د فقهي اختلافونو پیدائښت/خالد حاتم
په فقهي حکمونو کې اختلاف هغه وخت پیدا شو کله چې اجتهاد منځ ته راغې او څرنګه چې اجتهاد د پیغمبر صلی الله علیه و سلم په زمانه کې ډیر لږ ؤ نو فقهي اختلاف هم د هغې په پرتله او تناسب لږ ؤ ځکه د وحي د نازلیدو په صورت کې اجتهاد ته ضرورت نه لیدل کیده مګر له فاني نړۍ څخه د رسول الله صلی الله علیه و سلم په وفات او رحلت او په ښارونو کې د اصحابو تقسیمیدل د اجتهاد لمن پراخه کړله او طبیعي خبره ده چې د وحي په ختمیدلو او د اصحابو په خوریدلو په شرعي حکمونو کې د اختلاف دایره او لمن باید پراخه شي مګر اختلاف په حقیقت کې پر دوه اصلي بنسټونو ولاړ وي:
۱. د شرعي نصوصو احتمال
۲. د فهم او درک اختلاف
په شریعت کې د الله تعالی حکمت د دې غوښتونکی دی چې د قرآن کریم او احادیثو ډیر نصوص دی د ډیرو معانو احتمال ولري ځکه قرآن کریم په عربي ژبه نازل شوی دی او په عربي ژبه، حتی په ټولو ژبو کې یو لفظ د څو معانو احتمال لرل، یو منل شوی او مسلم حقیقت دی.
دغه راز د مخلوقاتو د پیدائښت په برخه کې د الله تعالی حکمت متقضي او غوښتونکی دی چې انسانان په عقل او درک کې مختلف او متفاوت پیدا کړي دي او هیڅ عاقل باید پدې کې شک ونلري چې دا دواړه اصلونه یوه حتمي او بدهي نتیجه منځ ته راوړي چې هغه په حکمونو او اراؤ کې له اختلاف څخه عبارت ده چې مونږ دا حقیقت د ریاضي په دې معادلې کې په ډیر وضاحت سره لیدلی شو:
۱. احتمالي نصوص، متفاوت فهم او عقول = مختلف اراء
۲. قطعي نصوص، یو شان عقول او فهم = یو شان آراء
او ښائي لدې دوه اصولو او منل شوي نتیجې څخه غفلت او بې خبري د ځینو کسانو سره د مذهبونو او اراؤ د توحید مفکوره راپیدا کړي وي او د هغوي په وړاندې دا یو ښه او غور کار معلوم شوي دي ځکه په ظاهر کې دا کار وحدت او اتفاق ته بلنه کوي چې دا یو ښه او په زړه پورې کار دی. خو کاشکې دا کار تحقق ومومي او د مذهبونو او آراؤ وحدت منځ ته راشي.
دغه کسان چې د مذهبونو وحدت او د رایو یووالی غواړي د مخلوقاتو په پیدائښت کې د الله تعالی حکمت ته نه دي ځیر شوي. که الله تعالی غوښتي وي نو ټول خلک به یې په فکر او فهم کې یو امت ګرځولي وي او قرآن کریم به یې داسې نازل کړی ؤ چې په هغې کې به هیڅ اجمال او احتمال نه ؤ بلکه مفسر او مبین به یې راستولی ؤ.
که الله تعالی اراده کړې وې چې د احکامو په استنباط او رایستلو کې دې ټولې رایې او افهام سره یو شي نو د شرعي نصوصو طبیعت ته به یې تغیر ورکړی ؤ او بشري فهم او درک ته به یې وحدت وربښلی ؤ تر څو په یو امر او یو حکم سره راغونډ شي.