افغاني سيکولر يعنې څوک؟!
زاهد جلالي
افغاني سيکولر يعنې هغه څوک جې د علم او علمي منهج په نامه څه نه پېژني، دين د خپل د کلي د ناپوه ملا له خبرو پېژني، ښوونځى يې نه وي لوستى، که يې لوستى وي، له سره يې تېر کړى او بيا په قاچاقي لارو اروپا ته رسېدلى، هلته يې مادي پرمختګ په سترګو جادو کړې، بيا له هر څه د هغه پرمختګ له پاره تېر وي، خو خواران په دې نه پوهېږي چې څنګه پرمختګ؟ او دوى چې پرمخ تللي عوامل يې څه دي؟ دوى فکر کوي چې د دوى په څېر ژوند کول پرمختګ دى!
لنډه دا چې بې سواده او بې فکره مفکرين دي، دوى داسې ګومان کوي چې له ارسطو او هېګله په فلسفه کې کم نه دي!
دا څو ورځې په خپل بلاګ کې د استاد Khalid Hatam لنډ پوسټونه خپروم، ځينو کې سيکولرېزم رټل شوى دى، زما ځينې ليکنې هم همداسې دي، دوى ته چې خوند ورنه کړي پوهېږئ څه وايي؟ علمي رد نه پېژني، بس شروع کړي چې تاسې خلک وژنئ، افغانان علم ته نه پرېږدئ او دا او هغه...
زه ورته وايم چې دغه استاد چې زه يې علمي ټوټې خپروم، په ځوانه ځوانۍ کې پي اچ ډي کې دى او د پوهنتون استاد دى. دې ته علمي شخصيت وايي، ده هېڅوک نه دي وژلي، او تل خلک علم ته رابولي، که تاسې ته د ده ليکنې خوند نه درکوي، علمي او منطقي يې رد کړئ، بيا يې زه په همدغه بلاګ کې درته خپروم، ځکه چې د بيان آزادۍ ته احترام لرم، خو دوى خوارانو سره ځواب نه وي، له دې پرته چې بې ځايه تهمتونه ولګوي، نور هې څه نه شي ليکلى.
دوى چې غواړي اسلام پسې بد رد ووايي او وروسته پاتې دين يې وبولي، نو وايي چې زموږ د کلي ملا داسې وي، زه ورته وايم چې د کلي ملا چې نه پوهېږي، د اسلام استازيتوب نه شي کولاى، که داسې نه وي، بيا نو تاسې د کلي د ناپوه ډاکټر له امله طب پسې هم بد وايئ، ځکه چې همغه ډاکټر دى چې خلکو ته يې ناسمه دوا ورکړې.
د دين اصل هېڅ کله د دغو افواهاتو سره نه دى جوړ، اسلام علمي او منطقي دين دى. اسلام خپه خبره په ټوپک نه، په منطق خلکو ته وړاندې کوي او همدا رنګه ټوپک هم په خپل ځاى کې کاروي.
رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو ديموکراتانو مخکې شوى، هغه کلونه کلونه خلک دين ته بلل، خو په خبره او منطق، نه په زور او تورې، دا خو د اسلام دښمنان دي چې اسلام د تورې دين بولي، که نه اسلام خپل منطق هغه وخت ښکاره کړى چې په خپل لومړي حقوقي مرجع کې يې ليکلي چې (په دين کې اجبار نه شته) او خپل استازي ته رب وايي (آيا ته خلک مجبوروء چې مؤمنان شي؟!!) د اسلام منطق د خبرې په ځاى کې خبره او د سوک په ځاى کې سوک دى.
نوح عليه السلام نهه نيم سوه کاله خپل خلک الهي دين ته رابلي، خلک پرې ملنډې وهي، مسخره کوي يې او د خلکو په منځ کې يې په ليوني مشهوروي، خو دى يو هم په څاپېړه نه وي، بلکې هر يوه ته د دين لطافت ښکاره کوي او وايي چې د کاميابۍ په لور راځئ، دا حماقت پرېږدئ!
افغاني سيکولر په علمي منطق او خبرو نه پوهېږي، يوازې دا چې د خپلې کعبې (غرب) ستاينه وکړي، نور څه ورسره نه شته او په دې هم نه پوهېږي چې د غرب څه ښه دي او څه بد، د دوى سترګې ړندې دي او ړاندې تل ناکام!