يو باندنى اسلامپال دوست مې د پوهنتون استاد دى، څه موده مخکې يې يو علمي جورنال را استولى و، رئيس يې دى و. بله ورځ چې مې له نږدې ورسره وکتل، په مجله کې يې د ليکنې بلنه راکړه او راته ويل يې چې د مجلې خرچه يې په ځان ده، څوک ورسره مرسته نه کوي، ما چې د مجلې پنډوالى او د صفحو غوړوالى وليد، حيران شوم، ورته کړه مې چې دومره خرچه په يوازې ځان ورکوې؟
راته يې ويل:
"ما ته مې حکومت د کال لس زره ډالر معاش راکوي، څه کېږي چې زه د همدغه ملت په ګټه د په څلورو مياشتو کې زر ډالره ولګوم؟"

که زموږ هر يو داسې احساس ولري، کار مو جوړ او وطن به مو دان دى!