خپل هدف ته څنګه ورسېږم؟!
ليکوال: زاهد جلالي
مين پوښتنه کوي:
خپلې مينې ته څنګه ورسېږم؟
مخلص مسلمان وايي:
څنګه اسلام ته ګټه ورسوم؟
ځپل شوى سړى وايي:
خپل دښمن ته څنګه ضربه ورسوم؟
ناداره وايي:
څنګه پيسې تر لاسه کړم؟
د تخييل په نړى کې ډوب وايي:
خپل تخيلات څنګه لاس ته راوړم؟
د پرمختګ شوقي وايي:
څنګه پر مخ لاړ شم؟
د د ې ټولو پوښتنو ځواب يو دى.
داسې ځواب دى چې موږ ورته لږه توجه کوو. ستر مصيبت خو دا دى چې هغه کسان چې ځانونه يې د دغو پوښتنو د ځواب مرکز ته رسولى، هغوى هم ورسره سر سري تعامل کوي. ما له ډېرو اورېدلي چې پوهنتون له سره تېر کړو او ځان دندې ته ورسوو چې يو څه پيسې لاس ته راوړو!
پورتنى پوښتنې يو، ساده او لنډ ځواب لري، خو عميق کار او ډېرې شپې سبا کول غواړي.
د دغو پوښتنو ځواب (پوهه ⁄علم) دى. موږ د خپلو سترو اهدافو د ترلاسه کولو له پاره پوهې ته اړتيا لرو، نه بې ځايه جذبو او له حقيقته وتلي تخيلاتو ته.
دا خو دنياوې غوښتنې او دنياوي تقاضاوې دي، له دې ټولو پورته، جنت ته تلو کې هم علم په کار دى! ځکه خو رسول الله وايي، څوک چې د علم په لاره کې ووځي، خداى تعالى ورته د جنت لار آسانوي، ملايکې ورته خپل وزرونه غوړوي، عالم ته د ځمکې او آسمانونو ټول مخلوقات دعاوې کوي آن د بحر کبان يې هم په دعاو کې نه هېروي.
موږ او هر څوک علم ته تر هر څه ډېره اړتيا لري. همدا اړتيا ده چې رسول الله خپلو اصحابو ته وايي چې عالم په عابد دومره فضيلت لري، لکه زه چې ستاسو په ادنا او عالدي سړي فضيلت لرم!!
اسلام د پوهې اهميت درک کړى، ځکه خو اسلام داسې نه وايي چې هغه څوک چې د جومات په يوه څنډه کې شپه او ورځ په عبادت تېروي، شپې تهجدونه کوي او ورځې روژې نيسې، له عالم سره يو مقام لري، بلکې عالم پرې ډېر فضيلت لري.
کله چې د علم اهميت درک کړو، بيا دا تعجب خبره نه ده چې قرآن په (ولوله) پيل شوى او ښکاره کړې يې ده چې د علم پيل او اساس لوستل دي.
د قرآن ستر مفسر ابن عباس رضي الله عنه د (والقلم ومايسطرون) په تفسير کې وايي چې خداى تعالى قلم تر هر څه دمخه پيدا کړى.
دا د علم اهميت دى چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي، علم تر لاسه کړئ، ولو که په چين کې هم وي. او وايي چې علم له زانګو تر لحده زده کړئ. نه يوازې نر بلکې ښځو ته هم اسلام د زده کړې اجازه وکړې، بلکې امر يې پرې کړى، ځکه د ښځو له زده کړې پرته هم ټولنه پر مخ نه شي تلاى او دا هم يوه انساني اړتيا ده، ځکه ښځه هم انسانه ده.
علم يوازينۍ سلاح ده چې هر ډول مشکل ته ځواب ويلى شي. علم دښمن ځوابولى شي، دوست ساتلاى شي، فقر لمنځه وړلاى شي، ښادي راوړلاى شي او خوشبختي له ځان سره لري.
يو څوک وايي چې چين به ډېر ژر له امريکې مخکې شي، ځکه چې چين ډېر توليدات لري. خو داسې نه ده، چين او امريکا ډېر سره فرق لري، د دوى فرق د پوهې دى. کومه پوهه چې امريکا لري، چين يې په نيمه هم نه لري.
ډېرى په تاريخ او تمدن وياړى، هو سمه ده چې تاريخ او تمدن د انسان په شخصيت اغېزه کوي، خو د علم په څېر نه ده او د پرمختګ اساس نه بلل کېږي، که نه نو امريکايان به نن هېڅ هم نه وو، ځکه نه يې تاريخ تاريخ دى او نه تمدن تمدن!
کله چې افغانانو روسانو ته ماته ورکړه او مجاهدين افغانستان ته ننوتل، ځينو مشرانو عجيبې او غريبې خبرې کولې، دا يې يو علت و چې موږ خپله پايله تر لاسه نه کړه. يوه مشر ويلي وو چې د تلويزيون په پرده بايد ښځې ښکاره نه شي، که چېرته داسې وشول، زه به د راډيو تلويزيون مرکز په راکټونو وولم!!
بل يې په راډيو کې موسيقي سل په سلو کې ممنوع اعلان کړه او ويل يې چې که څوک په راديو کې سندره واچوي، راډيو نوره بنده ده!
له دوى وروسته چې نور راغلل هغوى خو بيخي ټلويزيون بند کړ او د سينما ورونو ته يې غټ غټ کلپونه واچول!
موږ تل په دغه وړو او بې معنا خبرو کې نښتي يو او اصلي هدف مو هېر دى. تلويزيون، راديو، سينما او دې ته ورته نور وسايل دى، که څوک يې ښه استعمالوي ښه دي او که بد يې استعمالوي بد، خو موږ دې ته فکر وي چې هر څه وران کړه، ځکه موږ ته د حل اصلي لار ورانول ښکاري نه جوړول.
د ټولنې د جوړولو اصلي اساس چې تعليم دى، موږ ورته هېڅ توجه نه کوو، ځکه خو ځينو د خپل اجتهاد له مخې د ښځو تعليم د يوه ضعيف حديث له مخې حرام کړي او ټول ديني نصوص د يوه ضعيف يا موضوع حديث له پاره شا ته اچوو!
راځئ له سنګاپوره يې زده کړو. سنګاپور د درېيمې نړۍ له کوچنيو او وروسته پاتې هېوادونو څخه و چې په ١٩٦٥م کې يې آزادي تر لاسه کړې، خو اوس په اقتصاد کې ډېر پرمخ تللى او د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دى چې ډېر په تېزۍ پر مخ ځي. دا چې سنګاپور له ځمکې آسان ته پورته شو، علت يې کار او پوهه ده.
دوکتور مصطفى محمود څومره ښه وايي: (پرمختګ په شعارونو نه رامنځ ته کېږي، پرمختګ په کار او د عصر په ژبه پوهېدو ته اړتيا لري، د عصر ژبه کمپيوټر او انټرنټ دى -عموما ټکنالوجي- او د پرمختګ اساس تعليم بلل کېږي)[1].
هغه څه چې موږ يې نن مسلمانانو ته غواړو، د دين زده کړه ده او بيا د دين له لارې د دنيا زده کول. که چېرته دين نه وي، بيا ټکنالوجي زموږ په درد نه خوري او که چېرته ديني پوهه وي او ټکنالوجي نه وي، د دې مثال داسې دى لکه يو څوک چې د غټو خزانو کليانې لري، خو راسپړي يې نه او استفاده ترې نه کوي.
دوکتور مصطفى محمود دغه خبره څومره ښه تمثيلوي:
تل راڅخه پوښتنه کوي چې خداى تعالى ولې په اروپا او امريکا د پوهې او مال نعمت لورولى او دغه ستر نعمتونه يې له مسلمانانو مخفي کړي، په داسې حال کې چې مسلمانان يې عبادت هم کوي او اعتراف هم.. غرب ته خداى تعالى د دنيا ټول هغه نعمتونه ورکړي چې اصلا يې بايد مسلمانانو ته ورکړي چې ناداره دي او ډېره اړتيا ورته لري، دې کې يې حکمت څه دى. او عدل يې چېرته دى؟
ورته وايم چې خداى تعالى ظلم نه دى کړى. که يې هغوى ته د دنيا علوم ورکړي، نو موږ ته يې د آخرت علوم راکړي. هغوى دنياوي علوم راخيستي فکر يې په کې کړى، کار يې پرې کړى، ثمره يې ترې تر لاسه کړې او په کتابونو کې يې خپره کړې.. مګر موږ د آخرت علوم تر لاسه کړي، خو پرې ايښي مو دي، له خزانو مو يې ګټه نه ده اخيستې او په ظاهر مو اکتفا کړې، ږيرې مو اوږدې کړي، پايڅې مو لنډې کړي او مسواکونه مو جېبونو کې ايښي او زموږ صالحانو د لمانځه، روژې او حج په فرايضو اکتفا کړې، د علم او عمل فريضه يې هېره کړې)[2]
[1] د (العلم والايمان) له حلقو څخه.
[2] دوکتور مصطفى محمود: الموامرة الکبرى، ٩٨ مخ