• د نړۍ نظامونه-خالد حاتم

    هر نظام، سیاسي وي، قانوني او که ټولنیز، د چانس او یا تصادف په نتیجه کې نه رامنځ ته کیږي، بلکه د کافي غور او فکر، د نتایجو د سنجولو، او د ترجیحاتو له ټاکلو څخه وروسته برابریږي. ځکه نو هر نظام لومړی خپل افراد سنجوي او هر یو ته یې منظم حقوق او واجبات ټاکي، مسئولیتونه ورته په ګوته کوي، او چې کله د هر فرد او هر قشر حقوق او مسؤلیتونه وټاکل شي نو په پاي کې یو داسې نظام رامنځ ته شي چې خلکو ته د منلو وړ هم وي او د خلکو د مشکلواتو د حل کولو صلاحیت هم لري.

    په اسانه ژبه د دې مثال دا دی چې یو څوک یوه قالینه اوبدي، نو مختلف رنګه تارونه په داسې توګه د یو بل لاندې او پورته تیروي چې له یو اړخه تارونه یو بل سره حمایه کړي او قالینه ښه کلکه او قوي شي او له بله اړخه یو ښایسته شکل او نقشه يا تصوير رامنځ ته شي، د همدغه کلکوالي او ډیزاین په اساس بیا د قالینې نرخ په بازار کې تعینیږي او د قالیني شهرت زیاتیږي.

    د اسلام قانوني نظام هم دغه ډول اوبدل شوی دی. سړی، تور سرې، ماشومان، سپین ږیري، سپین سرې، پلار، مور، ورور، خور، ماندینه، ګاونډي، حیوان، دوستي، دښمني، عبادت، مسجد، منبر، کور، کلی، خپلوي، مینه، نفرت، دعوت، کار، مزدوري، او ......... سنجول شوي دي، د هر چا او هر کار خپلې غوښتنې دي، حقوق دي، مسئولیتونه دي، ترجیحات دي چې دا ټول کله را یو ځاي کړل شي نو یو ډیر کلک، قوي او ښایسته نظام ترې رامنځ ته شي.

    د مسلمان اوس دا وجیبه ده چې د دغه نظام په منلو د هغه د عمومي روح سره سم فعالیت وکړي او د دغه روح منافي کارونو څخه ځان وساتي. د خپلې خوښې ترجیحات تعینول که څه هم د فرد په ګټه تمامیږي خو نظام ته خطر دی، د خپلې خوښې سره سم ځینې افراد نازول او نور نظر انداز کول نظام د تباهۍ سره مخ کوي، د خپلې خوښې سره سم او د خپل عقل په رڼا کې ښه او بد اعلانول، او د افرادو حقوق او مسئولیتونه ټاکل هم د نظام جرړې له منځه وړي.

    که څوک خپله خوښه پر نظام تحمیلوي، دا به داسې وي لکه په قالینه کې یو نفر په خپله خوښه او د قالینې د نقشې په خلاف ځینې تارونه د نورو پر سر یا هم ترې لاندې تېر کړي، د خپلې خوښې رنګ زیات او نور رنګونه پرې کم کړي، نو لازمه ده چې په پاي کې داسې یوه قالینه جوړه شي چې نه یې رنګ د کار وي او نه هم عمر ولري.