د امريکا بشردوستي!

زاهد جلالي

کله نا کله په فکر کې ډوب شم، هغه به څنګه لحظه وه چې د هېروشيما له آسمانه به اتومي بم راوروان و، خلک په خپلو کارونو بوخت وو، ماشوم به ښوونځي ته روان وو، نورو به لوبې کولې، استاد به درس ورکاوه، شاګرد به نوټ ليکه، دوکاندار به سودا پلورله، چا به ډوډۍ پخوله، څوک به آرام ويده وو او ټول به همداسې په خپلو کارونو بې فکره بوخت وو، دوى خبر نه وو چې څو دقيقو کې يې وطن ټوټې ټوټې کېږي.

دا به څنګه حالت وو چې هر څوک به په خپل کار مصروف وو او اتوم بم به د دوى له خاورې لوګي پورته کول او پرته له دې چې د جنګيالي او غير جنګيالي فرق په کې وشي، عام وژنه يې کوله. بوډا يې واژه، ماشوم يې واژه، ښځه يې وژله، محصل، ډاکټر، نانواى، استاد او نور ټول يې له يو سره وژل!

ډېره عجيبه صحنه راته ښکاري، او ستر تروريستي عمل! د دنيا په تاريخ کې به داسې حادثه کله هم نه وي شوي، دا کار هم د چنګېز له عاموژنې کم نه و، خو فرق يې دا و چې د چنګېز په وخت کې چا د تمدن خبرې نه کولې او اوس د بشري حقوقو غږ هر چا اورېدلى.

بيا د حيرانۍ وړ خبره دا ده چې له دې وروسته هم امريکا بشر دوسته او انسان پاله پېژندل کېږي!

کله چې د امريکا په دغه تروريستي عمل فکر کوم، د اسلام انسانپال او بشرپال قانون را په زړه شي. 

اسلام وايي چې په جګړه کې ماشوم مه وژنه، ښځه مه وژنه، بوډا مه وژنه او په ټوله کې غير جنګيالى که ځوان هم و، مه يې وژنه، آن ونه هم مه پرې کوه! يوازې او يوازې فتنه ورکوه او د فتنې عاملين ووژنه.

د اسلام هغه وخت کې د جنګ قوانين وضع کړي وو چې نړيوال قانون د
jus ad bellum jus in bello په نامه هېڅ نه پېژندل، هغه وخت کې نړيوال بشري قانون IHL لا نه و چې اسلام داسې بشر پال قوانين وضع کړل.

اسلام رښتيا هم ډېر بشري دين دى او رښتيا هم اسلام د بشر له طبيعت سره برابر قوانين وضع کړي.