اسلامي نهضت په افغانستان کې د اسلامپالنې مور خوځښت
لیکوال: زاهد جلالي
اسلامي نهضت په افغانستان کې د اسلامي مقدساتو د لوړ ساتلو، د چپي، پردي پاله او اسلام ضد کړیو سره د مقابلې او د فاسد نظام د سیاسی اصلاح لپاره د هغه نړیوال فکر تسلسل و، چې د اسلامي خلافت د بیاراژوندي کولو په موخه پیل شوی و. دغه حرکت چې د څو مخلصو مسلمانانو له لورې تاسیس شوی و، د فاسد نظام د غلط سیاست او پرديپالو د ظلم او ستم په نتیجه کې چې د دوی رشادتونو او حماسو ستاینه شوې وای او د دوي په غاړه کې د مننې ګلګېډۍ اچول شوې وې، د دوی په لاسونو کې هتکړۍ او په غاړه کې د اعدام پړي ورواچول شول.
کله چې په ۱۹۲۴ز کال کې د صهیونستانو د پلانونو او د لستوڼي مار اتاتورک د خیانت په نتیجه کې پای ته ورسېده، دغه وخت کې اسلامي هېوادونه په وړو وړو ټوټو ووېشل شول او د دوی حاکمیت داسې کسانو ته وسپارل شو چې هغوی د دوی هره خبره د سر په سترګو بې له کومې پلټنې او د ملي ګټو په نظر کې نیولو څخه عملي کولې، چې دا مخلصو مسلمانانو ته هېڅ کله هم د منلو وړ نه وې، هغوی د اسلامي خلافت د بیا را ژوندي کولو او د فاسدو حکومتونو د اصلاح لپاره اسلامي حرکتونه پیل کړل.
د اخوان المسلمین حرکت د دغه غورځنګ په سر کې قرار درلود چې له دغه فکر او د دوی له کامیابې مبارزې نه د اسلامي نړۍ په ټولو کونجونو کې مسلمانان متآثر شول او د دوی په پل يې پښه کېښوده. له دغو حرکتونو څخه یو هم د افغانستان اسلامي نهضت دي چې په مصر کې د افغان محصل او بیا د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي د رئیس پوهاند غلام محمد نیازي له لورې تاسیس شو. که څه هم په دې اړه د ځینو ترمنځ د نظر اختلاف شته، ولې زه د نهضت د اکثریت غړو او زیات شمېر بې لوریو تاریخ لیکونکو نظر په پام کې نیولو سره استاد نیازی ددې مبارک غورځنګ مشر او مؤسس ګڼم.
غلام محمد نیازی څوک و؟
استاذ غلام محمد نیازی په ۱۳۱۱ل کال چې له ۱۹۳۲ز سره سمون خوري د غزني د ولایت د اندړو د ولسوالۍ په رحیم خیلو کې زېږېدلی دی. متوسطې او عالي زده کړې یې د کابل په ابوحنیفه مدرسه کې ترسره کړي او د لوړو زده کړو په موخه مصر ته تللی، هلته یې تر ماستري (مافوق لیسانس) پورې زده کړې کړي او په همدغه موده کې له اخوان المسلمین سره آشنا شوی او د هغوی له کامیاب دعوت او مبارزې نه متآثر شوی.
کله چې کابل ته راستون شو سره له دې چې د حکومت له لورې ورته د لویو حکومتي چوکیو بلنه هم ورکړل شوه خو استاذ نیازی د اسلام د دعوت او د ځوانانو ویښول د هرڅه په مقابل کې اوچت وبلل او د شرعیاتو په پوهنځي کې استاذ او رئیس مقرر شو. په دغه موده کې استاذ نیازی د خپل فکر د خپراوي لپاره هڅې پیل کړې. هغه خپل ټول فعالیتونه پټ سرته رسول او له فکري ځوانانو سره یې مستقیمه اړیکه وله.
کله چې د استاذ نیازی په څېر یو با احساسه شخصیت د خپل ملت دردناک حالت، د حاکم ناپروايي او د پردیو ښکاره لاسوهنې په خپلو سترګو ګوري هغه بیا خپل احساس دومره پټ نه شي ساتلای، استاذ نیازی هم په خپلو اسلامپاله افکارو پېژندل شوی و. همدا وه چې د استاذ نیازی له افکارو څخه د ملت او اسلام دښمنان خبر شول، هغه د شرعیات په نامه یوه مجله تاسیس کړه او د دې ترڅنګ یې فکري او اسلامي کتابونه چاپ او په خلکو کې توزیع کول، همدارنګه په پوهنتون کې تربیتي حلقې او په کانکور کې اسلامي مواد داخلول هم د استاذ نیازی له ابتکاراتو څخه دي، هغه حکومت ته د اسلام د خپراوي لپاره د یونړیوالې څېړنیزې ادارې غوښتنه وکړه.
استاذ نیازی نه یواځې د پوهنتون استاذ او د محصلینو مربی و مګر د دې ترڅنګه هغه محصلینو ځوانانو ته سیاسی ښوونه هم کوله چي له هغو څخه د شهید عبدالرحیم نیازی د جنازې د راوړلو په وخت کې محصلینو ته د لویو مظاهرو بلنه ورکوله و چې په دغه ډول فعالیتونو استاذ نیازی د حاکم نظام له لورې تهدید کېده هم خو هغه دا هرڅه د اسلام لپاره په ځان منلي ول.
د وخت فاسد نظام چې پرچمي او خلقي کمونستان پکې ښه مخکې ول او څه چې یې غوښتل کولی یې شول، استاذ نیازی یې د خپلو پردیپالو اهداف ضد ولید او د هغه د نیولو په فکر کې شول چې په ۱۳۵۲ل کال کې یې استاذ نیازی له تعذیبونو ډک زندان ته واچاوه. د استاذ نیازی د زندان په ژوند کې هم درسونه پراته دي، هغه به په زندان کې زندانیانو ته د اسلام تربیه ورکوله چې بالاخره د کمونیستانو له لورې په داسې حال کې د شکنجې او عذاب لاندې په شهادت ورسول شو چې د بدن غوښې يې له بدن څخه بیلې شوې وې ، روح دې ښاد وي.
اسلامي نهضت
شهید پوهاند غلام محمد نیازی په شهادت ورسول شو، خو هغه له ځانه وروسته د داسې یو مبارک حرکت بنیاد په ۱۳۳۱ل کال کې ایښی و چې د هغه په شهادت سره نه یواځې دا چې ختم نه شو مګر لا هم ځواکمن شو. استاذ نیازی د داسې یو خوځښت بنسټ کېښود چې تر اوسه پورې په افغانستان کې ټول اسلامپاله خوځښتونه د ده له وینو رنګ اخیستی.
استاذ نیازی د شهید سید قطب هغه وینا رښتیا کړه چې یو فکر هغه وخت په خلکو اغیزه کوي او رشد پیدا کوي چې د مفکر په وینو خړوب شي، استاذ نیازی هم په دغه فکر ځان قربان کړ او له ځانه وروسته يې داسې احساسات پرېښودل چې ترننه د اسلام د مقدس دین سانته په خپلو وینو ترسره کوي.
شهید استاذ نیازی معاصر اسلامپال خوځښت ته هرډول درسونه ورکړل، هغه د تعلیمی فعالیت، سیاسی او حتی د زندان درسونه له ځان نه وروسته نسلونو ته پرېښودل. په افغانستان کې اسلامي نهضت د ۱۳۵۳ل او ۱۳۵۷ل پورې درې سوه غړي زندان ته دخل شول او د زندان سخت تکلیفونه یې تحمل کړل ترڅو راتلونکي نسل ته د حق استقامت ور وښودل شي او د باطل په مقابل کې هغوی حسینی حقایق راژوندي کړل.
که د استاذ نیازی د مقدس فکر او پاکو وینو برکت نه و، نن ورځ به افغانستان د ډېرو هېوادونو په څېر د کمونیزم ناپاکې فلسفې تر د منلو سر ټیټ کړی و او خپل نوامیس به یې د دې په مقابل کې ورکړي ول.
د استاذ نیازی اسلامی نهضت په افغانستان کې د معاصرو اسلامپاله خوځښتونو ته مور حیثیت لري، دلته هر حرکت له اسلامي نهضت څخه یا مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه فکري الهام اخیستی، هغه اسلامي نهضت د افغانستان ویده ملت د استبداد په مقابل کې راپاڅاوه او د خپلو حقوقو د غوښتنې درس یې وکړ.
دا چې نن ورځ په افغانستان کې د اسلامپاله حرکتونو ترمنځ فکري اختلاف شتون لري، علت یې دا دې چې هغوی د اسلامي نهضت له اوچتې تربیې نه لري شوي، د کلونو فاصلې له درس نه په عبرت اخیستلو کې هم فاصلې راپیدا کړي. واقعا که دغه حرکتونه د اسلامي نهضت تاریخ ته د عبرت په نظر وګوري دوی به خپل ټول مشکلات په هغه کې حل کړي.