دوستانو! راځي له احتياطه يو قدم مخکې کېدو. دغه انځورونه چې وينۍ، د امريکايي دېموکراسۍ يوه ډالۍ ده.
امريکا په افغانستان کې ډېر قوي يورانيوم استعمال کړي، د قانوني يورانيمو څو زره چنده قوي يورانيم يې په افغانستان کې استعمال کړي او دا يې پايله ده، نه پوهېږم دا لړۍ به تر کومه همداسې روانه وي.
له امريکې ګيله نه ده په کار، ځکه له دښمنه احمق سړى د خير تمه کوي، خو د خندا او ژړا او خپګان وړ هغه کسان دي چې د خپل وطن په مقابل کې ولاړ دي او لا هم امريکايي اشغال ته د الهي رحمت په سترګه ګوري.
ځينې خو بيخي نه غواړي د امريکې دغه وحشي او قاتله څېره ښکاره شي، نو هره خبره او هر قتل په طالبانو پسې تړي. زه له طالبانو سپين چرګ جوړول نه غواړم، کېداى شي د هغوى په جامه کې ډېرو خلکو قتونه کړي وي، کېداى شي طالبان هم ملامته وي، مګر دا راته ووايئ چې دغه يورانيم چا استعمال کړى؟ طالبانو؟ ټول پوهېږي چې هغوى سره په لاس کې دغه مواد نه شته.
کله چې د دغو يورانيمو خطرکانې اغېزې ګورو، نو امريکې هغه بمونه چې آن پنځلس ټنه وو او په خوارو افغانانو يې ورول، رانه هېر شي، ځکه د دې سلاح کار، عاموژنه او نسل وژنه ده، رب دې ورته جزا ورکړي او د افغانانو د ويښتابه په هيله.
دا تصويرونه وګورئ او امريکايي وحشت او انسان دښمني درک کړئ: