داسې انسانان هم شته چې په دې نړۍ کې هېچا ته وفادار نه دي. داسې فکر کوي چې له هر چا چې استفاده کېږي، د استفادې تر وخته دې ورسره د اخلاص اظهار کوي، خو چې کله له استفادې ووت، له مستعمل تشناب کاغذ ورته په ډېر څه نه ګوري.


داسې خلک ګومان کوي چې په ژوند کې دې له هر چا سره چل کوي خو هغوى دې نه پوهېږي، خو حقيقت داسې نه دى. انسان به يو وار د چا په چل پوه نه شي خو په دويم او درېيم وار يې جذر ته ښکته کېږي.
دا ډول رويه چې دوى يې (ډپلوماسي) بولي، په انساني ژوند کې ډېر ناکام دى. ځکه انسان لږ تر لږه د انسانيت له مخې عاطفې ته ضرورت لري او عاطفه په چل نه رامنځ ته ګېږي،. دوى ته د انسانيت په مفهوم د انسان کلمه بايد ذکر نه شي، ځکه دوى اصلا انسانان نه دي! ځکه دوى کې وفا نه شته او وفا د ژوند خوند بلل کېږي!