د مرض دوا/خالد حاتم

د لاریون عکسونه مې وکتل، ډاډمن یم چې اوس به وپلټنې وشي. دا خبره دې منفي یا د نفاق راولاړونکې نه بلل کیږي، ځکه که درغلۍ شوې وي نو باید اصلي مسئولین رامعلوم او ډیره سخته سزا ورکړل شي، او که درغلۍ نه وي شوي نو څوک چې دا "تهمت" لګوي باید سخته سزا وویني. په دواړو حالتونو کې خیر دی. 

خو

زه وایم چې، آیا یوازې درغلۍ دي چې له امله یې د ځینې سیمو نتایج ډیر خراب دي که بل څه مشکل هم شته؟ له بل مشکل څخه مې هدف دا دی چې د استاذ، علم او کتاب قدر کول هم د نتایجو په ښه والي او بد والي کې زیات رول لري. 

نو تر څو چې پلټنې کیږي او نتایج یې زمونږ مخ ته راځي، باید په خپل ګریوان کې پام وکړل شي چې د دغه سیمو استاذان او مکاتب د خپل شاګرد په روزلو کې او شاګردان د کتاب او استاذ په قدر او عزت کې کمزوري ښایي او که څنګه؟