داسې روزنه!
د هندي مفکر "وحيد الدين خان" له ډلې سره ډېره موده وشوه چې پېژنم. ډېر تکړه خلک دي، ځينې ځانګړنې يې داسې دي چې په نورو کې نه ليدل کېږي. نن سبا د اخوان په شمول د ډېرو اسلامي حرکتونو ځوانان د خپل حرکت له فکره نه وي خبر، خو د وحيد الدين خان همفکران ښه روزل شوي او عادي کس يې هم په دې پوهېږي چې دا خبره زما له فکر سره اړخ نه لګوي، دا يې ستره ځانګړنه ده.
د وحيد الدين يو مشر زوى په عربي او انګلش ډېر ښه پوهېږي او ډېر ښه ليکل پرې کوي، په هند کې د نشنل ګزېټ مسؤول مدير دى او په نړۍ کې د ښه جورنالېست په نامه پېژندل شوى، لور يې هم مشهوره ليکواله ده او ډېر ديني کتابونه يې ليکلي، بل زوى يې ماشومانو ته کتابونه ليکي او په دې لاره کې يې ځينې جايزې هم اخيستي، که د اسلامي نړۍ ټول پلاران خپل اولادونه داسې وروزي، اسلامي نړۍ به ډېره پر مخ لاړه شي.
بله دا چې دغه خلک خپل فکر ته ډېر مخلص دي، زه يې اخلاص ته حيران يم.
بل مهم ټکى چې زما توجه يې جلبه کړې، د دوى اجتماعي برخورد دى. د وحيد الدين د ډلې خلک چې کله راته ټليفون وکړي، لومړى دا وايي چې که بوخت يې بل وخت غږېږو، يا که کور ته راځي، راته وايي چې کور کې خو به مشکل نه وي؟ ځاى مو شته؟ دې وخت کې خو به بوخت نه يې؟ او دې ته ورته مهمې پوښتې، که زه ورته ووايم چې مصروف يم، بې له دې چې خپه شي، راته وايي سمه ده، چې کله وزګار وې غږېږو.
تکړه خلک دي، بريالي دې وي!