هر کار خامخا یو علت لري/ خالد حاتم
یو دوست راڅخه وپوښتل: څه فکر کوئ چې په ځینو اروپایي هیوادونو کې د مسجدونو په مینارو ولې پابندي لګول شوې ده؟
ما ورته ویل: عجیبه نده چې په دنیا کې ځینې نظارې د هر انسان خوښیږي او د ارام، راحت او سکون احساس پکې کوي. د مثال په توګه، د غرونو په لمن کې روانې اوبه، شینیلی

(شنه میدانونه) او کله کله لوړ تعمیرونه (برجونه) د انسان احساسات، اګر که د لږ وخت لپاره هم وي، په پوره ډول کنترول کوي او انسان هلته بیرته تازه کیږي؟ یا په ښاري ژوند کې ولی انسان ژر ستړی کیږي او عواطف یې درانه کیږي خو په کلیوال ژوند کې بیا داسې مشکل نه وي؟
ځینې داسې ودانۍ دي چې هلته انسان ورشي نو ډیر ښه پرې ولګیږي او روح یې خوشحاله شي، خو بیا ځینې نور داسې عمارتونه او ځایونه هم شته چې هلته د انسان زړه تنګ شي او ژر د وتلو په تکل شي،
یا،
ځینې وخت د یو انسان په لیدو، اګر که د لومړي ځل لپاره هم وي، بل انسان خوشحاله شي او کوښښ کوي چې ملګرتیا یا لږ تر لږه خبرې اترې ورسره وکړي او داسې خلک هم وي چې له هغې سره په ملاقات معکوس احساس راپیدا کیږي.
د دواړو علت مشترک دی!!! :)