اجازه راکړئ دوستانو لږ په صراحت او وضاحت يو تريخ حقيقت بيان کړم.
له ١٩٢٤ ميلادي کال نه وروسته ټول بافکره او بادرده مسلمانان په دې فکر کې شول چې اسلامي خلافت څنګه بېرته راژوندى کړي، د دې سترې موخې د ترلاسه کولو له پاره مختلف خوځښتونه جوړ شول او د خوځښتونو سلسله لا هم روانه ده، مګر په څه کم يوه پېړۍ کې اسلامي خلافت بېرته راژوندى نه شو او هېچېرته په حقيقي بڼه اسلامي نظام رانغى.
زه فکر کوم د دغې بې نتيجې کار علت دا دى چې اسلامي حرکت له تربيې مخکې د نظام خبره کوي.
د حسن الهضيبي رحمه الله دا خبره مې ډېره خوښه ده چې ويل يې (اسلامي نظام په خپل ځان عملي کړئ، په ځمکه پخپله رامنځ ته کېږي). دا جمله ډېره عميقه ده، معنا يې دا ده چې اسلامي نظام د دعوت او تربيې په نتيجه کې رامنځ ته کېږي، اسلامي نظام داسې دى لکه څوک چې يو څه وکري، په مياشتو يې خدمت او پالنه وکړي، په نتيجه کې به حتما يو مېوه او ثمره تر لاسه کوي.
اسلامي خلافت هم ډېر کار ته ضرورت لري چې په نتيجه کې يې ثمره لاس ته راوړل کېږي، خو موږ څه کرلي نه دي او د ثمرې په تمه لاس تر زنې ناست يو.
په اسلامي حرکت زما يو مخکښ دوست راته يو وار وويل چې زه له نجونو سره په ټليفون خبرې او آن چټ نه کوم، ځکه کېداى شي له هغې سره زما خبرې ناسمې پايلې ولري! ما ورته کړه چې که چېرته اسلامي حرکت يو مخکښ ځوان ته دومره تربيه نه وي ورکړې، چې له يوې نجلۍ سره د اسلامي فکر په اساس خبرو کې تېر وځي، نو په راتلونکي کې به اسلامي نظام کې څنګه تعامل کوي، هلته خو داسې نه شي ويلاى چې زه د بانک رياست نه کوم، ځکه کېداى شي غلا وکړم.
اسلامي حرکت بايد خپل ځوان او عام خلک داسې تربيه کړي چې فرصت ويني بيا هم له خدايه ډارېږي، نه دا چې ترې تښتي.
کله چې اسلامي حرکت يو نسل ته داسې روزنه ورکړي، بيا اسلامي نظام پخپله په نتيجه کې رامنځ ته کېږي، بيا داسې ونه شي چې قرباني دې بيسارې وي او نتيجه هېڅ.