عجيبه ده!
د امريکا پخوانى جمهور رئيس رونالډ رېګن فلمي اکټر و، خو د خلکو چندان خوښ نه و، ځکه خو يې فلمونه پرېښودل او د سياست نړۍ ته يې ودانګل او هلته تر جمهوري رياسته ورسېد.
يو وار په ستره غونډه کې د امريکا په جمهور رېګن وينا کوله، يو ځوان شپږ ډزه پرې وکړل او رېګن يې په سينه وويشت، زخم يې که څه هم خطرناک و، خو په تېزۍ يې روغتون ته ورساوه او له مرګه يې وژغوره.
دغه خبر د نړۍ د اخبارونو له سرټکو وو، رېګن په روغتون کې ډاکټرانو او نرسانو کړه چې (که چېرته فلمي نړۍ کې دومره مشهور شوى واى، هېڅ کله به سياست ته نه وم راغلى).
کوم چا چې په رېګن ډزې کړې وې، هغه هم فلمي اکټر و، هغه هم چا نه خوښاوه. کومه نجلۍ چې دغه ځوان خوښوله، هغې ورسره مينه نه کوله، بالآخره يوه ورځ يې ورته ليک کې ليکلي وو چې (سبا به خبره شې چې زه څوک يم). په سبا يې په رېګن ډزې وکړې او نړيوال شهرت يې تر لاسه کړ!