امام ابو حنيفه او د نظر مخالفت
زاهد جلالي
امام ابو حنيفه د پاتې سني مذاهبو لومړى امام دى. او په اسلامي نړۍ کې د دغه ستر امام مذهب تر نورو ټولو ډېر لاروي لري.
دا چې ولې د دغه ستر امام د مذهب لاروي مطلقا ډېر دي، علت يې څه و؟ علماو يې ډېر علتونه ښودلي. ستر علت يې دا دى چې دغه مذهب له نصوصو سرسري فهم نه اخلي، بلکې، په ډېر دقت سره ترې فهم راوباسي، چې دغه فهم د تطبيق وړ وي.
بل مهم علت يې دا و چې امام ابو يوسف د خپل وخت قاضي القضات و او په خپل وخت کې يې دغه مذهب پلى کاوه، نو د دغه مذهب د خپرېدا لاره خلاصه وه او د مشکلاتو په حل کې يې اوږدې تجربې لاسته راوړې چې په تطبيق کې تر نورو مخکې شو.
له امام ابو حنيفه سره يې شاګردانو د مذهب په ثلث کې مخالفت کړى، خو امام ابو حنيفه هېڅ کله ورته نه دي ويلي چې ما سره مخالفت مه کوئ او زما خبره په پټو سترګو حتمي ومنئ. بلکې کامله آزادي يې ورکړې وه.
کومه ورځ يو مېلمه ورته راغلى و، ګوري چې د امام صاحب شاګرد ورته وايي چې غلط شوې! دغه خبره په مېلمه ښه ونه لګېده، خو امام صاحب ورته وويل چې دا تربيه ما ورکړې!
کله چې امام صاحب په کومه مسئله کې فتوا ورکوله، خپل څلوېښت مجتهد شاګردان به يې راټول کړل، په دغه موضوع کې به يې بحث کاوه، کله به بحث تر مياشتې اوږد شو، خو کله چې توافق ته ورسېدل، بيا به يې نظر ورکاوه!
نن سبا خلک د استبداد په مقابل کې د دېموکراسۍ غږ اوچتوي. دغه غږ په سياسي مسائلو کې دى. يعنې د حاکم د انتخاب طريقه، له محکوم سره يې تعامل، د احزابو شتون او له حاکم سره د مخالفت آزادي او.... خو زموږ آمام آن په دين کې خپلو شاګردانو ته دغه آزادي ورکړې وه.
که چېرته ديموکراسي د حاکم د انتخاب طريقه، له حاکم سره د مخالفت حق او د مخالفو احزابو جوړول او شتون وي، بيا زموږ دين په دغه ديموکراسۍ کې تر ټولو مخکى دى. دغه ټولې ځانګړنې هغه زموږ امامانو لرلې چې چا د دېموکراسۍ نوم هم نه پېژانده!