مخبت صاحب ته دې خالق پاچا جنتونه ورکړي يوه ورځ يې راته عجيبه خاطره وويله. ويل يې:
د جهاد وختونه وو، زه هم ځوان وم، له في ظلال القرآن سره مې ډېره مينه وه، خو د اخيستلو پيسې يې راسره نه وې. يوه ورځ يو چا اووه زره روپۍ راکړې، چې پيسې مې تر لاسه کړې، په منډه د قصه خوانۍ لور ته لاړم او دغه تفسير مې واونيو. کله چې حويلۍ ته راتلم، د لارې کرايه هم راسره نه وه او د مصارفو له پاره ټولې پيسې ختمې شوې، خو دا مې په ياد هم نه وو، په پښو تر ورسک پورې راغلم!
مخبت صاحب سره تر وفاته دغه تفسير و او په ډېر خوند به يې وايه، رحمه الله