زاهد جلالي
موږ ټول په دې خپه يو چې سيد جمال الدين افغاني له هېواده شړل شوى، خو چې کله نا کله فکر کوم وايم دې کې به هم خير و.


همدا رنګه د تېرې پېړۍ د نيمايي په شاوخوا کې په اسلامي نړۍ کې د اسلامي هېوادونو حاکميت د کمونېستانو په لاس کې و، هغوى ډېر ووژل او ډېر يې له هېواده وشړل، خو چې کله په کې فکر کوم، وايم دې کې به هم خير و.


ځکه چې په دغه وخت کې اسلامي نړۍ په مسلمانانو تنګه شوه، سيد جمال الدين مجبور شو، پاريس ته لاړ شي او له هغه ځايه مبارزه پيل کړي. همدا رنګه د کمونېستانو په حاکميت کې. هغوى ډېرى کسان له اسلامي نړۍ وشړل، هغوى مجبور وو، پاريس يا لندن ته لاړ شي او له هغه ځايه کار پيل کړي.


د همدې له امله نن طارق سويدان په فرانسه کې د اسلام ستر بلونکى دى او ډېرى کسان يې نه يوازې فرانسه کې بلکې په ټول غرب کې مسلمانان کړل.


د هند له نيمې وچې د محمد حميد الله شړلو هم دا ګټه وکړه چې هغه پاريس ته مخه کړه، نو دغو ټولو مهاجرتونو اسلام ته زښته ډېره ګټه ورسوله.


همدا رنګه په سل ګونو نور ډېر کسان هم له اسلامي نړۍ ووتل او مجبور شول په غرب کې ژوند اختيار کړي.


اسلامي مفکرينو کې به لومړى ستر مفکر رفاعة رافع الطهطاوي وي چې په کال ١٩٢٦م کال کې غرب ته لاړ او هلته واوسېده، د هغوى د ژوند لار او فلسفه يې زده کړه او اسلامي نړۍ ته يې هغه څه رانقل کړل چې زموږ په درد لګېدل.


له پاريسه د بېرته راګرځېدو په وخت کې رفاعة رافع الطهطاوي د پاريس په هکله د (تخليص الإبريز في تلخيص باريز) تر نامه لاندې کتاب وليکه.


شيخ طهطاوي په دغه کتاب کې د فرانسې په هکله معلومات ورکوي، هغه ليکي چې په فرانسه کې متاسفانه يوه سلنه هم مسلمانان نه شته. يعنې په نولسمه پېړۍ کې په فرانسه کې يو مسلمان هم نه و!


نو کله چې له اسلامي نړۍ غرب ته دغه مسافرتونه وشول، په نتيجه کې يې نن اسلام په فرانسه کې دويم ستر دين دى او مسلمانان په فرانسه کې د پنځو او شپږو مليونو تر منځ دي! پاپ وايي چې وېرېږي له غربه دار الاسلام جوړ نه شي، نو د مسلمانانو په دغه مهاجرتونو کې به هم خېر و!