امام محمد عبده د سياسي مبارزې تر څنګ د تربیې اړخ ته هم ډېره پاملرنه کوله. نن سبا ټول هغه یوازې د ویښوونکي شخصیت په نامه پېژني مګر، هغه د افرادو اصلاح ته د دولت د اصلاح په نسبت په اوچته کتل، چې له هدفه لرې لاړ نه شم، اصلا غوښتل مې د هغه دغه عمیق ځواب له تاسې سره شریک کړم:
امام محمد عبده د تفسیر په تدریس مشغول و، د {ما فرطنا في الكتاب من شيء} آیت یې تفسیرواه، یو سړی ورپاڅېد او ور څخه یې وپوښتل چې دا آیت وایي چې په قرآن کې د هر څه په هکله معلومات شته، نو تاسې راته ووایﺉ چې له یوې بوجۍ اوړو څو ډوډۍ پخېږی؟
امام محمد عبده له ناستو کسانو پوښتنه وکړه چې څوک بټيارۍ(نانوای) دی، یوه وویل زه یم. اما محمد عبده ترې پوښتنه وکړه چې له یوې بوجۍ اوړو څو ډوډۍ پخېږي، هغه ورته وویل چې دومره.
امام محمد عبده هم پوښتنه کوونکي ته همدا ځواب تکرار کړ، هغه ورته وویل چې ما خو له تا بوښټنه کړه. شیخ ورته وویل چې قرآن وایي (فسالو اهل الذکر ان کنتم لا تعلمون) دا آیت هم ګوره، د دې په رڼا کې مې له هغه وپوښتل ځکه دا د هغه مسلک دی او قرآن موږ ته دغه لارښوونه کړې!