قرآني سيکالوجي
که چېرته کوم انسان په ډېر خبيث او لا علاجه ناروغۍ اخته شي، د نړۍ ستر سيکالوجېست ته به ډېره مشکله وي چې هغه ته صبر ورکړاى شي، خو قرآني سيکالوجي کاملا مختلفه ده، قرآني سيکالوجي دغسې ناروغ ته صبر څه چې قناعت ورکولاى شي!
اسلام انسان ته وايي چې رب دې وي، هېڅ کله به ضرر در ونه رسوي او هر څه چې موږ ترې تښتو، هم زموږ خير په کې دى، ځکه چې له ستر ربه د غلط کار هېڅ تصور هم نه کېږي.
که انسان په سرطان اخته کېږي، قرآن يې پرې قانع کوي، ځکه چې د ګناه د رژېدو او د آخرت د خوښ ژوند وعدې ورسره کوي، نو ناروغ مايوسۍ ته قطعا نه پرېږدي، همدا ده چې مرحوم فاني په داسې وخت کې چې په ډېر خبيث مرض اخته و، وايي:
مگو تلخ است جام آخرين زندگى فانى
زساقى بوسه ى بستان و آن تلخى گوارا کن