د ښاغلي موحد په تایید
لیکوال: زاهد جلالي
تېره ورځ مې په شهادت ورځپاڼه کې د ښاغلي موحد یوه لیکنه ولوسته، د قرآن او د قرآن د زده کولو په اړه یې لیکلې وه، چې عنوان یې (آيا په قرآن پوهېدا گرانه ده؟ - او كه هر څوك په قرآن پوهېدى شي؟) و، ډېره راباندې ښه ولږېده او هغه څه مې پکې ولیدل چې زما زړه کې ګرځېدل. سره د دې چې په دې ورځو کې مې د پوهنتون امتحانونه هم شروع دي دا چې لیکنه مې ډېره خوښه شوه ومې نه شو کولی له دې لیکنې څخه د تایید نه پرته تېر شم ځکه مې وغوښتل یو لنډ څه پرې ولیکم.
رښتیا هم نن سبا داسې ډېر کسان شته چې د خپلې ناپوهۍ له امله خلکو ته د قرآن په لوستو او د منځپانګې د پوهېدو لپاره ورته داسې شرایط ږدي چې سړی د قرآن له لوستو زړه تورن کړي، د هغوی داسې خبری یو مسلمان داسې وېروي چې د قرآن تفسیر ته له وېرې لاس نه شي اوږدولی، دا یو لوی مصیبت دی په داسې حال کې چې زمونږ هر لوی او کوچنی قرآن ته اړتیا لري او د قرآن په پوهېدو ځان یو ځایه پورې رسوی شي.
د قرآن مفسر داعی او مبارز شهید سید قطب له قرآن سره د اوسېدو او د دې ترسیوري لاندې ژوند کولو په اړه وايي چې دا د الله یو نعمت دې چې په خپل بنده ولوریږي د قرآن ترسیوري لاندې ژوند ورپه برخه کوي، ما په دغه موده کې د قرآن سره له اوسېدو نه د الله په فضل ډېر خوند اخیستی او هغه خوند چې مې د قرآن سره په اوسېدو کې لیدلی له دېنه پرته بل ژوند کې نشته. رښتیا هم چې همداسې ده له قرآن سره اوسېدل یو الهی رحمت دی چې په کوم انسان یې کوي.
موحد صاحب د خپلې لیکنې په لومړي پراګراف کې لیکلي:
(د مبارزې د پيل په لومړيو كلونو كي مي له يوه مفتي صاحب پوښتنه وكړه: آيا زه كولى شم د قرآن تفسير ولولم؟ د هغه ځواب توند او تېز وو او راته وئې ويل: نه؛ د قرآن په تفسير يوازي رسول الله صلى الله عليه وسلم او د ده صحابه پوهېدل!! زما او ستا ئې له تفسير سره څه!! فقهاوو د قرآن ټول ضروري مسائل د فقهي په كتابونو كي بيان كړي، همدا موږ ته كفايت كوي) دا چې نوموړی مفتي وايي چې زمونږ یې له قرآن او تفسیر سره څه په دې له رسول الله نه پرته بل څوک نپوهیږي او مونږ سره د فقهې کتابونه شته، زما په نظر دی هېڅ له دیني مسایلو خبر نه و، صرف کومه قدري او خلاصه به یې ویلې وي او ځان باندې به یې د مفتي او د مولوي لقب ایښی وي! څکه که دی پوهېدی ده به هېڅ کله هم دا خبره نه وه کړې چې زمونږ یې له تفسیر سره څه! ځکه دا داسې خبره ده چې د هېڅ عالم له خولې به وانه ورېدل شي. هغه مسایل چې په فقه کې راغلي، اساس یې قرآن او سنت دي، که څوک لومړی قرآن ونه لولی په دې نه پوهېږې چې د دین مصادر څه دي او فقه ولې لولو.
فقه د فقیه د هڅې لاسته راوڼه ده چې د صحت او غلطۍ امکانات لري، مګر قرآن هغه الهي ډالۍ ده چې یو حرف هم پکې غلط نشته، دا داسې الهی جمله بندیانې او ترکیبونه لري چې په لوستو به یې یو پوه انسان په دې پوه شي چې دا یوه انساني وینا نه الهی لارښوونه ده، ځکه قرآن داسې ترکیب لري چې د نړۍ یو لوی فیلسوف د دې په څېر یو آیت هم نه شي جوړوی. د عربو د قوي شاعرانو او د جاهلیت په ادب پوهو عربانو به چې کله د قرآن تلاوت واورېده هغوی به ویلې چې رښتیا هم دا الهی کتاب دی او هېڅ انسان داسې جملات نه شي لیکلی! همدا وه چې ډېری ادیبان مسلمان شول!.
کله نا کله چې د قرآن یو آیت او یا د آیت ژباړه ګورم له ځان سره وایم چې دا به کوم فیلسوف لیکلې وي، دا دومره له مطلبه ډکه او ځواکمنه خبره به د چا وي؟ خو چې کله متوجه شم آیت دی، نور مې هم ایمان ځواکمن شي چې رښتیا هم دا یوه الهي ډالۍ ده او هېڅ کله هم د انسان ژوند له دغه کتابه پرته ښه ژوند نه شي جوړېدی.
د قرآن په هر آیت کې مخصوصا هغه آیتونه چې انساني اخلاقي روزنې ته لارښوونې لري په دې ارزي چې لوی لوی کتابونه پرې ولیکل شي. ډېر آیتونه داسې دي چې په کتو یې انسان ټکان خوري چې د یوویشتمې پېړۍ پرمختګ ورور حتی قرآني اخلاقیات هم د اوچتو اخلاقیاتو په ډول مني او ورته د عاجزۍ سر ښکته کوي.
که څوک غواړي په فقهې ښه پوه شي باید لومړي قرآن ولوي، دلته یوه ټکي ته اشاره کول غواړم، هغه دا چې کله به مې له دینپوهانو نه اورېدل چې قرآن زمونږ د ژوند هر ډول مشکلات را حلوي ما به د دوی دا خبرې اورېدې خو پوهېدم به نه چې د دې موخه څه ده، دا چې دومره لوی کتاب دی د دې لوستل خو ماته دومره جالب نه دي د دې علت څه دي؟ زه به نه پوهېدم خو له ځان سره به مې ویلې چې ته حتما ډېر ګناهکار یې ځکه ته د دغه کتاب نه هغه خوند چې علما یې یادوي نه شي اخیستی. خو اوس په دې پوهېږم چې اول په قرآن ځان پوهول دي او بیا ترېنه هغه خوند اخیستل دي کوم چې علما یې په اړه غږیږي.
متاسفانه چې افغانستان کې ډېری کسان داسې شته چې ځان ته به ملا او مولوي وایي خو خوار به د دین په هغه لاره هم نه وي تللی او عوامو ته به له ځان دیني خبرې جوړوي او د دین په نامه یې پرې تطبیقوي. د دې لپاره چې دین ته رجوع وکړو او د قرآن په اساساتو ځان پوه کړو باید هریو د اساسي دیني زده کړو په لور ولاړ شو او یواځې په خلاصې او قدوري کفایت ونه کړو، هغه وخت کولی شي یو صحیح دیني فهم ترلاسه کړو. په پای کې له ښاغلي موحد نه مننه کوم چې داسې مهمې موضوع ته یې اشاره کړې وه او داسې یو لوی مشکل په اړه یې څه لیکلي ول.