په اسلامي نړۍ کې د نورو د تبليغ په هکله

زاهد جلالي


دا چې په اسلامي نړۍ کې ولې د نورو اديانو تبليغ ممنوع دى، ما ډېر فکر کړى خو نتيجې ته نه وم رسېدلى، کله چې مې د دوکتور عماره يو کتاب (الفرق بين الدعوة والتنصير) ولوست، خوښ شوم، ځکه خپل ځواب مې په کې وموند. دوکتور عماره وايي چې په اسلامي نړۍ کې ځکه د نورو اديانو دعوت منع شوى چې اسلامي هېوادونو کې د دولت دين اسلام دى او په غربي هېوادونو کې يې ځکه آزادي ورکړې چې هلته خو اصلا دولت دين نه لري، يعنې سيکولر دولتونه دي، نو هلته بايد منع نه شي.



په دې وروستيو کې زموږ د استاد (محمد مشتاق احمد) د کتاب د دوهم چاپ مختکنه وه، دوکتور محمد طاهر منصوري په خپلو خبرو کې وويل چې د نړيوال اسلامي پوهنتون له پخواني رئيس مرحوم محمود احمد غازي صاحب مې اورېدلي چې ويل يې (په اسلامي هېوادونو کې د نورو اديانو د تبليغ منع کول کوم ديني اصل نه لري).