اړه لري تفسیر شوي. د اسلامي نړۍ پخوانیو او اوسنیو علماو د قرآن هغه آیتونه چې احکام پکې دي تفسیر کړي. نن هرډول تفاسیر شته. سیاسي، دعوتي، جهادي، فکري، اقتصادي او داسې نور تفاسیر په اسلامي نړۍ کې ښه پرېمانه دي، خو د قرآن ساینسي تفسیر چا نه دی کړي. د قرآن هغه آیتونه چې په ساینس او ټکنالوژۍ پورې اړه لري هغه لاهم بند پاتې، نن ورځ د داسې کسانو چې د اسلام او ساینس په اړه معلومات ولري ضرورت دی چې دغه آیتونه تفسیر کړي.
نن هغه ورځ رسېدلې ده چې اسلام پرمختللې نړۍ ته د ساینس او ټکنالوژۍ په ژبه دا په اثبات ورسوي چې دا کتاب الهی کتاب دی او ستاسو د ژوند هر مشکل که هغه اخلاقي او روحي وي او که ټکنالوژیکي په دغه کې یې موندلی شﺉ. همدا ده چې د نړۍ ډېر پوهان له تحقیق وروسته دې نتیجې ته رسیدلي چې دا دین الهی دین دی او دا کتاب د خدای له لورې رالېږل شوی کتاب دی. په دغه موضوع کې چې جبیر صاحب پرې کتاب لیکلې د اسلامي نړۍ مشهور عالم عبدالمجید زنداني هم ډېرې څېړنې کړي او همدا ده چې د نړۍ پېژندل شوېو پروفیسورانو دا منلې چې قرآن الهی کتاب دی او دا دین د الله له لورې رانازل شوی دین دی.
استاد عبدالمجید زنداني د پروفیسور مارشال جونسون د مسلمانېدو په اړه وایي: (کله چې مې پروفیسور مارشال جونسون چې په جنین کې یې ډېرې څېړنې کړې وې ولید، ورته مې وویل: تاسو اوس دا کشف کړی چې جنین د مور په ګېډه کې له څو مرحلو تېرولو وروسته زیږیږي او اسلام څو پېړۍ وړاندې دا خبره موږ ته راښودلې وه. هغه په خپل ځای ودرېد او ویې ویل: نه...دا نا ممکنه ده....! بیا یې زه څنګ ته کېناستم او قرآني آیتونه مې ورته تلاوت او شرح کړل بیا یې وویل: رښتیا هم دا د خدای کتاب دی). همدارنګه پروفیسور «کیث مور» هم د عبدالمجید زنداني په لاس په همدغو څېړنو مسلمان شوی. هغه داسې په سلګونو کیسې لري.
دا دی جبیر صاحب افغانانو ته هم دغه ور پرانیست، دی په نورو مخکې شو او نورو ته یې لار آسانه کړه. هغه څوک چې وغواړي له ابتداء نه په دغه موضوع کې معلومات پیدا کړي او په نورو ژبو نه پوهیږي دا کتاب ورته ډېر ګټور دی. هغه کسان چې په نورو ژبو هم پوهیږي د دغه کتاب لوستل ورته ضروري دي ځکه دغه کتاب هم د نورو کتابونو په څېر یوه څېړنه ده چې جبیر صاحب پرې ډېر تکلیف وېستی او له ۱۱۳ مراجعو څخه یې د کتاب په لیکلو کې استفاده کړې. حتی که دا کتاب نورو ژبو ته هم وژباړل شي د ډېرو نورو د استفادې وړ به شي.
په پای کې درنو لوستونکو ته زېری ورکوم چې که خدای غوښتي وو جبیر صاحب به هم د اسلامي نړۍ ستر مبارز شیخ احمد دیدات او دده شاګرد ذاکر ناییک او د ترکي لیکوال هارون یحیی په قطار کې ودريږي. موږ هم الله ته دعا کوو چې جبیر صاحب ته د خپلې هڅې اجر ورکړي او نورو ته له کتاب څخه د استفادې موقع.
په درنښت
زاهد جلالي-اسلام آباد