د ژوند خوندوره لحظه

له ځانه مې وپوښتل چې زما په ژوند کې کومه تر ټولو خوشاله لحظه ده..؟ ډېرې خاطرې راپه زړه شوې، هرې خوښي لرله، هغه ورځ راياده شوه چې لومړۍ کيسه مې خپره شوه.. هغه وخت چې له پوهنتونه فارغ شوم.. هغه وخت چې د هېواد د ادب جايزه مې تر لاسه کړه.. هغه وخت چې له هېواد لومړي وار ووتم او نړۍ مې وليده.. هغه ورځ چې زر جنيه مې تر لاسه کړل.. هغه وخت چې د اسلامي مرکز بنسټ مې کېښود.. دا ټولې لحظې راپه زړه شوې، خو له ځان سره مې وويل:

(نه) دا يوه لحظه هم دومره خوندوره نه ده.. دا بله لحظه ده.. دا يو ماښامى دى.. هغه چې خوښي او اوښکې سره ګډې شوې وې، کله چې مې خداى ته سجده وکړه، داسې احساس مې کاوه لکه ټول بدن چې مې سجده کوي.. زړه مې سجده کوي.. هډوکي مې سجده کوي.. رګونه مې سجده کوي.. عقل مې سجده کوي.. ضمير مې په سجده پروت دى او روح مې سجده کوي..

هو دا همدا لحظه وه، هغه وخت چې مې د حقيقي آزادۍ احساس وکړ.

 

ستر مفکر دوکتور مصطفى محمود